اکتوبر 18, 2019

اشرف غني په کوم مخ استقلال لمانځي؟

اشرف غني په کوم مخ استقلال لمانځي؟

 حبیب مجاهد:

له اوس څخه سل کاله پخوا د ۱۲۹۸ هجري لمریز کال د اسد په ۲۸ مه نیټه انګریزانو له نیمې پیړۍ پټ او ښکاره اشغال وروسته د افغانستان استقلال په رسمیت وپيژاند او زموږ ملت د خپلواکۍ یوه بله مبارزه تر منزله ورسوله.

سږ کال د اسد په اته ویشتمه د خپلواکۍ اخیستلو سل کاله پوره کیږي چې په همدې مناسبت سر له اوسه د افغانستان خپلواکي غوښتونکي ملت د دې ورځې لمانځلو ته په ترتیباتو پيل کړی دی. په داسې حال کې چې زموږ هیواد یو ځل بیا تر بهرني اشغال لاندې راغلی او ملت مو د خپلواکۍ ګټلو او کفر شړلو په یوه بله ویاړمنه مبارزه بوخت دی، د هیواد د استقلال سلمه کلیزه یو ښه فرصت دی چې نړۍ ته خپل حریت غوښتونکی تاریخي پس منظر روښانه او خپله برحقه داعیه تشریح کړو.

خو په دې لړ کې یوه عجیبه او د خندا وړ پیښه دا ده چې د مجاهد اولس او د خپلواکۍ د لارې د غازیانو په شان اوس د کابل ګوډاګي رژیم هم اراده کړې، تر څو د خپلواکۍ سلمه کلیزه ولمانځي. څو ورځې وړاندې د ګوډاګۍ ادارې مشر اشرف غني یو فرمان صادر کړ چې له مخې به یې د څو میلیونه امریکایي ډالرو په مصرف سره له انګریزه د اخیستې خپلواکۍ سلم جشن لمانځل کیږي.

موږ نه پوهیږو د ارګ واکمن ( اشرف غني او عبدالله) په کوم مخ دا جرأت کوي چې له انګریزانو اخیستل شوی استقلال لمانځي؟ په داسې حال کې چې دوی عملا د هیواد استقلال خرڅ کړی دی، د واکمنۍ لومړنۍ کارنامه یي دا ده چې د واک اخیستلو په دوهمه ورځ یې له امریکایانو سره د افغانستان د خرڅلاو په قرار داد لاسلیک وکړ.  د ارګ په څوکۍ انتصاب یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري لخوا شوی دی. همدا اوس د امریکا سفیر په افغانستان کې د مطلق العنان وایسرای نقش تر سره کوي. ګوډاګي رژیم ته حدود او پالیسۍ ټاکي، د ټاکنو پروسه کنترولوي او د جګړې او سولې د پرمخ بیولو واک او اختیار یې په لاس کې دی.

دې حقائقو ته په پام سره اشرف غني او ډله ټپله یي کټ مټ داسې مثال لري لکه شاشجاع چې د انګریزانو په شتون کې درلود. هغه مهال هم واک او اختیار له انګریز استازي مکناټن سره و. افغان اولس د انګریزانو سره په جهاد بوخت و او شاشجاع د خپل ملت د ارادې خلاف د انګریز اشغالګرو اړخ نیولی و، تر دې چې د هغوی په ملګرتیا کې د افغان غازیانو په لاس ووژل شو.

د خندا وړ خبره خو دا ده چې اشرف غني د غلامۍ د حق الزحمې په هغو ډالرو د استقلال جشن لمانځي چې د امریکایي اشغالګرو لخوا ورکړل شوي دي. همدا اوس د نوموړي د ادارې ټوله بودیجه د امریکایانو لخوا تامینیږي. په داسې حال کې چې د هیواد فضا امریکایي څرخکو او الوتکو په سر اخیستې، هره ورځ په بمبارونو او ډرون بریدونو کې د ګڼ شمیر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کیږي، د ارګ واکمن په دې ډول حقائقو سترګې پټوي او د ملت د تیر ایستلو په هدف د خپلواکۍ تمثیل کوي او د استقلال د سلمې کلیزې لمانځلو ته تیاری نیسي.

موږ وایو چې د استقلال سلمه کلیزه لمانځل یو ملي مکلفیت دی. خو دا جشن باید هغه څوک ولمانځي چې په واقعي معنی خپلواک وي، په خپلواکۍ باور ولري. د استقلال لپاره یې قربانۍ ورکړې وي او د خپلو ویاړمنو اجدادو تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. د افغانستان عام ولس، د اسلامي امارت مجاهدین او د ټولنې عام مستقل اقشار چې د دې هیواد واقعي بچیان او د خپلو نیکونو د ویاړمن تاریخ وارثین بلل کیږي، دا حق لري چې له انګریزانو د اخیستل شوي استقلال سلمه کلیزه تجلیل کړي. د خپلو مجاهدو اسلافو د کارنامو او فداکاریو قدرداني وکړي او د هغوی د ویاړمنې تګلارې په رڼا کې خپل راتلونکی وټاکي.

[/one_third][mom_row][/mom_row]

Related posts