جولای 23, 2019

غزنی: قرباغ کې د کابل رژیم ټوپکیانو بازار او کورونه لوټلي دي

غزنی: قرباغ کې د کابل رژیم ټوپکیانو بازار او کورونه لوټلي دي

تیره شپه اربکیان او د مزدوري اردو عسکر د غزني ولایت، قره باغ ولسوالۍ کې د لیوني په نوم بازار ته ورغلي، دوکانونه یې مات کړي، د اغوستن توکو تر څنګ یې په لویه اندازه خوراکي توکي له ځان سره وړي، قلفونه یې مات کړي او هرچرته په لاس ورغلې پیسې یې هم چور کړې دي.

همداراز یادو جنایت کارانو د همدې بازار شمال طرف ته د علي چمبر په کلي کې د حاجي عبدالحنان په کور هم یرغل وروړی، له کوره یې د کور لوښي، توسان او نور شیان ایستلي او له ځان سره وړي دي، دغه رنګه یې ۲ موټر سیکل هم له ځان سره بیولي دي.

2019/7/11

Related posts