جولای 23, 2019

رسنۍ دې ولې نظامی هدف شي

رسنۍ دې ولې نظامی هدف شي

د مورچل مجلې سرمقاله:

لکه څنګه چې پرافغانستان داشغال په پیل کې ناټو او امریکا دجګړې لومړنی ضرورت دتبلیغاتي وسایلو نصب او فعالول وګڼل  له هماغه وخته  په هیواد کې رامنځته شوې رسنۍ له دغه اغېز څخه پاته نه دي اوله هماغې ورځې ډېری رسنۍ په طرف کې واقع دي او دبیان آزادي یې تش شعار دی.

وروسته له هغه چې ناټو او امریکا له دغو مطبوعاتو خپل کار واخیست او پردوی یې د ډالرو تمویل ودراوه نو دبیان له آزادۍ نه په استفاده!  ځینو رسنیو طرف پرېښود او یونیم غږ یې اوچت شو، خو چې هیواد اشغال اوحکومت یې غلام وي څرنګه به کېدای شي چې مطبوعات  یې خپلواک پاته اودبیان ازادي ته وفاداره شي!؟ او بیا چې داشغال په سیوري کې جوړ اساسي قانون ته متعهد هم وي .

مونږ وینو چې ډېری مطبوعات او رسنیز چینلونه نه یواځې داچې دحکومت او اشغالګرو په ګټه مطبوعاتي میلان لري بلکې په ډېره سپین سترګۍ له مجاهدینو سره په قصدي ډول په جګړه کې  ځان ښکېلوي او دټولو مطبوعاتي نورمونو خلاف له مجاهدینو سره علني دښمني پالي اواستخباراتي کړیو ته له دغه سپېڅلي ډګره نامقدس خدمت ترسره کوي .

اسلامي امارت دمطبوعاتو له سپېڅلي مفهوم نه په ننګه ځان ته داحق ورکوي هغه رسنۍ چې دمطبوعاتي مسیر په ځای یواځې اویواځې له مجاهدینوسره دښمني پالل اوداشغال تداوم ته خدمت  یې کاروي هیڅکله مطبوعاتي دستګاه ونه بولي اودخپلواکۍ په ترلاسه کولو کې یې مجبوراً نظامي هدف ګرځوي .

په دې اړه داسلامي امارت دنظامي کمیسیون له لوري د سرطان دمیاشتې په  (۲) نېټه اعلامیه خپره شوې اوپکې ویل شوي : ” د هیواد په مرکز کابل او ولایاتو کې له ځينو رسنیو څخه د تجارتي اعلانونو په نامه یو ډول اعلانونه اوریدل کیږي چې په هغو کې په روان جهاد، مجاهدینو او طالبانو پسې بد رد ویل کیږي، خلک يې په ضد را پارول کیږي، د کابل ادارې د امنیتي ادارو ځانګړې شمیرې نشروي او هڅه کیږي چې د اشغال په ضد د روان جهاد په مخنیوي کې له همدې رسنیو څخه استخباراتي استفاده وشي، د عامو افغانانو ذهنیت تخریب شي او مخامخ دښمن ته د جاسوسۍ فعالیت تر سره شي.”

اعلامیه زیاتوي :” د اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون ټولو هغو تلویزیونونو، رادیوګانو او نورو نشراتي ادارو ته جدا خبرداری ورکوي چې له خپل دغه دښمنانه عمل څخه هرڅه ژر لاس په سر شي.”

رسنۍ او رسنیز فعالیت چې د ولس د ارادو تمثیل دی او په رښتیني ډول دهغوی غږ بدرګه کول دي هیڅکله او هیڅوک نه شي تهدیدلی، خو کله چې ځینې غرضي کړۍ له همدغه پاک نومه په استفاده ناپاک اهداف په مخه کړي ؛ بیا نو دولس دارادو د ممثلینو مسؤلیت دی چې اقدام وکړي او دتخریب مخه یې ونیسي .

 

Related posts