نوومبر 18, 2019

ا فغا نستا ن د (۲۰۱۵ ) کال د مئ په میاشت کي :

ا فغا نستا ن د (۲۰۱۵ ) کال د مئ په میاشت کي :

((یادو نه : په دې لیکنه کي یوازي  له هغو تلفاتو او  زیانونو  څخه یاد و نه کیږي چي  دښمن  پرې اعترا ف کړی ؛ خو دا چي رښتني حقائق څه او څنګه دي په ا لاماره    او نورو ويب سایټونو کي  یې کتلای شئ .))

د ۲۰۱۵ زیږ دیز کال د مئ   میاشت هم لکه د نورو  پشان د ډیرو بریاوو او پر مختګونو شاهده وه . دعزم عملیاتو ورکي په موفقا نه ډول دوام درلود او د دغو عملیاتو په ترځ کي د دښمن ګڼ شمیر لوی او واړه مرکزونه تر پرله پسې بریدونو لاندي را غلل .

په دغه میاشت کي که له یوې خوا دښمن له  سختو تلفاتو او زیانو نو سره مخ شو ؛ نو بل لوري ته د عین او غین دسهامۍپه شرکت کي د اختلافا تو څپې د خپل اوج په ترټولو خطر ناکه مرحله کې وې ، دپټو غلاما نو ډیري کړۍ را څر ګندي شوې او دښمن نور د دې توان له لاسه ورکړ چي دغه حلقات تر پردې شاته پټ وساتلای شي . د دې هرڅه په اړه تفصیل کولای شئ په لاندي کرښو کي ولولئ .

ا شغالګرو ته او ښتي تلفات :

د مجاهدینو د عملیاتو تفصیل په ډاګه کوي چي د ۲۰۱۵ کال دمئ دمیاشتي په اوږ دو کي د دو ی په عملیاتو او بریدو نو کي تر ۲۰ زیاتو اشغالګرانو خپل سرونه خوړلي ؛ مګر مکار او درو غجن دښمن دخپل همیشني عادت له مخي په دغو ور اوښتو زیانونو سترګي پټوي او یواځي د یوه اشغالګر په مړینه اعتراف کوي ، چي په دې ډول د ۲۰۱۵ کال په اوږدو کي د وژل شوو اشغالګرو شمیر ۳ ، او د جګړې له پیله تر اوسه د وژل شوو شمیر یې ۳۴۸۸  تنو ته رسیږي . له دغي ډلي څخه ۲۳۵۸ یې امریکایان او پاته ۴۵۳ تنه یې ا نګریزان دي .

د یوبل راپور په اساس تر اوسه   ۲۰۰۶۸ امریکایې اشغالګران د افغانستان په جګړه کي ټپیان  شوي او په دې کي د دوی هغه عسکر هم شامل دي چي د بدن ځیني اندامونه یې په پوره ډول له لا سه ورکړي دي. په د ې برسیره ۱۵۹۲ نور اشغالګران هم چي د اجيرو عسکرو په نوم پیژندل کیږي او دا مریکا په اردو کي رسمي دندي نه لري په دغه جګړه کي وژل شوي دي . د یاد راپور له مخي د افغا نستان په جګړه باندي تر اوسه د امریکا ۷.۷۹۲  ملیارد ه لګښت راغلی دی .

هیره دي نه وي چي د وژل شوو ، ټپیانو او معیو بینو حقیقي شمیره تر هغه څو­ـــ څو واره لوړه ده په کوم باندي چي ماته خو ړلی دښمن اعتراف کوي .

د ښمن ته او ښتي مالي زیا نو نه :

د افغانستان جګړه نه یواځي   د ځاني تلفاتو ؛ بلکي د مالي خساراتو له پلوه هم د دښمن لپاره ملا ماتوو نکې ده . په دغه جنګ کي هره میاشت دښمن ته د ملیو نو ډالرو په ا ندازه مالي زیان ورپه برخه کيږي . که څه هم د د وی د ټولو خساراتو د قیقه شمیره لا نه ده تر لاسه شوې ؛ خو داسي ورځ به نه وي چي د دشمن کومه مجهزه اډه به پکي له منځه نه وي وړله شوې او په لسګونو عرادې ټانګونه ، نقلوو نکې واسطې او نظامي مشین آلات به پکي نه وي تباه کړل شوې . دلته په تیره میاشت کي د دښمن د تیارو د رانسکور ولو څو بیلګي د نموني په ډول را اخلو ، ترڅو وکولای شي یوڅوک   یرغلګر دښمن ته د اوښتي زیان رښتنې اندازې لګولو ته نزدې کړي .

د مئ په ۱۷ مه د یکشنبې په ورځ د دښمن یو هلیکاپټر د کابل په خاک جبار ولسوالي کي سقوط وکړ . تردې له مخه ؛ یعني د میئ په ۷ مه د پنجشنبې په ورځ مجاهدینو هم د غزني ولایت په ده یک ولسوالي کي یو هلیکاپټر را غورزولی و . ورپسې د یکشنبې په ورځ چي دمئ ۱۰ مه وه د یاد ولایت د ناوې په ولسوالي کې یو بل هلیکاپټر په ځمکه را پريوت چي په دې د واړو واقعو کي هلیکاپټر سپاره ټول ووژل شول .

د مئ په ۱۹ مه دسې شنبې په ورځ  هم د دښمن یو بل  هلیکاپټر د جوز جان ولایت په  مردیان ولسوالي کي دمجاهدینو له خوا وویشتل شو او په ځمکه راوغور زول شو ، د دغې جګړې په ترڅ کي د دښمن ۴ ټانکونه هم تبا  او ۲۲ تنه عسکر هم مړه او ژوبل شول . ورپسې د دوشنبې په ورځ چي دمئ  ۱۸مه  وه د اشغالګرو یوه  بې پیلوټه الوتکه د خوست ولایت د یعقوبیو او صبریو د ولسوالیو تر منځ را نسکوره شوه ، او د دې ډول وروستۍ پیښه یې د مئ په ۳۱ مه د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالي کي وه چي هلیکاپټر پکي تر راغورزیدو وروستو ټوټه ـــ ټوټه شو.

په دې ډول د دغي میاشتي په او ږ دو کي د دښمن ۴ هلیکا پټرونه او یوه بې پایلوټه الوتکه د مجا هدينو د برید په نتیجه کي را غورزول شوي د ي .

د ا جیر دښمن لیکو ته اوښتي زیانو نه :

د اجیر دښمن مادي او معنوي کمزوري له یوې خوا ، او دمجاهدینو د  عملیاتو پراخیدل  له بلي خوا د دې باعث ګرزیدلي چي د اجیرانو د ځاني تلفاتو ګراف هم لوړ لاړ شي . دسی شنبې په ورځ چي د مئ ۱۵ مه وه   ناټووالو اشغالګرانو په یو راپور کي په تیرو شپږو میاشتو کي د مزدور دښمن په لیکو کي   دخساراتو او تلفاتو د ۷۰ سلنه زیاتیدو خبر ورکړ .

د پورتنۍ منبع په اساس یواځي په تیرو درې نيمو میاشتو کي کم ترکمه ۵۰۰۰ اجیر عسکر وژل شوي دي . او دا په داسي حال کي ده چي همدغه منبع په سږ کال کي دمزدوري  اردو  د ټولو وژل شوو  شمیر د ۳۰۰۰  تنو په شا وخوا کي    ښیي .

د مزدور دښمن لیکو ته  ټول اوښتي  زیا نونه په دې ځای کي را غونډول ممکن نه دي ؛ نو ځکه یې د یو څو تلفاتو په ذکر کولو بسنه کوو .

د شنبې په ورځ چي د مئ ۲ مه وه دفراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د امنیت  امر ووژل شو . د دغي میاشتي په ۱۵ مه د پکتیا ولایت د استناف رئیس په کابل کي ، او په سبا یې   د جوزجان  د   استناف یو قاضي د دغه ولایت په مرکز شبرغان کي ووژل شو .

د دو شنبې په  ورځ د مئ په ۱۸ مه  د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ ولسوال په غزني کي  ووژل  شو. ورپسې د دغي میاشتي په ۲۳ مه یو نفوذي  مجاهد دکندز په ولایت کي ۵ تنه اربکیان ووژل . په همدغه ورځ یوې چاودني د ارزګان ولایت دچارچينو ولسوالۍ د ولسوال ژوند هم  واخست .

یکشنبه دمئ ۲۴ مه دغزني ولایت په قرباغ کي د اربکیا نو د یو مشهور قوماندان د وژل کیدو شاهده وه . او په همدې ورځ په لوګر کي هم یو اربکی قومندان له خپلو دوو ساتندویانو سره ووژل شو . ورپسې د مئ په ۲۷ مه دچهار شنبې په ورځ دتخار په ولایت کي د اشکمشک ولسوال ، او په ۳۰ مه یې دبادغیس ولایت دصلح د نام نهادي  شورا  یو غړی  ووژل شو .

د عزم عملیا ت :

د عزم په نوم پسرلني عملیات په هیواد کي د نه ستړي کيدونکو مجاهدينو لخوا په قوي او راسخ هوډ سره دوام لري ، او پر له پسې لاسته راوړنو  يې دښمن  په سخته    انديښنه کي  اچولی دی .

د نوموړو  عملیاتو د بریاوو پوره بیانول دلته  ممکن نه دي ؛ نو ځکه غواړم یواځي څو بریاوي یې  سره په ګډه تر نظر تیري کړو :

که د هیواد له پلازمېني ، یعني هغه ځایه یې را پیل کړو چي په  روانه میاشت کي د مجاهدینو له لوري د درنو او مرګونو بریدونو شاهده وه ؛ نو د دوشنبې په ورځ چي د مئ ۴ مه  وه د دارالامان په سیمه کي دڅارنوالانو دلیږد په موټر برید ګڼ شمیر څارنوالان مړه او ژوبل کړل . ورپسې د یکشنبې په ورځ دمئ په ۱۰مه یووار بیا دکابل دشپږمي حوزې په مربوطاتو کي د څارنوالانو په موټر ورته بريد وشو چي په نتیجه کي یې ۱۸ څارنوالان  مړه او ۷ نفره  ژوبل  شول .

د سی شنبې په ورځ چي د مئ له ۱۹  سره برابره وه یوي زور وري چاودني د اجیري ادارې دعدلیې وزارت و لړزا وه   چي له امله یې د دغه وزارت کارمندا نو او مامورینو ته درنه  مرګ ژو بله وا وښتله . مجاهدینو دا او په څارنوالانو او قاضیانو شوې حملې د هیواد په بیلا بیلو زندانونو کي په طالب بندیا نو دشوي ظلم  انتقام او غبرګون  بللی دی .

په دې پسې  دچهار شنبې په ورځ د مئ په ۱۳ مه دکابل ښار په انصاري څلور لاري کي هغه هوټل چي خارجي اشغالګرانو او دهغو جاسوسانو ترې کار اخستو دمجاهدینو تر سختو بریدونو لاندي راغی چي په نتیجه کي یې   ۱۴ اشغالګران او د هغو اجیران مړه او لسګونه  نور ټپیان  شول .

د یکشنبې په ورځ د مئ په ۱۷ مه دکابل ښار یو وار بیا فرود ګاه ته نزدې په اشغا لګرانو با ندي د مجا هدینو د سختو حملو شا هد و چي پکښي ۷ اشغالګران  مړه  او ۵ تنه  ټپیان شول . دغه رنګه د مئ ۲۷ مه د سی شنبې ورځ هم له هغو ورځو څخه وه چي پکښي مجاهدینو دکابل ښار د وزیر اکبرخان په  سیمه کي د خارجي اشغالګرو  په  مهمانخانه مرګوني بریدونه وکړل او په پایله کي یې لسګونه اشغالګران مړه  او ژوبل  شول .

د عزم پسرلنیو  عملیاتو په پوره  بریالیتوب  سره د هيواد ټول ولایتونه تر خپل  سیوري لاندي راوستلي ، او آن تر شماله یې خپله لمن پراخه کړې ده . د مئ په لومړۍ نیټه مجاهدينو  په کندز کي  دګورتپې دسیمي د فتحه کیدو او هلته دشوو جګړو یوه لنډه ويډیو خپره کړه او په دې سره یې د دښمن هغه دروغجني دعواګاني بې اساسه وګرزولې چي ویل یې طالبانو ته یې ماته ورکړې  او دغه  سیمه یې تر خپل واک لاندي راو ستې ده .

تر دې ورو ستو د مئ په ۲مه مطبوعاتو د بدخشان ولایت په وردج ولسوالي کي د ۱۳ ولسوالیو د فتح کیدو  خبر ورکړ. په همد غه ورځ وروسته له هغه چي دښمن دکندز ولایت په  جګړوکي دبریا دعوه وکړه ، د  اجیري  ادارې دکندز والي  دسیمي له خلکو وغوښتل چي له دغه ځایه کډي وکړي چي دا په سیمه کي داجيري ادارې د قواوو په څرګنده  ماتې  او کمزورۍ دلالت کوي .

د پورتني خبر په سبا مجا هدینو کندز ته   نزدې د بغلان په  ولایت کي د دښمن دوه اډې  ونيولې چي ورکي پراته  عسکر یا ووژل شول  او یا په تیښته بریالي  شول . دغه  رنګه دشنبې    په ورځ د مئ په ۱۶ مه داسلامي امارت  مجاهدينو په  دغه ولایت کي یوه بله قرار ګاه په خپله  ولکه کي  راوستله .

د مئ په ۳۰ مه مجا هدینو په مرکزي بغلان کي پراخي حملې پیل کړې چي په نتیجه کي یې درې پوستې فتح  او د اربکیانو یو قومندان د ۸  نفرو په ملتیا  ژوندی ونیول شو .

د هیواد له  لوید یځ  څخه هم د مجا هدينو د بریالیتو ب ګڼ شمیرخبرو نه ترلاسه شوي . د مئ په ۵ مه په فراه کي د اجيري ادارې مقاماتو اعتراف  وکړ چي په  دې وروستیوک ي د دوي پرضد داسلامي امارت د مجاهدينو حملو زور اخستی چي له امله یې حکومتي لوري ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي دي . د یکشنبې په ورځ د مئ په ۱۰ مه د بادغيس ولایت د جند ولسوالۍ د فتح کیدو خبرونه  هم خپاره شول .

دې ګڼو بریاوو ته څیرمه د سي شنبې  په  ورځ د مئ په ۱۲ مه  نیټه د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالي طالبانو ډلئیز برید وکړ چي مزدوري ادارې ته د لسګونو مړو او ژوبلو په پایله تمامه شوه . د چهار شنبې په ورځ دمئ په ۱۴ مه  مجاهدین وتوانیدل لومړی د غور ولایت د چارسدې ولسوالۍ د روازو ته ځا نونه ورسوي او بیا د دښمن د زور په اوبه کولو سره نموړې ولسوالي تر خپل واک لاندي  راولي .

د ختیز او جنوب مجاهدین هم دښمن ته دماتي په ویاړ کي بې برخي نه دي او همیشه په یوې نوې حماسه د مظلوم ملت زړه ټکوروي . دوی له خپلو ملګرو سره په ګډه دمئ په ۱۰ مه د یکشنبې په ورځ د کندهار ولایت دچټک غبرګون په قطعه ډلئیز برید وکړ چي په پایله کي یې دنموړي قطعې لسګونه کارکوونکي مړه او ژوبل شول . په همدغه ورځ دننګرهار ولایت دخوګیاڼو په ولسوالي کي دوه امریکایان او ورسره یو شمیر اربکیان هم د دوی له برکته دخپلو اعمالو په سزا ورسیدل .

دچهار شنبې په ورځ دمئ په ۱۳ مه دهلمند دولایت ودانۍ هم دورته بريدونو شاهده وه او د دښمن د ۳۰ تنو په مرګ اوژوبله پای ته ورسیده . دجمعې په ورځ د مئ په ۲۲ مه دخاص ارزګان مجاهدینو ۱۰ پوستې په خپله ولکه کي را وستلې او دجګړې په ترڅ کي د دښمن کم ترکمه ۴۰ تنه عسکر د مجاهدینو له لیکو سره یو ځای شول .

د عزم په نوم د دغو بریالیو عملیاتو په لړکي د یکشنبې په ورځ چي دمئ ۲۴ مه کیږي مجاهدينو دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په امنیتي پوستو برید وکړ چي زیات شمېر عسکر ورکي مړه او ژوبل کړل.

په سبا د زابل ولایت دڅارنوالي او ولایتي شورا په ودانیو دمجاهدینو له لوري لوی برید ترسره او په پایله کي کم تر کمه ۴ تنه مزدور عسکر مړه او ۶۰ نور یې ټپیان شول .

د مئ میاشتي وروستني عملیات د یکشنبې د ورځي په ماښام چي دمی میاشتي ۳۱ مه وه د اسلامي امارت دمجاهدینو له خوا د ننګرهار ولایت په امنیه قومنداني تر سره شول چي د دواړو لوریو ترمنځ تر پنځه ساعته جګړې وروسته د یادي قوماندانۍ ۱۶ بهرني او کورني کار کوونکي مړه او ۳۲ تنه ټپیان شول .

مرکزي ولایتونه هم په خپل وار د عزم په بریالیو عملیاتو کي پوره سهیم پاته شوي دي . د پنج شنبې په ورځ د مئ په ۱۴ مه د پروان ولایت دبګرام په ولسوالي کي د اشغالوانو په یو ټانک حمله وښوه چي ۴ امریکایانو ورکي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دمئ په ۱۶ مه د شنبې په ورځ داسلامي امارت مجاهدینو یو وار بیا د اجیرانو په محکمترین ولایت پنجشیر باندي حمله وکړه او د عبدالله خيل په دره کي یې یوه اډه ترې ونیوله . په همدغه ورځ مجاهدینو د بغلان په مرکز کي د یوې قرار ګاه په سرهم دخپلي واکمنۍ بیرغ ودراوه .

د چهار شنبې په ورځ چي دمئ ۲۰ مه وه بهرني اشغالګر یو وار بیا د مجاهدینو په کمین کي وختل اود ۶ امریکایانو لپاره یې دغه دژوند وروستۍ ورځ شوه . د سی شنبې په ورځ ، دمئ په ۲۶مه د غزني ولایت دخوګیاڼو ولسوالي دطالبانو لاس ته ولویدله ، او د خوست ولایت دموسی خیلو ولسوالي یې سخته محاصره کړه .

تر دغو عملیاتو وروستو داسلامي امارت مجاهدینو دسی شنبې په ورځ چي د مئ ۲۶ مه وه په هلمند کي د نوزاد په ولسوالۍ اوپه پکتیکاکي په وازه خوا ولسوالۍ باندي عملیات پیل کړل چي په نتیجه کي یې په نوزاد کي ۲۷   اوپه وازه خواکي ۱۲ سرحدي پولیس وو ژل شول . او په بغلان کي هم شمیره ديته ورته وه .

دا چي اوس دمجاهدینو فعالیتونه دومره غوړېدلي او څرګند دي چي په هیڅ یو ډګرکي د دوی له پر مخ تګ څخه څوک سترګي نشي پټولای ؛ نو ځکه دښمن هم د دوی په دغه غښبلتیا اعترا ف کوي او کله ــــ کله له حقیقت څخه هم پرده پورته کړي .

په دغه لړ کي دشنبې په ورځ د مئ په ۲۳ مه تش په نامه ولسي جرګه کي د سرپل د خلکو نمائنده اعتراف وکړ چي د دغه ولایت دکوهستاناتو ولسوالۍ کم ترکمه ۸۰ سلنه دطالبانو ترواک لاندي دي . تر دې وړاندي د دوشنبې په ورځ د مئ په ۴ مه دکابل دګډ شرکت اجرائیوي رئیس ډاکتر عبدالله دوزیرانو شورا په عمومي غونډه کي وویل چي : دطالبانو فعالیتونه دزیاتي اندیښنې وړ دي .

د دغو انديښنو په لړکي د چهار شنبې په ورځ د مئ په ۶ مه په کابل کي چاپیدونکې سرنوشت ورځپاڼي ولیکل چي دهلمند په سنګین او مارجه کي د مجاهدینو سختو بریدونو مزدور عسکر تيشتي ته اړ کړي دي . دجمعې په ورځ دمئ په ۸ مه داجيري ادارې امنیتي چارواکو ومنله چي دغزني ولایت د ناوې ولسوالۍ له ۹ کلونو را په دېخوا دطالبانو په واک کي وه . دوی دعوه وکړه چي دامهال یې دغه ولسوالي چي دطالبانو لپاره مهمه اکمالاتي لاره وه له طالبانو څخه نیولې ده ؛ مګر کمه مده لا هم نه وه تیره چي بیرته دطالبان لاس ته د دغي ولسوالۍ د لوېدلو خبرونه خپاره شول او اجيرانو دغه ولسوالي یوه غیر مهمه نظامي سیمه اعلان کړه .

په دې برسیره د مئ په ۱۶ مه دبغلان ولایتي شوری او په پارلمان کي د دغه ولایت نمائنده په ولسي جرګه کي اعتراف وکړ چي   اجیرو پولیسو بغیر له کوم مقاومت ښو ولو خپله قرار ګاه خالي کړې او تښتېدلي دي .

دهیواد اوسني بد سیاسي او امنیتي وضعیت دوښمن دومره مایوسه کړي دی چي د سی شنبې په ورځ د مئ په ۲۶ مه اشرف غني هم ومنله چي ولس دده په اداره باور بایللی دی او اټکل کوي چي پنځه کلنۍ دوره به یې هم ټوله په دغه مشکل کي تیره شي او هیڅ لاس ته راوړنه به ونه لري .

د اشرف غني د اعتراف په سبا د مزدوري ادارې د کورنیو چارو وزیر دیو کنفرانس په ترڅ کي دمجاهدينو د حملو په زیادت د اعتراف ترڅنګ زیاته کړه چي هره ورځ د طالبانو له خوا دهیواد په بیلا بیلو برخو کي په سلګونو بریدونه تر سره کیږي . هغه په دغه کنفرانس کي په غیر مستقیم ډول دمجاهدینو په مقابل کي دخپلو ځواکونو بې وسي په ډاګه کړه .

د مجا هدینو له لیکو سره یو ځای کیدنه:                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                       

د اسلامي امارت مجاهدین د خپلو نظامي او سیاسي فعالیتونو ترڅنګ په دې هڅه کي هم دي چي هغو دوکه کړل شوو خلکوته حقیقت ور ورسوي کوم چي د دښمنانو د تزویر او تبلییغاتو په لومه کي نښتي او له مجاهدینو او اولس سره دمقابلې لپاره د دښمن په صف کي ولاړ دي . دهمدې موخي لپاره یې دجلب اوجذب کمیسیون ټاکلی او ډیره مدا کيږي چي په کار بوخت دی . دغه کمیسیون تر اوسه ډیري ښې لاس ته راوړني لرلې دي او د دښمن له ملکي او نظامي ادارو څخه په سلګونوکارمندان او مامورین له حقیقت څخه تر خبریدو وروسته، او د دغه کمیسیون په هڅو د دښمن له لیکو را جلا او له مجاهدینو سره یو ځای شول .

د دغو یو ځای کیدنو په لړ کي د شنبې په ورځ چي د مئ دوومه وه د غزني ولایت د اندړو د ولسوالي اربکیانو اعلان وکړ چي دو ی له غلامي ادارې څخه بېلېدو ، اوله مجاهدينو سره یوځای کیدو ته تیار دي ؛ مګر د دې ضمانت غواړي چي تر تسلیمېدلو وروستو به دتیرو جنایتونو اړوند تر قضائي تعقیب لاندي نه نیول کيږي .

د چهار شنبې په ورځ ، دمئ په ۲۷ مه خبري رسنیو د کندوز ولایت دچار درې په مربو طاتو کي له مجاهدینو سره د ۷۱ عسکرو ، او د غور ولایت په دولینه او شهرک ولسوالیو کي د ۲۷۰ وسله والو د یوځای کېدلو خبر ور کړ . په دې بر سیره په همدغه ورځ د ارزګان ولایت مقاماتو ومنله چي په خاص ارزګان کي د اربکیانو یوه ۳۷ کسیزه ډله تر اوږدې جګړې وروستو له طالبانو ته تسلیم شوه .

په دغه میاشت کي په ټولیز ډول (۶۷۹) تنو د دښمن لیکي پرې ايښې اوله مجاهدینو سره یوځای شوي دي . د دغه خبر نور جزئیات ، دتسلیم شوو خلکو نومونه ، ادرسونه اونور ډیر د اسلامي امارت د ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په سائټ کي کتلای شئ .

د هیو ا د پلو رني اعترا ف :

د ۲۰۰۱ زیږ دیز کال د سبتمبر د ۱۱ تر حادثې ورو ستو دشمال بد نامي جبهې دهیواد پلورني دملي او تاريخي جنایت په ترسره کولو پسي مټي را بډ وهلې او بالاخره یې دبون په کنفرانس کي د څو ناچلنده پیسو او موقتو حکومتي کورسیو په بدل کي په صلیبیانو خرڅ کړ . دغه هیواد پلورنه که څه هم تر لمر روښانه او په رڼا ورځ تر سره شوه ؛ مګر بیاهم یو شمیر خلکو له حقیقته په انحراف دغه شوم عمل ته نورـــ نور نومونه ورکول ترڅو خپلي شیطاني کړني له ا ولسه پټي وساتي   ؛ امّا نن دهیواد پلورني اعترافات په څرګنده پیل شوي او دمزدوري ادارې کړه وړه هم په دې باندي ښکاره دلالت کوي .

په دغه لړ کي بالاخره مزدورانو له خپلو بادارانو سره د یوې موافقتنامې په   لاسلیکولو د هیواد ټوله ځمکه او فضا په هغوی وپلورله او په دې سره يې ځانونه د غرب دغلامۍ رسمي چوکاټ ته برابر کړل . دوی ادعا لرله چي له مقابل لوري یې هم همدومره حقوق ترلاسه کړي ؛ خوپه سند کي دهغو هیڅ ذکر نشته !

دچهار شنبې په ورځ ، دمئ په ۶مه حنیف اتمر ، هغه کمونست چي دایې په شرق او غرب باندي د عزت او عفت پلورني دووم وار دی اعتراف وکړ چي د هیواد دعزت اونامو س دپلورني له برکته هره ورځ ۱۲ ملیارده ډالره تر لاسه کوي .

د اجیري ادارې د مشر امنیتي مشاور دمشرانو جرګې په استجواني غونډه کي وویل چي : اوس جګړې ته په کرایه راوستل شوو   اردو ، پولیسو او اربکیانو صف له ۳۵۲ زره تنو څخه جوړ دی چي په یو ه کال کي ۴۹۰۰ ملیونه ډالروته ضرورت لري . له دغو مصارفو څخه ۴۲۰۰ ملیون ډالر امريکا د وطن پلورني په بدل کي ورکوي او پاته ۷۰۰ نور یې هغه صلیبي هیوادونه ورکوي چي له کمونست اتمر څخه دهیواد په اخستنه کي کمه ونډه لري .

دا په دا سي حال کي ده چي د اجیرانو له لیکو څخه تښتیدلي یو شمیر عسکر وایي چي د عین او غین دګډ شرکت له تاسیس څخه راپه دېخوا یې معاشونه نه دي ورکړل شوي . د دوی په وینا برسیره په ټولنیزو پاڼو کي ګڼ تصویرونه څرګندوي چي مزدور عسکر د وښو خوړلو ته مجبور دي او له غلامي ادارې سره ددوی د مړولو   توان نشته. دمئ میاشت د بدخشان دهغي حادثې شاهده هم وه چي   دښمن په ظاهره دتیلو دنه لرلو په وجه لسګونه نقلیه وسايط تر شا پرېښو دل او وتښتېدو .

د جنګي اسیرا نو خلاصو ل :

څومره چي په ټول هیواد کي د عملیاتو لمن پرا خيږي او ورځ تر بلي زیاتيږي په همهغه اندازه داسلامي امارت له مجاهدینو سره د اجیري ادارې د اسیرو کارمندانو او نظامي پر سونل شمیر هم زیاتېږي او هغوی بیا په خپل وار له شرعي احکامو او دقضا له پریکړي سره سم د دغو اسیرانو په باره کي تصمیم نیسي .

اسلامي امارت کله ناکله داسي هم کوي چي د اسیرانو له ډلي هغه چي په خپلو کړنو توبه ګار شي او د اجیرانو په صف کي دبیا نه دریدلو کافي ضمانت ورکړي دخپل جهادي سیاست له مخي خوشي کړي . په دغه لړ کي د مئ په لومړۍ ، د جمعې په ورځ د اسلامي امارت مجاهدینو دکندوز په ولایت کي ۲۸ تنه هغه اربکیان چي دکور تیپې په جګړه کي یې نیولي وو ازاد کړل . ویل کيږي چي په دغه جګړه کي ټول ټال   ۵۵ تنه عسکر نیول شوي وو .

د دښمن په لیکو کي د مجاهدینو نفو ذ :

د دښمن په لیکو کي دمجاهدینو ځای پر ځای کید نه همهغسي دوام لري،  او د مئ په میاشت کي هم داخلي مزدورا ن څو ــ څو واره د نفوذي مجاهدینو تر برید لاند ي راغلي دي .

د دوشنبې په ورځ ، د مئ په ۲۵ مه دو ؤ نفوذي عسکرو دکند هارولایت د میوند ولسوالي   په یوه پوسته کي مو جود ۸ عسکر ووژل او پخپله دپېښي له ځایه په تيښته بر یالې شول .

تر دې وړاندي د مئ په ۲۳ مه هم یو نفوذي سړي دکند ز په ولایت کي   ۵ تنه اربکیان وو ژل او بیا یې د مجاهدينو لیکو ته ځان ورسا وه .

ملکي ز یا نو نه :

د بهرنیو اجیرانو او کورنیو مزدورانو له خوا   مملکي تلفات ، او   اولس ته د ازار ، شکنجې او تعذیب ورکولو لړۍ په دغه میاشت کي هم هغه ډول روانه وه . دسی شنبې په ورځ ، د مئ په ۱۵ مه د اجیري اردو له خوا تو غول شوي راکټ دفراه   ولایت په بالا بلوک ولسوالي کي یو ما شوم وواژه او دکورنۍ پاته غړي یې سخت ټپیان کړل .

په همدغه ورځ دلغمان په ولایت کي د ولایتي شورا د دوو وکیلانو تر منځ په نښته کي ۳ ملکي وګړي مړه او ۵ ټپیان شول . د دغي پېښي په سبا اشغالګرانو د پروان ولایت د بګرام په ولسوالي کي په لمونځ کوونکو نا تار ډزي وکړې او یو شمیر خلک یې ټپیان کړل . ویل کيږي چي دځینو حالت یې داندېښنې وړ دی.

ور پسې د مئ په ۱۰ مه دفراه ولایت یو وار بیا دملکي تلفاتو شاهد و .په دغه وار د داخلي مزدورانو طیارو د فراه رود په ولسوالي کي ملکي خلک په نښه کړل چي دهغو له جملې ۳ تنه شهیدان او ۷ تنه ټپیان شول .

دیکشنبې په ورځ ، دمئ په ۱۷ مه نیټه   دکندهار ولایت پو لیسو   یو ټکسي  چلوونکی په ډزو وواژه . په سبا   ، وروسته له هغه چي د وردګو ولایت په سید اباد ولسوالي کي د اشغالګرو ټانګونه په   خښو شوو ماینو نو وربرابر ، او ورکي سپرو دښمنانو ته درانه مرګونه او زیانونه واوښتل دوی   په   دغه   سیمه کي په بمبار د منطقې لسګو نه وګړي شهیدان او ټپیان کړل .

په دې اړه پوره او دقیق تفصیلات   کولای شئ د «ملکي تلفاتو» په پاڼه کي و ګورئ چي داسلامي امارت له خوا   خپرېږي .

د سیا ست په مید ا ن کي :

اسلامي امارت لِله الحمد نه یواځي په نظامي ډګر کي د پام وړ پر مختګونه لري ؛ بلکي په خپل   پراخ سیاسي فعالیت سره یې دښمن   د همېشنۍ اند ېښنې په رنځ اخته کړی دی .

دیکشنبې په ورځ ، د مئ په ۴ مه د پګواش کانا ډایي انجمن له خوا په قطر کي   د صلح او ثبات تر عنوان لاندي   یو دوه ورځني سیمینار جوړ شو چي داسلامي امارت سیاسي استازو هم ورکي ګډون درلود . که څه هم د دغه سیمینار اصلي مقصد معلوم نشو ؛  خو الله پاک د مجاهدینو په ګټه سیمینار ته د پای په ور کولو سره د دښمنانو فر یب نا کاره کړ . په دغه کنفرانس کي په بیلا بیل مو ضو عات وڅیړل شول چي په پای کي ډیرو هغو کسانو چي په تیرو کلونو کي يې له اسلامي امارت سره سخت مخالفت درلود د اسلامي امارت په حقانیت په پوهیدو ، هیواد ته له را ستنیدو سره سم په دغه حقانیت اعتراف وکړ .

ورپسې د اسلامي امارت یو سیاسي هیئت هم د سی شنبې   په ورځ ، دمئ په ۱۹ مه دخبرو لپاره د ایران هیواد ته سفر وکړ . دغه   سفر چي د اسلامي امارت او ایران هیواد تر منځ دنظر دتبادلې په موخه تر سره شوی وو   د اجیري ادارې او معامله ګرو ډلو د سختي اندېښنې سبب شو .

د با لمثل   معاملې خبر داری :

د کابل مز دوره اداره ، او د دوی غربي باداران له یوې خوا د قانون او بشري حقونو خبري کوي او له بلي خوا   بندیانو مجاهدینو ته په ډیر وحشیانه ډول تعذیبو نه ور کوي ، او کله یې دجنایت لاس دبندیانو تر قتل او په صحرائي محکمو کي تر محکمه کولو رسېږي .   د را پورونو له مخي د چهار شنبې   په ورځ ، د مئ په ۲۰ مه د غور ولایت د چار سدې ولسوالۍ مقاماتو شپږ تنه اسیر مجاهدين شهیدان کړل . په دې بر سېره د انتر نیټ په ګڼو پا ڼو د ا جیري ادارې د   افرادو هغه ویډیو هم لیدله کېږ ي چي په یو اسیر باندي نا تار ډ زي کوي او بیا اعتراف هم کوي چي   ۲۰۰ مرمۍ یې پرې ضربه کړې دي .

اسلامي امارت په   دې باره کي خپله ژ وره اندېښنه   څرګنده کړې او و یلي یې دي چي   : که دښمن له دغه ډول ناوړو او وحشي کړنو څخه لاس وانخلي ؛ نو اسلامي امارت   به هم په ورته عمل د دوی دغه وحشت ته ځواب ورکړي . چي په هغه صورت کي به بیا د بشري حقونو هیڅ دعوه لرونکی دشکایت حق ونه لري .

د مزدوري ادارې په وړ ا ندي د  اولس  نفرت او غبرګون :

د ملکي وګړو وژنه ، په ادارو کي له خلکو سره نا سم چلند او د اسلامي امارت له حقانیت سره د خلکو آشنایي د کورنیو مزدورانو او د هغوی د بهرنیو بادارانو په مقابل کي د اولس د کرکي او له هغوی څخه د لري والي باعث ګر زېدلی ، او خلک همیشه په دې لټه کي دي چي   د مزدوري ادارې   او د دوی دکړنو په وړاندي خپله کرکه او غبر ګون په یو نه ــ یو ډول په ډاګه کړي . په دغه لړ کي دچهار شنبې په ورځ ، د مئ په ۱۳ مه نیټه د غزني په اب بند ولسوالي کي د رندي خیلو قوم وروسته له هغه د اربکیانو په ضد ولسي پاڅون وکړ او هغه یې له خپلي سیمي وشړل چي   له ظلم ، شکنجو او چور چپاول څخه یې تر ستوني را غلل .

د مئ په ۲۵ مه نیټه دکندوز خلک هم دهلته مو جو دو وسله والو   د ناروا کړنو په عکس العمل کي د مظاهرو لپاره لارو کوڅو ته را ووتل   او له مزدو ري ادارې څخه يې خپله   نارضایتي او کرکه په ډا ګه کړه ،   دوی ویل چي : غیر مسئول وسله وال   د لوړو دولتي ار ګانونو په ملاتړ د دوی د کورونو په چو ر او چپاوول لاس پوري کوي .

د اسیرانو تبادله :

په مئ کي دهغو بندیانو تبادله هم وشوه چي دوست او دښمن دواړو یې د بې   ګناهۍ اعتراف وکړ . د دغي میاشتي په ۱۱ مه د دوشنبې په ورځ   دکابل مزدوره اداره   مجبوره شوه چي د ۱۹ نیو ل شوو هزاره ګانو په بدل کي ۲۸ زندانیان چي ټول یې ماشومان او ښځي وې ، خوشي کړي. د ادارې رئیس اشرف غني ومنله چي دا ټول ښځي او ماشو مان بې ګناه وو   . دګوډاګۍادارې په ټنډه د اعتراف دغه له عار او شرمه ډک دا غ په داسي حال کي لګېږي   چي د اسیرانود تبادلې تر وروستۍ شېبې پوري لا اشرف غني   په زندانونو کي د ماشومانو ، ښځو او بې ګناه خلکو له مو جود یته انکار کا وو .

اسلامي امارت پخوا هم بیا ــ بیا   د اجیري ادارې په زندانو نو   کي د سلګونو ماشو مانو ، ښځو او بې ګناه خلکو د شتون خبره کړې ده ؛ مګر دوی   او بادارانو يې نه ده منلې .

د هیوا د پلو ر ني له سنده یوه بله سرغړو نه :

د مشترکي اجيري ادارې لومړی کار له بادارانو سره د هیواد پلورني سند لاسلیکول و . په ظاهره د دغه سند په بنا یواځي ۹۸۰۰   امریکایانو ته دلته په ټاکلو اډو کي د پاته کيدلو حق حاصل   او دوی به د افغا ني اجیرانو له اجازې پرته هیڅ ډول عملیات نه کوي ؛ مګر په تېرو څو میاشتو کي بیچاره ولس د داسي لسګونو پېښو شاهد وو   چي ورکي اشغالګرانو په مستقیم ډول عملیات تر سره کړي ، بمو نه يې غور زولي ، بې   ګناه خلک یې په خپل سر نیولي ،   شکنجه کړي او وژلي دي .

دا دی د یکشنبې په ورځ ، د مئ په ۳ مه د دوی په وعده ماتولو کي یو بل ګام وړاندي والی هم څرګند شو   او   معلومه شوه چي د امریکایانو په پورتني شمیر بر سېره به  ۴۰۰۰۰ د بلک وا ټر   قرار داد یان هم په افغا نستان کي پاته کېږي چي وظیفه یې   تجسس   او بې وزلو افغانا نو ته شکنجې او تعذیبونه ور کول دي .

د هیواد پلورني د سند په اساس به   د امریکا په   ۹۸۰۰ عسکرو بر سیره   د نورو صلیبي اشغالګرو هیوادونو هم   ۲۲۰۰   عسکر په افغانستان کي پا ته وي .

د دښمن تبلیغا ت :

دښمن د خپل عادت له مخي په سیاسي او نظامي ډګر کي تر پرله پسې ماتي وروستو یو وار بیا د مجاهدینو په ضد خپلو دروغجنو تبلیغاتو ته زور ور کړ . دمئ په ۱۲ مه اشرف غني اعلان کړه چي د دوی ځوا کونو د باد غیس ولایت دجند ولسوالي چي څو ورځي له مخه طالبان نیولې وه بېرته   تر خپل واک لاندي را وستې ده ؛   مګر د ده تر وینا یوه ورځ وروستو مطبوعاتو په ولسوالي کي دطا لبانو د موجو دیت او د طا لبانو له لو ري د هغې د پوره کنترو ل خبرو نه ورکړل . په همدې ډول دښمن د مئ په ۹ مه نیټه ادعا وکړه چي د غزني ولایت د ناوې ولسوالي یې چي په تیرو ۹ کلونو کي دمجاهدين تر ټولو ښه نظامي او سراتېژیکه سیمه وه له طالبانو څخه داسي   پوره   نېو لې ده    چي د طا لبانو   به بیا پر دغه ولایت د عملیا تو هیڅ زور ونه رسېږي ؛ مګر درې ورځي ورو ستو يې وو یل چي : دناوې ولسوالي ځکه بیرته پريږ دي چي ساتل یې د دوی لپاره هیڅ ار زښت نه لري   .

صلحه !   خو د تو ري له نښان سره :

 

ا جیري ادارې وروسته له هغه چي له پر له پسې نا کامیو سره مخ شوه   له مجا هدینو سره روغي جوړي ته داما دګۍ اد عا وکړه ؛ مګر لږه مده نه وه تېره چي   اشرف غني له مجاهدينو سره د جګړې نوی خبر داری ورکړ . داپه دا سي حال کي ده چي وروستیو عملیا تو خصو صا هغه چي د شمال په ولایتو نو کي تر سره شول   دښمن دومره په انديښنه کي اچولی چي نور یې ذ هني توازن له لاسه وتلی ، او نه پو هیږي چي څه ډول   د داسي یوې ادارې په حیث چي په هیواد باندي د حکومت دارۍ   دعوه لري د خپلو خبرو تعادل په   نظر کي ونيسي .

د جا سو سۍ د نوو څیرو را څر ګند یدل :

د جهاد له پیله تر او سه د اجیري ادارې   او له دغي ادارې سره دتړاو لرونکو خلکو له خوا په   مجاهدينو با ندي د پردیو دمزدورا نو او جا سو سانو تور پوري کيدو ؛ ترڅو د خپل ځان په دوکه کي اچولو تر څنګ   د ملت په سترګو کي هم خاوري وا چوي . خو  د وخت په تیر ېدو ډاګیزه شو ه چي کومو کسان دغه تورونه لګول هغوی په خپله جاسو سان او دنورو غلا مان وو . دغي لړۍ له ډیره وخته دوام درلو د ؛ مګر په دې وروستیو کي چي د دوشنبې په ورځ ، د مئ په ۱۸ مه نیټه د کابل   اجیري ادارې د پا کستان له څار ګري ادارې سره   یوه تفا همنا مه امضاء کړه چي له مخي به یې   د تفاهمنا مې دواړه لوري د پټو معلوماتو تبادله کوي او د پاکستان د جاسوسۍ ا دار ه به د ا   فغانستان   دجاسو سۍ د ادارې مامورینو ته روزنه ورکوي ، دا خبره په ډاګه کړه چي د دولت کڼ شمیر لوړ پوړي چار واکي   او د امنیتي ادارو مامورین   د ګاونډي هیواد د څار ګري ادارې جا سو سان وه.

د غو نوو معاهدو ثا بته کړه چي   مزدور ه ا داره   د ۵۰ صلیبي   هیوادونو   تر څنګ د ګاونډي هیواد مز دوره او جا سوسه هم وه ؛ مګر په ډیره بې شر مي سره یې   دغه تو ر په   مجاهدينو پوري کا وو    او کلونه ــ کلونه یې ملت دوکه کړی او له دغه حقیقته لري ساتلی و.

د ا جیرانو ارزښت او د دوی د خد متو نو پایله :

د ا فغانستان له اشغال څخه وروستو ځینو ځان پلو رونکو   خپل ځان ، ایمان ، عزت ، او عفت د څو ډالرو په مقابل کي په اشغالګرانو خرڅ کړل   چي له دوی څخه یوه ډله یې   د ژ باړو نکو وه .   دوی تل   له اشغالګرانو سره د بیچاره ملت په شکنجه او تعذيب کي برخه لرله ؛  مګر د یر غلګرو له تيښتي ورو ستو دوی داسي د بې سر نوشتۍ په حال کي پاته شول چي د کړ یو ظلمو نو او وحشتو نو له و جي هره لحظه د لویو پېښو تر خطر لاندي دي .   خارجي   باداران یې   سره له دې چي   دوی ته   له ور پېښو خطرو   ښه خبر وو   حاصر نشول چي   دوي له   ځان سره خپلو هیوادو   ته و ليږ د وي .

په دغه لړ کي بالاخره د سی شنبې په ورځ ، د مئ په ۱۹ مه رسنیو خبر ورکړ چي د ډ نمارک یرغلګر هیواد   هغو ژباړو نکو ته له پناه ورکولو معذرت وغوښت چي کلو نه ــ کلونه یې   د جنګ په جبها تو کي له هغوی څخه استفاده   کوله ، او په دې سره یې څر ګنده کړه چي   دغه په کرایه   نیول شوي مز دوران ورته د هیڅ ارزښت   او قیمت وړ نه دي .

په د ېته ورته یو بل خبر کي چي   د مئ په میاشت کي رسنۍ پرې غږ ېدلې   راغلي دي چي د لو ېدیزو   کره منابعو د وینا په اساس هغه افغان عسکر چي په جګړو کي یې دبدن غړي له لاسه ورکړي   دشپې په تیاره کي   په کو څو یا د سړک په غاړه خیر ټولوي   ؛ مګر اجیره اداره بیا هم   د دوي خدمتو نو او د اندامو له لاسه ور کولو ته ار زښت نه ورکوي .

د نیویارک   ټائمز د را پور په اساس   د مز دوري اردو او پولیسو په    لیکو کي د معیو بینو شمیر کم تر کمه   ۱۳۰،۰۰۰   تنو ته رسیدلی   ، چي دهغو له جملې څخه ۴۰   زرو یې   د بدن یو نه ـــ یو غړی له لاسه ور کړی دی .

د د ښمن په لیکو کي ژور اختلافا ت :

د دوه سا رې ادا رې د دوو لوریو تر منځ   اختلا فات   اوج ته تر رسیدلو وروستو اوس   په تشنج او جګړو بدل شوي دي . د پنجشنبې په ورځ ، د مئ په ۲۱ مه   وروسته له هغه چي   مزدوري ادارې د نورو تر څنګ   دګاونډي هیواد د غلامۍ ځنځیر هم په علني ډول خپلي غاړي ته وا چاو د امنیت لوی رئیس له خپل مشاور سره   په فزیکي شخړه کي ښکېل او په یو او بل یې د لغتو او سوکانو ګذارونه   وکړل   . دپېښي   په سبا   د امنیت   مشاور په لوی رئیس تور ولګاوه چي   د ده دوژ لو هڅه يې کړې وه .

په دغه تفاهمنامه   تر موا فقت وروستو د شنبې په   ورځ ، دمئ په ۲۳ مه   د کابل چاپ   سر نوشت ورځپاڼي ولیکل چي   له کلونو را په دیخو ا د کابل د امنیت ادارې   د انتر نیت سیستم   له ګاونډي هیواد سره تړلې ادارې په واک  کي دی . په همدغه ورځ په ټګۍ   او برګۍ جوړي ولسي جرګې هم   دکا بل له ادارې و غو ښتل چي   د دغي توافقنا مې متن دي د تصويب لپاره دوی   ته وسپاري ؛   مګر د کا بل ادارې ورسره ونه منله .

په  نظامي ډګر کي هم   د دغي ادارې   د افرادو او ارګانو نو تر منځ   درانه اختلا فات   مو جود دي ، چي د بیلګي په ډول   د فاریاب ولایت د پښتو ن کوټ په ولسوالي کي د اربکیانو او پولیسو تر منځ   د مئ په ۲۵ مه شوې جګړه یاد ولای شو ، چي په نتیجه کي یې   له دواړو لوریو څخه ګڼ شمیر وسله وال مړه   او ټپیا ن شول .

Related posts