اپریل 06, 2020

د هيواد په زندانونو کې د کورونا وایروس څخه د مخنیوي په خاطر د بندیانو کمیسون اعلامیه

د هيواد په زندانونو کې د کورونا وایروس څخه د مخنیوي په خاطر د بندیانو کمیسون اعلامیه

دا چې د کورونا وایروس په نړيواله سطحه د وبأ په توګه عامه شوي ده او افغانستان ته هم رسیدلې، د هر مسلمان افغان، دنده ده چې د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې خپل مسؤولیت درک او ادأ کړي.
د کابل ادارې تر واک لاندي محبسونو کې چیري چې د نظافت او صحت اسانتیاوي په نشت حساب دي او تر اندازې زیات بندیان په کښي ساتل کیږي، تر ټولو د جدي اندېښنې وړ ګواښ متوجه دى.
اسلامي امارت چې په دې اړه جدي انديښنه لري، لومړى پر بندیانو غږ کوي چې د دغه خطرناک وایروس څخه د ځان ساتنې لپاره د حفظ الصحة شرائط مراعات کړي او د مخنیوي لپاره یې وقایوي تدابیر چې له مختلفو لارو خپاره شوي په جدي توګه په پام کې ونیسي.
د نړیوالو حقوقي او روغتيايي سازمانونو او خيريه بنسټونو څخه هم غوښتنه کوي چې د افغانستان محابسو ته جدي او ځانګړې پاملرنه وکړي، په دې ارتباط اړونده ادارو ته لازمي سپارښتنې او مرستې ورسوي.
د یادونې وړ ده چې د کابل ادارې تر واک لاندي زندانونو کې شاوخوا څلويښت زره بندیان ساتل کیږي چې عادي ساري ناروغۍ هم په کښي په اسانۍ سره خپریږي، الله مه کړه، که د کورونا ناروغي ور ورسیده، يو لوۍ ناورین به را مينځته شي، چې په هغه صورت کې به يې مسئولیت د کابل ادارې او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته ور له غاړې وي.

د اسلامي امارت د بندیانوچاروکمیسيون
۲۰/۷/۱۴۴۱هـ ق
۲۵/۱۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/3/15م

Related posts