نوومبر 21, 2019

بلخ: خاص بلخ کې ۶ ټانکونه تخریب، د کابل رژیم ۱۹ ټوپکیان مړه او ژوبل شول

بلخ: خاص بلخ کې ۶ ټانکونه تخریب، د کابل رژیم ۱۹ ټوپکیان مړه او ژوبل شول

پرون ماسپښین ۲ بجې مجاهدینو د بلخ ولایت، خاص بلخ ولسوالۍ اړوند، عالم خیلومرګین تپه او بوکه سیمو کې د کابل رژیم په هغو عسکرو چې سیمې ته د شرځالو جوړولو په موخه راغلي ول کارندہ بریدونه ترسره کړل. همدارنګه  د شپی لخوا هم پرې د لیزري وسلو په مټ ځپونکي بریدونه وشول.

د راپور له مخې دغو بریدونو په ترڅ کې د عالم خیلو سیمه کې  د دښمن ۲ ټانکونه  تخریب،۱ دهشکه او ۱ امریکایي ثقیل د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

همداراز بوکه او مرګین تپه کې هم د دښمن ۴ ټانکونه له منځه وړل شوي دي.

په دغه ۲۱ ساعته جګړه کې تر اوسه د کابل رژیم ۱۴ عسکر قتل شوي، ۵ نور ژوبل دي او جګړه لا روانه ده.

پاته دي نه وي چې پرون او وړمه ورځ هم په دښمن مرګوني بریدونه شوي، چې پکې ۱۷ ګوډاګیانو ته مرګ ژوبله اوشتې ده.

2019/7/11

Related posts