جولای 23, 2019

غزنی: قرباغ کې ۲ ټانکونه ویجاړ، ۱۰ عسکر پکې مړه او ژوبل شول

غزنی: قرباغ کې ۲ ټانکونه ویجاړ، ۱۰ عسکر پکې مړه او ژوبل شول

تیره شپه ۱ بجه د غزني ولایت، قره باغ ولسوالۍ اړوند، کابل – کندهار په عمومي سړک، باران قلعه سیمه کې د کابل رژیم د عسکرو د کاروان په ټانک د ماین چاودنه وشوه.

همداراز ماخوستن ۸ بجې باران کلا ته څیرمه ګونګي پمپ سیمه کې د دښمن په یو بل ټانک هم د ځمکني ماین چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې دواړه ټانکونه ویجاړ، ۱ تنه عسکر مړه او ژوبل شول.

2019/7/11

Related posts