دسمبر 10, 2019

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د کابل ادارې محاصره مسنوبینو ته د افغانستان اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون د زابل ولایت د ریاست ابلاغیه

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د کابل ادارې محاصره مسنوبینو ته د افغانستان اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون د زابل ولایت د ریاست ابلاغیه

د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون د زابل ولایت ریاست د زابل په ټولو ولسوالیو، په خاصه توګه د شاجوی ولسوالۍ پر محاصره عسکرو غږ کوي، چې د خپلو پردي پالو مشرانو په درواغجنو شعارونو ‏مه تېروځئ او د خپل ژوند او تاريخ د ژغورنې په موخه د اسلامي امارت مسؤولينو ته ځانونه وسپارئ، ستاسې سر او مال به خوندي وي او په هېواد ‏کې به سوکاله ژوند ولرئ.‏
له تېرو څو کلونو راهيسې، چې کوم عسکر، پوليس او اربکيان د جګړې پر مهال او يا په عامو حالاتو کې د دښمن له ليکو راجلا شوي، اسلامي ‏امارت يې قدرداني کړې، هغوی يې د هېواد دروان وضعيت او اشغال په حقيقت پوهولي د مهربانۍ او شفقت تعامل يي ورسره کړی، پوره مالي همکاري یې ورسره کړې او په درنښت سره يې خپلو کورونو ته لېږلي ‏دي.‏

والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
د دعوت ارشاد ، جلب جذب کمیسیون
د زابل ولایت
۱۱/ ذوالقعده/۱۴۴۰ هـ ق
۲۳/۴/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/۷/۱۴م

اړیکه : ټلیفون شمیره : 0708298195
مخابره : ۵۰۵۰ نوم یې دعوت
واټساپ : 0093795183548   0093708373868

Related posts