اګست 25, 2019

لغمان: قرغه يي کې ۲ ډاکتران له اختطاف ګرو وژغورل شو

لغمان: قرغه يي کې ۲ ډاکتران له اختطاف ګرو وژغورل شو

پرون مازدیګر ۴ بجې شاوخوا د لغمان قرغیو ولسوالي امبیړ سیمه کې اختطافګرو ډاکټر ملک جبارخیل او میرمنې ته یې ( چې نسایي ډاکتره ده) لاره نیولې وه ترڅو دوی وتښتوي، خو د اسلامي امارت د استخباراتي ارګان مسؤلینو یې فلان کشف او سیمې ده مجاهدین ولېږل. هلته له رسیدو سره سم د مجاهدینو او اختطافګرو تر منځ نښته وشوه، چې په ترڅ کې یې دواړه ډاکتران له تښتولو وژغورل شول. د راپور له مخې ډاکتر ملک جبارخیل د اختطافګرو په ډزو لګېدلی، خو ټپونه یې ژور نه دي.

2019/7/17

Related posts