اپریل 03, 2020

د  شهيد قاري نظر ګل (صادق) رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه

د  شهيد قاري نظر ګل (صادق) رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه

لیکوال : حماس پرواني

ژوند که هر څومره ډیر وي او یا کم وي لوي خدای جل جلاله یې چاته ورکړي هغه ډیر لوي او دروند امانت وي، دنیا ته انسان راتلل نعمت دی بلې خوا ورسره ازموینې، سختۍ، مشقتونه او هر ډول خوږې او ترخې ورسره وي خو که چیرته خپل دغه خوږ او امانت ژوند چا د خپل دین او اسلام په فکر، نفاذ، جهادونو او نورو دیني فعالیتونو کې تیر کړ دا بیا د هغه د بریالیتوب او نیمکرغۍ سبب کیدایشي چې الله جل جلاله به يې په راتلونکي رښتونې زنده ګۍ کې پرې خپل دغه نیک بنده نازوي دغه امانت او فلسفه يې په دې نړۍ کې په ټاکلې نېټه له سپارلوسره سم پای ته رسيږي او بيا نه تکراريږي.
شهيد قاري صاحب نظر ګل صادق رحمه الله یقینا چې صادق و هغه د همت، استقامت، ایثار، شجاعت، وفادارۍ او اسلامي امارت سره د ژمنتیا لوی غر و.
نوموړي په خپل نیم ځان د امریکايې یرغل ټول کلونه په عملي ډول سنګر کې تیر کړل، شهید قاري صاحب په خپلو ملګرو کې خورا لوړ ځای درلود، خپلو د صف ملګرو سره به يې نهایت ډیر اخلاص شفقت او همدردي درلودله.
شهيد قاري نظر ګل صادق رحمه الله هم د يو مجاهد په توګه له پوره برياليتوب سره د ژوند دغه دروند امانت ترټاکلې مودې په مخ يو وړ او د شهادت په ترلاسه کولو يې بيرته خپل څښتن تعالی ته وسپاره، الله جل جلاله دې دغه دائمي ژوند ورته ښایسته او د عقبی له نیمکرغیو ډک کړي. زوکړه شهید قاري صاحب نظرګل (صادق) رحمه الله د دلاور خان زوی، دپاچا میر خان لمسی په لوي قوم کې احمدزئ په ۱۳۵۴هجري لمریز کال کې دپروان ولايت د کوه صافي ولسوالۍ د احمدزیو په کلي کې په یوه دینداره کورنۍ کې سترګې فاني دنيا ته لوڅې کړې.
زده کړې:

شهید قاري صاحب نظرګل (صادق) خپلې لومړنۍ زده کړې د هجرت په ټاټوبي پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت د صوابۍ د برکي په کیمپ کې پيل کړې چې د عصري زدکړو ترڅنګ يې دیني زده کړې هم کولې، عصري زده کړې يې په ۱۳۶۴ هـ ش کال کې پیل کړې ترلسم ټولګي پورې په همدې کیمپ کې د کمیشنرۍ ښونځي کې چې د کمشنرۍ ښونځي په نوم یادیده ورسولې او په سیمه یزو مدرسو او د مسجد په کلیوالي حلقو کې يې دیني زده کړی هم تر شپږمې درجې پورې وویلې، د ديني او عصري زده کړو تر څنګ یې په همدې موده کې د قرآن کریم شپاړس سپارې هم یادې کړې او بیا پاتې دولسم ټولګی يې د ننګرهار ولایت مرکزي لیسې کې بشپړ کړ او له دولسم ټولګي څخه يې په ۱۳۷۴ هـ ش کال د فراغت ویاړ هم په همدې لېسه کې ترلاسه کړ.
په دغه وخت کې د اسلامي امارت غورځنګ پیل شوی وو چې دی له دولسم ټولګي څخه فارغ شو ی و شهیدقاری صاحب نظرګل (صادق) رحمه الله چې د ننګرهار د مرکزي لېسې څخه نوی فارغ شوی و په همدې ۱۳۷۴ هـ ش کال سم دستي ولاړ او د دغه سپیڅلي غورځنګ له بهیر سره په میدان ښار کې یو ځای شو او د شهید ملا مشر رحمه الله تر مشرۍ لاندې یې د شر او فساد د وسله والو عناصرو په وړاندې یې خپله مبارزه پيل کړه.
له یو څه مودې وروسته چې بېرته د کور په لوري روان و په پغمان ولسوالۍ ک دسیاف ملیشو له لوري ونیول شو درې میاشتې هلته اسیر پاتې شو دوی ورسره کوم ښکاره ثبوت پیدا نکړ بالاخره بیرته يې خوشې کړ.
بیا د اسلامي امارت تر سقوط پورې په مهمو او لوړوپوستونو کې په جهادي فعالیتونو بوخت و چې من جمله د یو څو هغو فعالیتونو او غټو خدمتونو یادونه کوو چې دوی د خپلې مبارزې په وخت کې يې پکې مسئولیتونه اداء کړي کړي :
د کابل له فتحې څخه وروسته دکابل ولايت د شکر درې ولسوالۍ په لومړۍ کرښه کې یې د نظامي محاذ مسؤلیت په غاړه و، بیا چې کله خطونه وړاندې ولاړ شمالي سیمې فتحه شوې د بګرام د دوسرکې اړوند د ماشین آب په سیمه کې يې هم خپل محاذ ځای پرځای کړی و او مسئولیت یې هم خپل پر غاړه و، همداراز بیا ترپايه په لومړیو کرښو کې په ګرمو سنګرونو او سختو جنګي او نظامي حالاتو کې په سپېڅلې مبارزه پاتې شو.
د امریکايې یرغل په لومړیو د سقوط په مهال يې د باګرام ولسوالۍ اړوند دقلعه نصرو په سيمه کې د ځمکني ماين په چاودنه کې ټپي شو د ټپي کيدو په وخت کې يې خپله چپه پښه له لاسه ورکړه او دسقوط تر شیبو پورې په کابل کې د سردار محمد داود خان یا (څلور سوه بستریز ) روغتون کې په بستر کې له درملنې لاندې و .
داسلامي امارت دسقوط څخه وروسته شهید قاري صاحب نظرګل صادق، ګاونډي هیواد د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت د (وچ نهر) یا دشمشتو کمپ ته هجرت وکړ د وخت څخه يې په ګټې اخيستو يې په شمشتو کیمپ کې د مرحوم شیخ محمود شاه تیلوي صاحب څخه د نبوي حدیثو دوره ترسره کړه.
او همدا رنګه يې په همدې جریان کې د خپل جهادي مبارزې په نه ستړې کېدونکې بهیر کې په بیلا بیلو پوستونو او مسئولیتونو کې خپل خدمتونه ترسره کړل.
یوې خوا چې قاری صاحب سره د اسلامي امارت د مشرانو پوخ ملاتړ و د نوموړي اخلاص او وفادارۍ هغوي نمایانې وې بشپړ اعتماد يې پرې درلود نو د لزوم له مخې یې مختلف او مهم مسئولیتونه ورپه غاړه کړل او په ښه امانت دارۍ اودیانت دارۍ یې ترسره کړل.
لومړی: شهید قاري صاحب (۳) درې کاله دپروان ولايت لپاره مرستيال پاتې شو.
دویم : شهيد قاري صاحب (۷) کاله د پروان ولايت د نظامي کمېسیون د مسئول په توګه خدمت ترسره کړ.
دریم : یو کال د پروان ولایت د معاون په حیث دنده لرله.
څلورم: تېرکال ورته د مشرانو د په هغوی باندې د قوي اعتماد په برخه کې د کاپیسا ولایت د نظامي کمیسیون د مسئول په حیث وټاکل شو چې بالاخره د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې په (۲) مه نېټه چې د ۱۳۹۸ هجري شمسي د (د لیندۍ) یا د قوس د میاشتې له (۸) مې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د نوامبر د میاشتې ۲۹ مې نیټې سره سمون خوري د جمعې مبارکې په شپه (۷) بجې وې چې د امریکایي ښکېلاکګرو د ډرون یا بې پیلوټې په برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید.
نحسبه کذالک والله حسیبه
إنا لله وإنا إليه راجعون

Related posts