جولای 23, 2019

بلخ، د دیني مدارسو د تعلیمي کال د پیل او پر مدارسو د درسي کتابونو د وېشلو په اړه غونډې وشوې

بلخ، د دیني مدارسو د تعلیمي کال د پیل او پر مدارسو د درسي کتابونو د وېشلو په اړه غونډې وشوې

د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې مسوولینو د تعلیمي غونډو په سلسله کې په کشیندې او شورتیپې ولسوالیو کې هم د دیني مدارسو د تعلیمي کال د پیل او د درسي کتابونو د توزیع په هکله جلا- جلا غونډې وکړې.

د راپور له مخې، غونډو ته د یادو ولسوالیو د ټولو مدارسو او دارالحفاظونو مهتممین، د ښوونځیو مديران، سرمعلمین او قومي مشران رابلل شوي وو.

علماء کرامو او د معارف مسئولینو د غونډې ګډونوالو ته د تعلیم او تربيې‌‌ اړوند مهمې ویناوې وکړې او نور هم پر مختلفو موضوعاتو بحثونه وشول، په ځانګړې توګه مذهبي موضوعاتو ته علماء کرام او عام ولسونه متوجه کړل شول، ترڅو په دغو سیموکې باطلې عقیدې او نظریات ترویج نشي او ځوان کهول له لارې څخه منحرف نکړي.

دغه راز ګډونوالو د تعلیم او تربیې د مسئولینو له لوري له دیني مدارسو سره مرستې وستایلې او خوښي يې ترې څرګنده کړه، د تعلیم او تربیې مسئولینو هم د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

د غونډو په جریان کې د تعلیم او تربیې د کمیسیون له لورې د دیني مدارسو لپاره د ۲۰ ماده ییزې کړنلارې پر پلي کیدو او د تعلیمي نصاب پر ښه تطبیق ټینګار وشو.

همدارنګه د غونډو په پای کې د تعلیم اوتربیې د سیمه ییزو مسئولینو له لوري پر مهتممینو د دریمې  درجې درسي کتابونه هم وویشل شول.

یادې غونډې چې د قرآن کریم د یوې برخې په تلاوت سره پیل  شوې وې، د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسیدلې.

2019/7/11

Related posts