نوومبر 23, 2019

د اتل او نومیالي شهید ملا محمد فهیم ناظم ژوند ته کتنه

د اتل او نومیالي شهید ملا محمد فهیم ناظم ژوند ته کتنه

لیکوال: عاکف مهاجر

هغه مهال چې د هلمند څپې تازه په جوش راغلې وې او د هلمند سیند موجونه د غربي اشغالګرو او اجیرانو لپاره په شور وو د هیواد په تورو تیارو کې ځای ځای څو ستورو رڼا کوله چې یو هم له هغو څخه ملا محمد فهیم ناظم وو.

د اشغال درېیم کال وو طالبانو تازه خپل تیت او پرک لښکر بیا راټولولو لوګر کې وم لا مې د ژوند شپاړس پسرلی تیر شوي وو خو د جهاد میني مي په سینه کې بلې لمبې وهلې خبر شوم یو ملګری تازه له هلمند راغلی ماښام مي ملګري ته ځان راورسولو شپه تیره شوه بلا اوږدې کیسې مو سره وکړې سهار بیرته د کابل او بله شپه له کابل د هلمند په لور وخوځېدم درېیمه ورځ مو یو په ښایسته اخلاقو پوښلی خندنی ځوان ولید چې له عمره هم ډیر مشر نه ښکاریده په لومړي ځل یې داسي اخلاق راسره وکړل لکه د یو واقعي مجاهد سره چې ښایي، خو دا یوه ورځ نه وه درې میاشتې مو ورسره تیرې کړې هره ورځ یې له بلي ښه رویه کوله، خو کلونه وروسته خبر شوم چې هغه ګلاب ریژیدلی او نور  په دې  دنیا کې نشته بیا به یې هغه خندنۍ څېره نه وینو، دغه زلمی ملا محمد فهیم ناظم د هلمند اتل وو.

پیژندنه:

د جهاد او مبارزې اتل نومیالی غښتلی او پیاوړی مجاهد، د ثبات او استقامت غر، د وفا، صبر او ریښتینولۍ نمونه ملامحمد فهیم ناظم د شهید محبوب اکا زوی د هلمند کجکي اړوند په زمینداور کاریزنو کلي کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

زده کړه:

شهید ملا محمد فهیم ناظم لومړنۍ زده کړې د خپل کلي له ملا امام څخه وکړې وروسته یې د والد صیب شهید محبوب اکا د علم او علماء سره د بې کچې مینې له امله د هلمند لښکرګاه مفتاح العلوم مدرسې ته ولیږلو او هلته یې په زده کړو پیل وکړ چې وروسته د منځنیو زده کړو لپاره د هجرت دیار پاکستان د کویټې ښار ته لاړ او هلته یې په ګڼو مدارسو کې له مشهورو استاذانو څخه خپله علمي تنده خړوبه کړه.

شهید ملا محمد فهیم ناظم په طالبي دوره کې یو ممتاز او تکړه طالب وو په ذهانت او پوهه کې یې شهرت درلود چې له همدې امله به له هغه څخه د کښته کتابونو زده کړیالانو طالبانو پرې درسونه ویل.

هغه تقبله الله یو دینداره، متواضع، امین او صادق شخصیت وو.

مشهور استاذان د نوموړي شهید شیخ مولوي محمد عیسی  صاحب او شیخ مولوي عبدالهادي صاحب  وو.

جهاد او مبارزه:

کله چې امریکایي اشغالګرو په افغانستان حمله وکړه شهید ملا محمد فهیم ناظم له جهاد، سرښندنې، شهادت، ازادۍ او خپلواکۍ سره د مینې له امله د هغوی په وړاندې په هغه لومړیو کلونو کې په جهاد او مبارزه پیل وکړ.

شهید ملامحمد فهیم ناظم تقبله الله د اشغال په دوهم کال هغه مهال چې د غربي تاړاکګرو زور او رعب زیات وو طالبان لا نه وو منظم شوي د هلمند په زمینداور او ارزګان په دهراوت کې یې د خپلو ملګرو شهید ملا عبدالباري اخند، اسیر ملا عبدالنصیر اخند او نورو ملګرو سره یو ځای وخت ناوخت بریدونه کول چې همدا د غربي یرغلګرو په وړاندې د مبارزې سخت کلونه وو.

هغه تقبله الله ما لیکوال ته یوه ورځ کیسه کوله چې له جهاد او درس دواړو سره مې زیاته مینه وه دواړه راته عبادت او له اسلامي اړخه او مسلمانانو لپاره مهم بریښیدل چې همدې حیران کړی وم چې کوم یو انتخاب کړم خو د جهاد د زیات اهمیت له کبله راته هغه غوره ښکاریدلو خو بالاخره مې استخاره وکړه چې د شپې مې رسول اکرم ﷺ په خوب لیده او خوږه حلوا یې راته په  ورغوي کې واچوله چې ما هم ټوله وخوړله او له هغه وروسته مې په هغه صبا کتاب کت او جهاد ته مې ادامه ورکړه.

د نوموړي شهید د زیاتو اتلولیو له امله کله چې د افغانستان د اتلانو سرخیل او د کفري یرغلګرو قاتل او د سترګو خار شهید ملا دادالله اخند تقبله الله خپل پخواني قومندان شهید ملا بلبل قلندري تقبله الله څخه غوښتنه وکړه چې یو ځل بیا خپل ملګري راټول او د جهاد سنګر ته راودانګي هغه ورته دا شرط ولګولو چې باید شهید ملا محمد فهیم ناظم تقبله الله به له هراوت راولي او هغه به راسره همکار او ملګری وي چې د هغه په راتګ به وکولی شي جهادي چارې په ښه توګه پرمخ یوسي.

کارنامې:

د شهید ملا محمد فهیم ناظم کارنامې له شمار وتلې دی خو یو څو یې د بیلګې په توګه درته یادوم.

کله چې د امریکایي یرغلګرو رعب او دبدبه په لومړیو کې زیاته وه او خلکو یې پر وړاندې له هغوی سره جګړه له غره سره سر وهل بلل نوموړي شهید د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې پر امریکایي اشغال ګرو ځواکونو یې مخامخ حمله وکړه چې ګڼ شمیر امریکایانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

همدا راز یې د یو بریالي تکتیک او خپلې زیرکتیا له امله په یو خاص تکتیک د کابل پلچرخي د کرغیړن زندان څخه ۷ تنه مجاهدین بندیان چې یو پکې مهم طالب قومندان ملا نقیب اخند او ورور یې ملا غلام اخند هم وو ازاد کړل.

د نوموړي شهید په کارنامو کې د هلمند بغني ولسوالۍ فتحه یو بیسارې اتلولي بلل کیږي چې د کفارو له ټول زور سره یې د اشغال په څلورم کال د هغوی له تسلط څخه بشپړه ولسوالۍ ازاده کړه.

زخمیتوب:

شهید ملا محمد فهیم ناظم د زمینداور په کمربند کې له یوې سختې جګړې وروسته ټپي شو چې دښمن یې د نیولو هڅه وکړه خو نامراده دښمن په خپلو هڅو کې ناکام شو او هغه تقبله الله خپلو ملګرو د جګړې له میدان و ویستلو، چې پر دغه ورځ د جګړې په ډګر کې د څو تنو امریکایي عسکرو جسدونه هم پاته وو او ګڼ شمیر سامان الات یې هم غنیمت شول.

شهادت:

شهید ملا محمد فهیم ناظم د ۱۳۸۶ کال د جوزا میاشتې په ۲۶ نیټه د چهازشنبې پر شپه د یوې چاپې پرمهال د خپل پلار او یو ورور سره یوځای د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ په زمینداور کې په خپل کور کې د یوې چاپې پر مهال د شهادت جام نوش کړ.

د یادونې وړ دی چې د نوموړي شهید یو بل ورور هم د شهادت جام نوش کړی چې پدې توګه درې وروڼه او یو پلار یې شهیدان شوي دي او دا مهال یې پنځه وروڼه ژوندي دي چې ټول د اسلامي امارت په لیکو کې د یرغلګرو پر خلاف په وسلواله مبارزه کې برخوال دي.

Related posts