دسمبر 09, 2019

په هیواد کې د وروستیو درنو ملکي تلفاتو په اړه د اسلامي امارت د سیاسي دفتر اعلامیه

په هیواد کې د وروستیو درنو ملکي تلفاتو په اړه د اسلامي امارت د سیاسي دفتر اعلامیه

درواني جولايي میاشتي په ۷ او ۸ مه نیټه د قطر په بین الافغاني کنفرانس کې، د نورو موضوعاتو تر څنګ د ګډونوالو لخوا فیصله وشوه چې د جګړې ټولې غاړې به کوښښ کوي چې په افغانستان کې د عامو خلګو وژنه صفر ته را ټيټه کړي او د هستوګني د کورونو او کلینکونو حریم ته خاص احترام وکړي.
خو د کنفرانس تر پای ته رسیدو را وروسته لیدل کیږي چې په ټول هیواد کې د کابل ادارې عسکر او د هغوی بهرني ملاتړي په پراخه کچه لاهم په عامه وژنو بوخت دي، د بیلګې په ډول څو ورځې وړاندې د بغلان ولایت په ډنډشهاب الدین سیمه کې په یو ملکي کور بمبار او هلته دښځو او ماشومانو په ګډون ټوله (۷) کسیزه کورنۍ په شهادت رسول، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې څو ځایه په ملکي خلکو بمبار او (۹) تنه ملکي هیوادوال په شهادت رسول.
څلور ورځې وړاندې د میدان وردګو دایمرداد ولسوالۍ تنګې سیمه کې په روغتون چاپه وهل، هلته د طبي پرسونل او مریضانو په ګډون ۴ تنه ملکيان په شهادت رسول، د پکتیکا په ښرنه کي د اربکي قومندان له لوری، دیوه غیر نظامي حافظ په شهادت رسول او داده تیره شپه د میدان وردګو د جغتو ولسوالۍ په چوپان او نورو سیمو کې په ملکي خلکوشپنۍ برید او تر ۱۶ پورې ولسي افغانان، چي څلور تنه یې دیوه سړي زامن و قصدا په شهادت رسول يې ښکاره بیلګې دي.
له دې پیښو ښکاري چي د کابل اداره او بهرني ملاتړي یې د دوحي د کانفرانس په څیر د ولس او مخورو د هیڅ کومي فیصلي احترام نه کوي.
اسلامي امارت د ملکي خلکو دغه وژنې په سختو ټکو غندي او جنګي جنایت يې بولي.
همدا ډول په دوحه کې د بین الافغاني کنفرانس په ګډونوالو غږ کوي چې له ژمني سره سم د یادو عامه وژنو پرخلاف غږ پورته کړي، او له ټولو ممکنه لارو څخه د دغو بوږنونکو بشري ضد کړنو په مخنیوي کې خپل مکلفیت ادا کړي.
همدا ډول موږ له نړیوالې ټولنې، بشري نهادونو، رسنیو او حقوقي ادارو څخه هم غواړو چې په افغانستان کې د ملکي خلکو د ژوند په اړه خپل مکلفیت پوره کړي، عملي ګامونه واخلي او د یادو جنایاتو په مخنیوي کې لاس په کار شي.
اسلامي امارت له خپله لوري بشپړه هڅه کوي چې د ملکي خلکو له ژوند سره احتیاط وکړي او هيڅ ځای هم په قصدي ډول ملکي خلک تر هدف لاندې رانشي.

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمدسهیل شاهین
۱۱/۱۱/۱۴۴۰هـ ق
۲۳/۴/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/7/14م

Related posts