اپریل 03, 2020

په کنړکې هم داعشي فتنه ګرو ستره ماتې وخوړه او ټول ولایت يې له شر څخه خلاص کړل شو

په کنړکې هم داعشي فتنه ګرو ستره ماتې وخوړه او ټول ولایت يې له شر څخه خلاص کړل شو

د روان ۱۴۴۱هجري قمري کال د رجب په ۶ نیټه چې د ۲۰۲۰میلادي کال د مارچ له لومړۍ نيټې سره سمون خوري، یو ځل بیا د هیواد په شرقي ولایت کنړ کې د اسلامي امارت لخوا د داعشي بقایاوو د محوې له پاره پراخ او هر اړخیز عملیات پيل شول.
تر نن ورځې پورې د مجاهدینو د عملیاتو په نتیجه کې د الله تعالی په نصرت سره ټول کنړ ولایت هم د ننګرهار ولایت په څیر د داعشي فتنه ګرو له شتون څخه پاک کړل شو.
کله چې تیرکال په ننګرهار او ځينو نورو برخو کې د اسلامي امارت مجاهدینو د داعش په وړاندې په پریکنده عملیاتو لاس پورې کړ، باقي پاتې داعشي مشران او افراد يې د کنړ ولایت ځينو ولسوالیو ته د پنا اخیستول په نیت راتښتیدلي وو.
وروسته له دې چې په سیمه کې هوا مناسبه او د غریزو سیمو واوره کمه شوه، د اسلامي امارت لخوا د نظامي قطعاتو مجاهدینو ته د کنړ په ولایت کې هم د پریکنده عملیاتو امر وشو.
اوسني عملیات د کنړ ولایت له ماڼوګي ولسوالۍ څخه پيل شول، چې تراوسه پورې د نیږدې ۱۴ ورځنیو عملیاتو په لړ کې د کنړ مرکز اسعد آباد، ماڼوګي ولسوالۍ او وټپور ولسوالۍ اړوند (مټينه، کرمول، څپری، شوړیک دره، اډوال، لچک څپری، ادوام، شهبازۍ او کلی ګل) سیمې په ټولیزه توګه فتحه او له داعشي ملیشو څخه خلاصې شوې.
همدا ډول د نرنګ ولسوالۍ (قلا، وچ ناو، خوړه ګاش، خوشحال بانډه، شینو او غازي خان غونډۍ) سیمې په مکمل ډول له داعشي فتنه ګروڅخه پاکې شوې شوې او ۵۳ تنه مسلح داعشیان اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول.
ورسره د یاد ولایت څوکۍ ولسوالۍ اړوند (د چلس لوی کلی، نورس کلی او سرکلی همدا راز د دیوګل درې اړوند سیلمانزی کلي، امروتنګی، سپیدار، بدګوړ او تیتکه) سیمې له داعشیانو څخه فتحه او په بشپړه توګه تصفیه شوې.
بل خوا د کنړ نورګل ولسوالۍ اړوند ( سیری کلی، باړیزو کلی، کرچندو، توده چینه، لودلام، مسعودوکلی، ودیروعلاقه، اریط، شماس، ماماګل کلی او شلوطه) سیمې هم له داعشیانوڅخه پاکې او تصفیه شوې.
د دغو عملیاتو په بشپړیدو او د یادو سیمو په نیول کیدو سره ټول کنړ ولایت له داعشي فتنه ګرو څخه په ټولیزه توګه پاک کړل شو او خلکو يې له یادې فتنې څخه نجات وموند.
په تیرو ۱۴ ورځنیو عملیاتو کې د داعش ۱۰۸ تنه مسلح افراد د اسلامي امارت مجاهدینوته تسلیم شوي دي.
د ګڼ شمیر مشرانو او افرادو په شمول يې له سلو ډيرو کسانو بیا هم د کابل ادارې ته پناه وروړې او ورتښتیدلي دي.
د یادونې وړ ده چې تیرکال هم په کنړ ولایت کې د اسلامي امارت مجاهدینو د داعش په ضد عملیات ترسره کړل، خو د ژمي په رارسیدو سره عملیات متوقف شول، داعشیان په یادو سیمو کې تر محاصرې لاندې ساتل شوي وو.
د ننګرهار او نورو برخو په څير په کنړ ولایت کې هم داعشي ملیشو د عامو خلکو په وژلو، ځورولو، مالونو لوټلو او جنایاتو هیڅ صرفه نه ده کړې.
له څه باندې یوه کال را په دې خوا د کنړ په ولایت کې داعشیانو لسګونه تنه عام خلک شهیدان کړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۸۱ تنه ټپيان کړي، سلګونه د عامو خلکو کورونه يې ویجاړ کړي، میلینونه افغانۍ يې لوټ کړي او خلکوته يې سخته صدمه رسولې وه.
همدا ډول په تیر یوه کال کې د مجاهدینو لخوا د عملیاتو په ترڅ کې د مهمو قومندانانو (سراج، عبدالکریم، ستومان، نوازخان او معاذ په ګډون ۴۸۱ تنه داعشیان وژل شوي، ۳۷۸ تنه ټپيان دي،۳۴ تنه په جګړه کې ژوندي نیول شوی او ۴۲۸ تنه نور يې مجاهدینو ته تسلیم شوي دي.
بل خوا د مهمو مشرانو په ګډون يې ۴۶۰ تنه پورې افرادو د تماسونو او شناخت پر بنا د کابل ادارې ته تر پرون ورځې پورې پنا ور وړې ده.
په یاده موده کې په کنړ ولایت کې د اسلامي امارت لخوا د داعشیانو څخه ۸۱ نظامي مرکزونه، ۲۰۹ میله مختلف النوع وسلې او خورا ډير مهمات نیول شوي دي.
په کنړ کې د داعش په ضد په یوه کلنه جګړه کې نیږدې (۱۸۱) تنه مجاهدین شهیدان شوي، (۱۹۵) نور ټپيان شوي دي. تقبلهم الله
ممکن د کابل ادارې لخوا هم په کاذب ډول د کنړ ولایت له داعش څخه د پاکیدو ادعاوې وشي، خو واقعیت دادی چې د کابل ادارې تل داعش ته له هلاکت څخه پنا ورکړی، لارې او ګودرې يې ورښودلې او له دغې فتنه ګرې ډلې څخه يې د اسلامي امارت د مجاهدینو او روان جهاد په وړاندې د خنډ په توګه استفاده کړې ده.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۹/۷/۱۴۴۱هـ ق
۲۴/۱۲/۱۳۹۸هـ ش ــــ 2020/3/14م

Related posts