دسمبر 07, 2019

ديوشمير ولايتونو جهادي او علمي شخصیتونو له اسلامي امارت سره بيعتونه وکړل

ديوشمير ولايتونو جهادي او علمي شخصیتونو له اسلامي امارت سره بيعتونه وکړل

ددعوت ارشادجلب اوجذب کمیسون دشمال ختیځي حوزي دمسولینو په هلو ځلو او تشویق دهیواد دګڼو ولايتونو یو شمیر پخوانیو جهادي شخصيتونو او مخورو قومندانانو دیوې جوړي شوي غونډي په ترڅ کې له اسلامي امارت سره خپل بيعتونه اعلان او دوفاداری ژمني په ډاکه کړي
دغه جهادي قومندانان چې په خپلو ولایتونو کې دسوونو مجاهدینو او افرادو په استاځیتوب راغلي وو ددعوت ارشاد جلب اوجذب دکمیسون له مسولینو او ډاډ اخيستلو اودبیعت له اعلان ورسته ووئيل چې په نيږدې راتلونکي کې به په خپلو ولايتونو کې دپراخو غونډو او مراسمو په ترڅ کې دخپلو ولسونو په حضور کې له اسلامي امارت سره بيعتونه درسنیو تر پوښښ لاندي تجدید او اعلان کړي
دغو جهادي قومندانانو هیله ښکاره کړه چې ددوئ له بیعت سره به داسلامي امارت لیکي نوري مضبوطي او غښتلي شي او هغو جهادي قومندانانو او شخصیتونو ته چې په کورونو ناست دي او یا په مخالفت کې واقع دې داموقع برابر کړي چې له اسلامي امارت سره ملګري اويوځای شي

Related posts