اپریل 03, 2020

د شهيد مفتي عبدالوكيل ايوبي تقبله الله ژوند ته کتنه

د شهيد مفتي عبدالوكيل ايوبي تقبله الله ژوند ته کتنه

ليکوال : ثناءالله معصوم

 رښتیا یې ویلي چې: “مېړني مري خو! تاريخ يې نه ! “، مېړانه د تاريخ د باب هغه شفق او سُرخي ده چې په تېر‌ كې يې تر شا ډیر داستانونه پرې ايښي دي او له پېړيو راهيسي مېړنيو دغه سُرخي د خپلو وينو په رنگ تازه ساتلې ده، د مېړاني تاريخ يې د راتلونكو نسلونو اذهان او افكار د غلامۍ له تیارو ژغورلی شي خو چې د هغوی پر پله يې گام كېښود.

همدا لامل به وي چې د افغانستان خاورې، هوا او اوبو رالوی كړي رښتوني افغانان د مېړانې او ننگ د ښوونې او روزني اړتيا نلري، بلكې هغه د يوې انرژۍ په توگه د مور له شېدو اخلي، له زېږ ېدو سره سم پرې تر دوو كلونو تغذيه كېږي، ورسره مو تېرو پرگنو دلته د اوږدو استعمارونو او امپراطوريو پر نړولو راته د مېړانې او ننگ تاريخ جوړ كړی، په دې ډول اوس موږ عقېده يو چې كوم ملت د خپلو مېړنيو اسلافو تاريخ تعقيب كړي هيڅ زور او زورور يې خاوره نشي اشغالولی.

دلته د يوې ستړې جهادي ساه او ستومانه مجاهد وجود پر ژوند غږېږو، هو! مفتي عبدالوكيل ايوبي صاحب تقبله الله چې له الله تعالی سره كړې وعده پوره كړه او اوس زموږ ترمنځ نشته.

پیژندنه:

شهيد مفتي عبدالوكیل ايوبي تقبله الله د الحاج مولوي محمداكبر زوی د مرحوم حاجي امیرالدین لمسي پر۱۳۵۷ھ ش كال چې له۱۹۷۸زېږديز كال سره برابر وه د لوگر ولايت ازرې ولسوالۍ د جانخیلو كلي په يوه دينداره، علمي او جهادي كورنۍ كې نړۍ ته سترگې وغړولې، پرهمدې كال چې تازه مو پر هېواد شوروي يرغل كړی وه كورنۍ يې د هجرت په لړ كې د گاونډي هېواد د پېښور بډهـ بېر سيمې ته گډواله شوه .

علمي بهير:

 شهيد مفتي عبدالوكيل ايوبي صاحب تقبله الله لومړنۍ عصري زدكړي تر نهم ټولگي د كډوالو پنډغالي په يو مكتب كې تر سره كړې، دېني زدكړې يې لومړی له خپل والد صاحب څخه پیل او بيايې د پیښور په بیلابېلو مدرسو كې ترلاسه كړې چې درېيمه درجه او د څلورمې درجې ځيني كتابونه يې د پېښور خيبربازار په دارالعلوم سرحد كې ولوستل او نور يې د اسلامي امارت له سقوط وروسته د پېښور باغبانانو په نور المدارس مدرسه كې وويل، پاتې فنون يې هم د پېښور په جامعه زبېريه كې له شیخ عبدالغني صاحب او قاضي محمدامين صاحب سره سرته رسولي وه.

پر2004زېږديز كال يې د پېښور نمكمنډۍ په مركزي دارالقراء كې وړه دوره له مرحوم شیخ الحدیث سراج الدین رحمه الله څخه وكړه او پر2005زېږديز كال يې د پېښور صدر په جامعه امداد العلوم كې د حدیثو (لويه) دوره له نامتو محدث شیخ الحديث شهید حسن جان مدني رحمه الله څخه وكړه او همدلته يې د ممتاز سند په ترلاسه كولو د فضیلت  پگړۍ وتړله.

ورپسې يې پر۲۰۰۶زېږديز كال د آسيا دوهمي سترې علمي يونيورسټي (دارالعلوم حقانيه اكوړه خټك) كې د دوه كلن نصاب فقهي تخصص (تخصص في الفقه) لپاره داخله وكړه او پر۲۰۰۸كال يې د فقهي سند تر لاسه كړ، له هغه وروسته يې د بډهـ بېر سيمې په جامعه عمريه مدرسه كې څه موده  د دوهمې او درېيمې درجې كتابونه تدريس كړل او زيات ورته جهادي چارو پرېنښود، نوموړي په تصوف كې هم له مشهور بزرگ، ولي كامل حضرت مولانا عبدالسلام “پیرسباق” باباجي صاحب  رحمه الله  څخه لاس نېوی كړی و.

مفتي صاحب تقبله الله چې د لوړ علمي ذوق څښتن و جهادي چارو كې له بوختيا سربېره يې ليکنو ته هم پوره پاملرنه درلوده او له تورې سره يې د قلم نېزه تېره ساتلې وه، نوموړي د تخصص پر مهال د گڼو فقهي پوښتنو د ځوابولو ورهاخوا پراخي علمي څېړني هم وكړې چې دوه كلن نصاب فقهي تخصص يې پرې څه كم دريو كلونو ته وغځېد او په دې موده كې يې د (فقه العباد، البشارة علي مسنونية الاشارة، مروجه قضاء عمري) او (د ټوپۍ/خولۍ احكام د شريعت په رڼا كې) څلور اثار وليكل چې چاپ شوي هم دي، لومړی اثر يې د جهاد پر موضوع  او دوهم د مسبحه گوتې پورته كولو پر موضوع غوره ليكنې دي.

جهاد او مسئوليتونه: شهيد مفتي عبدالوكيل ايوبي تقبله الله  د هېواد له اصيلو، تاندفكره او ويښ ضميره ځوانانو څخه و، هغه له وړوكتوبه له جهادي ولولې سرشاره او د يو داسي وخت په انتظار و چې پكي ځان عملاً د جگړې په ډگر و ويني، همغه و چې دغه تنكی زلمكی طالب چې عمر يې د۱۸او۱۹كلونو ترمنځ و پر۱۹۹۷زېږديز كال د هجرت له ټاټوبي هېواد ته راستون او دلته د شته شر او فساد پر وړاندې له اسلامي امارت سره يوځای شو.

نوموړي په لومړيو كې د فرد په حيث جهاد کې برخه لرله، وروسته له كم عمرۍ سربېره څه موده په نظامي خطونو او استخباراتو کې پر دندو هم پاتې شو، د۱۹۹۹زېږديز كال په وروستيو كې د شمال تخار ولايت خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په جگړه كې اسیر شو او بيا (۹) میاشتې وروسته ازاد شو او د هجرت ټاټوبي كې يې خپلو زدكړو ته دوام ور كړ.

د صليبي يرغل او د اسلامي امارت د عقب نشیني د مهال شرائط خورا سخت و چې ځيني مجاهدين شهيدان، زخميان او د دښمن پر لاس اسيران شول، ځېنو پاتې نېمگړو زدكړو ته مخه کړه، ځيني نورو د مشرانو تر نوي أمر پوري انتظار وكړ او يواځي يوې برخې له مادي وسلو او وسېلو پر تش لاس خو پر ايماني زور او ځواك مجهزو ځوانانو د اشغال له لومړۍ ورځي ورته سنگر ونېو، يواځې همدا ايمان و چې پرې هغوی د جگړې پر ډگر لوبېدل.

له دوی څخه يو هم د لوگر غيرتمنې او جهاد پالې غېږي شهيد مفتي عبدالوكيل ايوبي تقبله الله و چې د اشغال پر وړاندې يې د مېړانې كمربند تر ملا وتاړه او د نوي جهادي بهير له پيله يې د سيمې له مجاهدېنو سره پر همغږۍ هلې ځلې پيل كړې، هغه مهال چې د امكاناتو په تناسب خال خال چريك بريدونه د لومړنيو عملياتو او نوې جگړې د پيل په توگه كېدل، نوموړي د سبقونو ترڅنگ له اختريزو، كلنيو او ځيني نورو رخصتيو په گټه اخيستنه وركي فعال سهم درلود.

وروسته چې د مجاهدېنو جگړه ايز امكانات پراخ شول عمليات ورځ تربلي گړندي كېدل او بڼه يې بدلوله، شهيد مفتي صاحب تقبله الله هم پر ولسواليو، بېزونو او مراكزو باندې تعرضونو، د دښمن پر گزمو، پلي او موټريزو كتارونو بريدونو، د لاري غاړي ماينونو، لويو وړو تكتيكي چاودنو او له دښمن سره مخامخ نښتو او كمينونو په بڼه پر خورا برياليتوب گڼ عملياتي فعاليتونه ترسره كړل او ډېري قربانۍ يې وركړې چې دلته يې راوړل او ترې يادونه گران دي.

مفتي صاحب تقبله الله د جهاد په لاره كې ډېري سړې تودې هم گاللې وې، لکه د تخار خواجه بهاءالدين ولسوالۍ كې د اسارت يادونه مو يې وكړه، دغه راز پر۲۰۱۶زېږديز كال د لوگر حصارك ولسوالۍ په عملياتو كې چې د هغه په مشرۍ ترسره شول پر سر او اوږه زخمي شو، درې ځله د ازرې ولسوالۍ منگل سيمه كې دښمن پرې چاپه و وهله چې هغه ترې روغ ووت، د عملياتو، جهادي سفرونو، كمېنونو او… پر مهال يې لوړو خطرونو، ستړو ستومانيو او سترو ستونزو ته ځان ور كړی و.

د نوموړي قربانيو، لوړي جگړه ايزي وړتيا او تجربې ته پر كتو پر۲۰۱۱زېږديز كال د سيمه ايزو مجاهدېنو يوه ډلگۍ ور وسپارله شوه چې تر شهادته يې مشري ور له غاړي وه، له دې پرته يې د اسلامي امارت په تشكېلاتو كې د منځنۍ رتبې دندې هم ترسره كړې دي چې پر۲۰۱۲زېږديز كال د ازرې ولسوالۍ پر استازيتوب د نظامي كمېسيون د غړي په حيث، پر۲۰۱۳زېږديز كال د همدې ولسوالۍ د نظامي مسئول معاون په توگه، پر۲۰۱۴زېږديز كال د محمدآغې ولسوالۍ نظامي مسئول، پر۲۰۱۶زېږديز د لوگر ولايتي كمېسيون غړي په حيث دنده ترسره كړه.

پر2017زېږديز كال د ننگرهار ولايت بټي كوټ ولسوالۍ نظامي مسئول او ورسره پر يو مهال د همدې ولايت چپرهار ولسوالۍ د نظامي خط مسئول وټاكل شو، پر201۸زېږديز كال د ازرې ولسوالۍ نظامي مسئول، پر2019زېږديز كال د اسلامي امارت مشر تابه لخوا د (كنړ، ننگرهار، لغمان، نورستان) څلورو ولايتونو د حلقې غړی او ورسره هممهاله د كنړ ولايت د خوارجو (داعشيانو) پر وړاندې د نظامي خط (محاذ) مسئول په حيث وټاكل شو او هم د كاپېسا ولايت  د معاون دنده ور له غاړي شوه، نوموړي ټوله موده خپلي دندې پر بشپړ اخلاص او برياليتوب سرته رسولې.

شخصيت:

شهيد مفتي عبدالوكيل أيوبي تقبله الله د جذابي او خندنۍ څېري، غښتلو مټو، صلب وجود او د نگ ځوان وو، نوموړی د ژوري پوهي، پیاوړي منطق او استدلال پر بنسټ غوره داعي او بلونكی او په دريځ او پلان كې نه ماتېدونكی شخص و، د هېواد د ازادۍ او دلته د اسلامي نظام حاكمیت په لاره كې له هیڅ ډول قربانۍ او فداكارۍ څخه مخ نه گرځاوه، هغه پر يو وخت هم د سنگر، هم د قلم او هم د ممبر سړی وه.

مفتي صاحب تقبله الله د لوړ جهادي فكر، ويښ ضمير او تاند عزم څښتن او خپلو دندو ته ژمن مشر و، له ټينگ هوډ او لوړ همت سره يې د ژوند كابو دوه برخي په جهاد او مبارزه كې تېري كړې، هغه چې د اسلامي امارت په ليكو كې د مجاهدېنو د منځني پوړ له مشرانو گڼل كېده تقريباً ټولي هغه ځانگړني يې لرلې چې د جگړې د ډگر يو بريالی او برلاسی قوماندان يې بايد ولري، تقوا، متانت، لوړه حوصله، غښتلی أميد، د خپلو چارو پر ښو پايلو ټينگ باور، توكل، اخلاص و… يې ترې نه بېلېدونكي مواصفات و.

په جهادي چارو كې هر اړخيزه كره تجربه، غوره اعداد او استعداد، د عملياتو په پلان او د پلان پر تطبيق كې مهارت چې له أمله يې فعاليتونه له لاسته راوړنو ډك و د لوی زړه دغه مشر له ځانگړنو څخه و، مشرانو، اصولو او لائحو ته يې بشپړ احترام او التزام درلود او ترې د هيڅ تخلف تمه يې نه كېده.

نوموړی له دې سره سره متواضعه او انكساري تبه لرله، د خپلو ملگرو خدمت به يې كاوه او پر هغو يې ځان لوړ نه شمېره، د ملگرو ترمنځ د يو فرد په څېر به په عادي موډ كې و، مېلمه پالنه، درنښت، له ملگرو او ولسي وگړو او نورو سره يې همدردي او غوره چلند هغه څه و چې پرې د خلكو زړونه يې خپل كړي او هغوی يې پرځان را ټول كړي ول.

مولوي عبدالله حسیني “مختار” صاحب حفظه الله وايي: مفتي صاحب تقبله الله د اسلامي امارت يو مخلص خادم او د مشرانو د أمر منونكی قوماندان و، په جهاد كې يې ستري قربانۍ ور کړې او ډېرې ستړې ستومانۍ يې گاللې، په دې لړ كې يې د داعشي فتنه گرو پر وړاندې جگړې له دريو محاذونو د يوه محاذ مشري كوله او د كنړ په لوړو غرونو كې د يادې فتنې پر وړاندې يې په ډېره مېړانه او بهادرۍ او د ډېرو ستړو ستومانيو، ستونزو او سختيو په گاللو خپل مسئولیت په خورا ښه توګه سر ته ورساوه.

مولوي علي محمد معتصم صاحب حفظه الله  وايي: مفتي صاحب عبدالوكیل ايوبي تقبله الله  يو عادي ديني عالم نه، بلكې خاوند د تصنیف او تأليف، په درسگاه كې يو غوره اُستاد او مدرس، په ممبر باندې ښه مقرر، په مجالسو كې د قاطع نظر او رسا رايې خاوند هم و او په سنگر كې بيا الله تعالی د برلاسي قمندان او ښې رهبرۍ د مورال حيثیت  وركړی و.

زما پر اند مفتي صاحب تقبله الله د خپل شجاعت، بهادرۍ او متانت پر مټ ځيني بې ساري تحولات راوستل چې د هغه د جهادي بصيرت، ژور فكر او له اسلامي امارت سره د بشپړي وفادارۍ ښكارندوی دي، پر 201۳ زېږديز كال شهيد مفتي صاحب تقبله الله پر داسي مهال د ازرې د ولسوالۍ معاون وټاكل شو چې هلته د شر او فساد پاتې شونو ملوك الطوائفي حاكمیت و او له شخصي گټو پرته يې هيڅ قانون نه پېژاند نه ورته ژمن و، شهيد مفتي صاحب د ملگرو په ملتیا خورا زیاتې خوارۍ وكړې، دا هرڅه يې محو کړل او د ازرې ولسوالۍ په سردرو يې سپین بیرغ رپاند كړ.

پر 2014زېږديز كال د یهودو او صلیبیانو د پروژې په توگه مفسدو خوارجو د ننگرهار له ولايت څخه سر راپورته كړ، پر وړاندې يې د ځانگړو قطعاتو مسئوليت مولوي عبدالله حسیني حفظه الله ته ور له غاړي شو، نوموړي ټول ولايت په دريو محاذونو و وېشه او شهيد مفتي صاحب يې د خوگياڼو د سمت محاذ مسئول وټاكه، هغه د خپل بريالي پلان له مخې پر خوارجو له دريو لوريو تندریز بريدونه پيل كړل او له ټولو وړاندې يې اړونده ساحه له داعشيانو پاكه كړه او دا هغه مهال د داعش پروړاندې د تحول پيل و.

پر۲۰۱۸زېږديز كال د اسلامي امارت په تشكیلاتو كې د ختيځې حلقې غړی او بیا ورسته د كاپېسا ولايت د مرستیال دنده هم ور له غاړي شوه، ورسره پر يو مهال د كنړ ولايت د خوارجو په مقابل كې د نظامي خط مسئول تعین شو او د شپږو میاشتو په اوږدو كې الله  خورا پراخ فتوحات ورته نصیب كړل او په همدې سلسله کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید. تقبله الله

شهادت:

د اچې شهيد مفتي ايوبي صاحب تقبله الله د جگړې د ميدان سړی و او بل ځای ډېر نه موندل كېده، كه څه هم دښمن ته زيات مطلوب و، خو بيا يې هم د جگړې له ميدان او بيا هلته د جگړې لومړۍ كرښې پرته چېرته ونه موند، همغه و چې په كنړ كې شپږ میاشتي او درې ورځي تشكيل تېرولو وروسته په داسي حال كې چې د جگړې په لومړۍ كرښه كې يې قرار درلود د۱۳۹۸هـ ش كال مېزان مياشتې ۲۳ مه او۱۴۴۱هـ ق كال صفرالمظفر د میاشتې پر۱۶مه چې د2019زېږديز كال اكتوبر میاشتې له15مې نېټې سره برابره وه،  د كنړ ولايت ماڼوگۍ ولسوالۍ په غریزه نومې سيمه كې د دښمن له لوري په نښه او د شهادت لوړ مقام ته ورسید…انالله واناالیه راجعون، نوموړي تر شا والدين، د دوه زامنو په گډون پېنځه اولادونه، يوه تور سرې او د مجاهدېنو ډلگۍ پرېښوده، اروا يې ښاده او یاد يې تل تر تله اوسه.

Related posts