اپریل 03, 2020

په ایران کې د افغان مهاجرو د ستونزو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په ایران کې د افغان مهاجرو د ستونزو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

څرنګه چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د کرونا ناروغۍ په وجه د هغه هیواد وګړو ته زیانونه اوښتي او ورسره افغان مهاجر هم له بې شمیره مشکلاتو سره مخ شوي دي، اسلامي امارت د کرونا ناروغۍ له امله د ایران ولس ته د رسیدلو زیانونو په اړه د هغه هیواد له مشرتابه او ملت سره د زړه له کومې خواخوږي ښيي.
پدې حساس وخت کې د ایران د اسلامي جمهوریت ستونزې د درک وړ دي لاکن اسلامي اخوت او ایثار په اسلام کې یو اصل دی؛ نو د ایران د اسلامي جمهوریت له رهبرۍ څخه هیله لرو چې په هغه هیواد کې له افغان مهاجرو سره د ایراني ملت څخه جلا او متفاوت چلند ونشي، هغوی په زوره له هیواد څخه ونه شړل شي، په روغتیايي برخه کې هم پاملرنه ورته وشي او له هغوی سره د اسلامي اخوت په چوکاټ کې برخورد وشي.
په ایران کې د میشتو افغان مهاجرو سره د چلند په اړه د ځینو راپورونو له امله اسلامي امارت د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره خپله ژوره انديښنه شریکوي.
موږ په ایران کې په افغان مهاجرو باندې هم غږ کوو چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د هغه هیواد قوانینو او لارښونو ته جدي توجه وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت
۲۴/۷/۱۴۴۱هـ ق
۲۹/۱۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/3/19م

Related posts