اګست 22, 2019

د جنګي مجرمینو محاکمه

د جنګي مجرمینو محاکمه

د ورځي خبره: 

یرغلګرو او کابل رژیم دې وروستیو کې یو ځل بیا د ولسي وګړو په نښه کولو او دعام المنفعه بنسټونو ویجاړي ته ملاتړلې،دګډو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یوازي تېره اوونۍ دښځو، ماشومانو او زده کونکو په ګډون  لسګونه  هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، مدرسې او روغتونونه ویجاړ شول او یو لوی بشري او مالي ناورین رامنځته شو.

د بېلګې په توګه د جولای په ۱۰مه دفراه ولایت دبکوا ولسوالۍ مرکز ته څیرمه یرغلګرو او درژیم عسکرو په سیمه کې دملکي وګړو پر یوازیني  کلینیک چاپه وهلې، کلینیک کې طبي وسایل اوامبولانس موټر یې سوځولي او له ورڅېرمه دوکانونو یې قیمتي شیان وړي دي.

د جولای په ۸مه  اشغالګرو او دکابل ادارې وسله والو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ تنګي  کې دسیدانو  پر روغتون چاپه وهلې،د۲ تنو ډاکټرانو په ګډون یې ۴ تنه شهیدان او یو متخصص ډاکټر یې بندي کړی او د یادشوي کلینیک وسایل او تجهیزات سوځولي دي.

د جولای په ۸مه یرغلګرو د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدين په کتب خيلو سيمه کې پر یو کور ډرون حمله کړې، په دې برید کې د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي شهیدان شوي دي.

همداراز ګډو ځواکونو د هلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ کې د (CHC) په نوم کلینیک زیانمن کړی او۲ تنه ډاګټران یې بندیان کړي دي. همدارنګه په یوه بله ورته حمله کې دښمن  د باباجي د کلینیک امبولانس موټر په  بمبار  کې له منځه وړی دی.

د غزني ولایت  په شلګر ولسوالۍ کې هم یرغلګرو د ایمرجنسي کلینیک مدیر ډاکټر (ګل احمد) او همکار یې شهیدان کړي دي.

پر طبي مرکزونو پورته ذکر شوې حملې په یوه اوونۍ کې رامنځته شوې، پر دې سربیره  تېره اوونۍ ګډو ځواکونو دهیواد په مختلفو برخو کې  پر مسجدونو، مدرسو، کورونو، بازارونو او عام المفعه ځایونو ګڼ بریدونه کړي، چې له امله یې ولس ته دسر او مال خورا لوی او درانه زیانونه اوښتي دي.

د اسلامي امارت دطبي چاروکمیسیون په روغتیایې مراکزو باندې د روستیو بریدونو په اړه اعلامیه خپره کړې او په یوه برخه کې یې راغلي:«  داسلامي امارت د صحت کمیسیون دغه ډول بې باکانه بریدونه او قصدا هغه نظامي هدف ګرځول په کلکو ټکو غندي او له ټولو بشري نورمونو څخه مخالف عمل او جنګي جنایت يې بولي.همدا ډول د صحت نړیوال سازمان، بشري نهادونو، حقوقي ادارو او نورو بشرپالو سازمانونو څخه غواړي چې په افغانستان کې د صحي مراکزو په ضد د امریکایانو دا ډول وحشت وغندي، په اړه يې جدي څیړنې وکړي او د بیا لپاره د داسې جنګي جنایاتو مخه ونیسي».

اسلامي امارت پر تعلیمي ادارو، روغتیایې مرکزونو او عام المنفعه تاسیساتو هر ډول بریدونه په کلکه غندي، په ډیر تاسف سره پر صحي او تعلیمي ادارو ددښمن بریدونه اوج ته رسیدلي،خو رسنیو او دبشري حقونو ټولنو دیرغلګرو او کابل ادارې پر یاد شوي جنایت او نورو جنګي جرمونو سترګې پټې کړي.

پر  جنګي جنایتونو د بشري حقونو سازمانونو او رسنیو چوپتیادښمن ته لا ډيره زمینه برابره کړې چې خپل وحشت ته دوام ورکړي او افغان ولس د لومړنیو طبي اسانتیاوو څخه هم بې برخې شي. تازه د بشري حقونو د څار سازمان میدان وردګو ولایت کې پر روغتون د ورستي جنایت دعاملینو دمحاکمې غوښتنه کړې، چې یو نیک اقدام دی.

اسلامي امارت د صحي او تعلیمي ادارو ساتنې ته ژمن دی،په ډیرو سختو شرایطو کې یې د طبي او تعلیمي ادارو ساتنه کړې او له کار کونکو او موظفینو سره یې همکاري کړې.  په ټوله کې پر ولسي وګړو اوعام المنفعه بنسټونو  بریدونه باید متوقف شي او کوم جهت چې  له جنګي اصولو سرغړونه کوي باید مجازات شي.

 

 

Related posts