اګست 22, 2019

داسي وحشت چې پوله نه لري

داسي وحشت چې پوله نه لري

د ورځي خبره:

یرغلګر او دکابل رژیم  عسکر  بیا بلوسیدلي،د شپې او ورځې دافغانانو  پر کورونو، عبادتځایونو او کارځایونو بمبار او چاپې وهي،ښځې او ماشومان بې دریغه قتلوي،د کورونو دروازې په بمونو الوزوي، قیمتي توکي ترې غلا کوي،آن مواشي له منځه وړي او دوحشت او دهشت نوې- نوې طریقې ایجادوي!!

څو ورځې وړاندې درژیم مشر اشرف غني خپلو وسله والو ته وویل :« تاسي د ډیموکراسۍ پوځیان یاست!!» هو د ډیموکراسۍ دعسکرو وحشت پوله نه لري ، ښځې، ماشومان، بوډاګان او حتی حیوانان هم له منځه وړي، ښوونځي، کلینیکونه او بازارونه سوځوي او لوټي او بیا پر دې کارنامو؟ ویاړي هم !!

د ډیموکراسۍ ګډو عسکرو دخپلو وحشتونو په دوام سره وړمه شپه د میدان وردګو ولایت دجغتو ولسوالۍ په چوپان او ورڅېرمه سیمو چاپې وهلې، د لومړنیو رپوټونو پر اساس ۱۶ تنه ولسي هیوادوال یې شهیدان  کړي او خلکو ته یې دروند مالي تاوان رسولی دی.

تېره اوونۍ  هم ګډ دښمن په میدان وردګو، بغلان،هلمند، فراه، فاریاب، پکتیا، تخار او….. ولایتونو کې لسګونه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل،ګڼ کورونه او دوکانونه یې لومړی چور او بیا وسوځول.

احمق دښمن هڅه کوي د وحشت په خپرولو سره خپل ضعف پټ کړي او په تیښته سر ټوپکیانو ته روحیه ورکړي،خو دا یوجوت واقعیت دی، چې وحشت د بریا لار نه ده،که په وحشت او بربریت کامیابي ترلاسه کیدای،نو نن به یرغلګر او لاسپوڅی رژیم یې محکوم او په تیښته  سر نه وای،ځکه ددښمن چې څه ډول وحشت او ظلم په وس پوره و، دریغ یې نه کړ!!

امریکایي یرغلګر او کابل رژیم د کمونستانو تقلید کوي،شوروي او افغان کمونستانو هم چې خپل حتمي شکست ولید، نو وحشت او بربریت ته یې زور ورکړ، ګومان یې کاوه چې همدا به یې د نجات لار شي،خو نه یوازي داچې له افغان ولس سره بربریت یې دخلاصون سبب نه شو، بلکې دافغان ولس د وینو او اهونو په توپان کې یې واکمني غرقه شوه.اوس هم عام باور دادی چې  له افغان ولس سره د امریکایي اشغالګرو او داخلي اجیرانو ګډ ظلم به د دښمن د سرکوبۍ او بشپړې نابودۍ لامل ګرځي.

اسلامي امارت دافغان ولس د ټولو حقونو خوندیتابه ته تعهد لري،په خپلو عملیاتو کې دولس د متضرر کیدو مخه نیسي، په ډیرو مواردو کې یې د دښمن پرخورا مهمو ځالو پلان کړي عملیات له دې امله ترک کړي چې ولس ته پکې د ضرر احتمال و،که په کومو عملیاتو کې دمجاهدینو د نه پاملرنې له امله ملکي هیوادوالو ته زیان رسیدلی وي، عاملین یې مجازات شوي دي. خو ګډ دښمن بیا د یو پلان له مخي ولسي وګړي او عام المنفعه تاسیسات په نښه کوي او په پرله پسې ډول ملکي هیوادوال شهیدانوي، کورونه او مالونه یې لوټي.

اسلامي امارت تل دافغان ولس د مدافع ځواک په توګه د خپلو خلکو قاتلان او لوټماران مجازات کړي، مجاهدین به هیڅکله ددین او وطن دښمنان پر ارامه پرېنږدي، دخپلو مظلومو هیوادوالو غچ به ځني اخلي او ولس به یې له شر او ظلم څخه خلاصوي.

ان شاءالله تعالی

Related posts