اکتوبر 18, 2019

څوک تروریستان او څوک د خپلواکۍ مبارزین دي؟

څوک تروریستان او څوک د خپلواکۍ مبارزین دي؟

د اونۍ تبصره:
د نوي عصر او وروستیو پیړیو د پرمختګ یوه لویه لاسته راوړنه رسنۍ یا میډیا بلل کیږي. د دې اغیزناکې پدیدې له ایجاد او ظهور سره داسې تمه پیدا شوه چې له دې لارې به د انسانانو سالمه رهنمایي او د اذهانو تنویر رامنځته شي. د رښتیا او دروغو، حق او باطل، ملامت او سلامت تر منځ به تفکیک وشي او حقائق به خلکو ته د لمر په شان روښانه شي.
خو د تأسف ځای دی چې د رسنیو په نوم دغه اغیزناکه وسیله له پيله د نړۍ د سترو غاصبو ځواکونو لاس ته ولوېده. هغوی د دې په ځای چې رسنۍ د خلکو د پوهاوي او سالمې رهنمایي لپاره وکاروي. برعکس یې له دې لارې د خلکو ګمراه کول او د اذهانو مغشوشول پيل کړل. دوی هڅه پیل کړه چې د پدیدو په ناسم تعریف او تبلیغ سره له عامه ذهنیت څخه لار ورکه کړي او بیا له همدې عمومي ذهنیتي ګډوډۍ څخه ناسمه استفاده وکړي.
د بیلګې په توګه زموږ هیواد امریکایي ځواکونو اشغال کړی او په وړاندې یې زموږ مؤمن اولس مسلح جهاد کوي. امریکایي رسنیو د یرغل په لومړیو کلونو کې د امریکا یرغل ته ( د تلپاتې ازادۍ عملیاتو) نوم ورکړ او بهرني اشغالګر یې د افغانستان د ازادۍ مبارزین ګڼل. برعکس هغه افغان مجاهدین چې د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره یې مبارزه کوله په هغوی یې د تروریستانو نوم کیښود چې تر اوسه پورې رسنۍ همدغه اصطلاحات تبلیغوي.
که د واقعیت میدان ته راشو نو خبره برعکس ده، ځکه د نړیوال عرف له مخې تروریست هغه چا ته وایي چې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره په عامو خلکو کې ویره خپروي. همدا اوس موږ وینو چې بهرني یرغلګر او کورني ګوډاګیان یې د دې لپاره چې د جهادي پاڅون څپې کنترول کړي د خلکو ویرولو ته یې کار ویلی. هره شپه داسې وحشیانه عملیات ترسره کوي چې یوازینی غرض او مقصد یې ډار خپرول دي. خلک په ډیر فجیعانه شکل په شهادت رسوي. حتی د یوه کور څو څو کسان، کوچني ماشومان او زنانه په ډير ظالمانه ډول په شهادت رسوي. چې د دغسې ناموجهو اعمالو تر شا اصلي محرک د دوی هغه ویره اچوونکی فکر دی چې غواړي په داسې کړنو مجاهدین مرعوب کړي. خلاصه دا چې پر عام ولس دغسې ظالمانه بریدونه او ړانده عملیات د ترهګرۍ تر ټولو ملموس او واقعي مصداق دی.
بل طرف ته مجاهدین ځکه د خپلواکۍ مبارزین دي، چې پر هیواد یې بهرنیو تجاوزګرو برید کړی دی. کټ مټ لکه د اتلسمې، نولسمې او شلمې پیړۍ په استعماري دوره کې چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې خپلواکي غوښتونکي حرکتونه راپورته شول. د استعمارګرو پر ضد یې مبارزې پیل کړې، ډیر هیوادونه د همدې خوځښتونو په نتیجه کې تر استقلال ګټلو ورسیدل چې اوس هماغه د خپلواکۍ مبارزین چې د خپل عصر استعمارګرو به باغیان یا ترهګر بلل، د خپلو اولسونو لپاره ملي اتلان دي.
د افغانستان اسلامي امارت په دې باور دی چې زموږ مبارزه لکه څنګه چې په دیني لحاظ فرض عین جهاد دی، د نړیوال عرف له مخې هم یوه تر ټولو شرافتمندانه مبارزه ده. د اسلامي امارت مجاهدین ترهګر نه بلکې برحق مجاهدین او د خپلواکۍ ګټلو اتلان دي. دا حقیقت به د اوس لپاره د دښمن د تبلیغاتو تر غبار لاندې وي خو تاریخ به دا حقیقت را برسیره کړي او راتلونکی نسلونه به د اسلامي امارت په مجاهدینو داسې ویاړي لکه د انګلیس پر خلاف د جهاد اتلان چې هیواد یې له یوه خونړي ښکیلاکه ژغورلی و.

Related posts