جولای 23, 2019

غزنی: شلګر کې د اشغالګرو ډرون برید اولسي موټر ویجاړ، ۳ وګړي شهیدان کړل

غزنی: شلګر کې د اشغالګرو ډرون برید اولسي موټر ویجاړ، ۳ وګړي شهیدان کړل

تیره ورځ مازدیګر ۴ نیمې بجې امریکایي اشغالګرو د غزني ولایت، شلګر ولسوالۍ اړوند، باګو کلي کي د اولسي خلکو سراچه ډوله موټر ډرون برید کړی، چې په ترڅ کې یې اولسي موټر تخریب، پکې سپاره ۳ تنه عام وګړي شهیدان شول.

همدارنګه مازدیګر۵ بجې په اسماعیل کابلو کلي کی د وحشي اشغالګرو یو بل ډرون برید کې  یو تن ۱۱کلن هلک داسي حالکي په شهادت رسول شوی چې پسونه یې څرول او ورسره ۱۳ څاروي هم وژل شوي دي.

2019/7/11

Related posts