اپریل 03, 2020

افغانستان د ۲۰۲۰ ميلادي کال د فبروري په مياشت کې

افغانستان د ۲۰۲۰ ميلادي کال د فبروري په مياشت کې

احمد فارسی

يادونه: دغه ليکنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد ووايو چې له دې پرته نور جريانونه په ځانګړې توګه کورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لا زياتو معلوماتو سره په ريښتونې بڼه د اسلامي امارت په رسمي ويبپاڼه کې کتلای شئ.

د۲۰۲۰زېږديز کال فبروري مياشتي د پام وړ او په ځانګړي ډول په سياسي برخه کې ښې لاسته راوړني لرلې، د دې مياشتي په اوږدو کې د سولي ( اشغال د خاتمې ) تړون لاسليک شو، له دې وړاندې څو تنه اشغالګر په دې مياشت کې ووژل شول، کورنی دښمن ته هم سخت زيانونه واوښتل او د تش پر نوم ټاکنو وروستۍ پايلي هم په دې مياشت کې اعلان شوې، د دې پېښو ترڅنګ نور اړېن موضوعات هم د لاندې سرليکونو په ذيل کې لوستلای شی.

د اشغالګرو ته اوښتي زيانونه:
د فروري پر۹مه د يکشنبې په ورځ د ننګرهار په شيرزادو ولسوالۍ کې يوه افغان عسکر امريکايي اشغالګر تر بريد لاندې ونېول او شپږ تنه يې ترې ووژل، د فروري پر۱۴مه د جمې په ورځ اشغالګرو د باګرام له اډې د خپل يوه تن د وژل کېدو خبر ورکړ، د فروري پر۱۸مه د سې شنبې په ورځ د کندهار په دامان ولسوالۍ کې يو امريکايي ټانک د مجاهدېنو له لوري د ځای پرځای شوي مان ښکار شو چې هغه بشپړ وېجاړ او سپاره يې ووژل شول او د فروري پر۶مه د لغمان ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې مجاهدېنو د دښمن بې پيلوټه الوتکه را نسکوره کړه.
ولسي وګړو ته دښمن رسولي زيانونه او ځورونې:
په دې مياشت کې ولسي زيانونو د پخوا په څېر له شدت او وحشت سره دوام در لود، د فروري پر لومړۍ نېټه د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې اشغالګرو يوه مور له خپلو دوه اولادونو سره په يوه بمبار کې پر شهادت ورسوله، پر سباورځ يې ګډو وحشي ځواکونو د ميدان وردګ په چک ولسوالۍ کې يو مسجمد شهيد کړ او د خلکو کورونو ته يې هم زيان واړاوه، د فروري پر۳مه د دوشنبې په ورځ د کندز او ارزګان ولايتونو کې وحشي ګډو ځواکونو يو روغتون او د خلکو کورونه ونړول او خلکو ته يې هم درانه زيانونه واړول، د فروري پر۶مه د پنجشنبې په ورځ بهرنيو وحشي او د هغوی کورنيو مزدور عسکرو يوځل بيا د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې يوه مدرسه تر هوايي بريدونو لاندې ونېوله چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر طالب العلمان او عام وګړي په شهادت ورسېدل او ياهم ژوبل شول.
د فروري پر۸مه د هفتې په ورځ د بادغيس په سنګ آتش ولسوالۍ کې د دريو وروڼو په ګډون لس تنه ولسي وګړي د وحشي ځواکونو په شپنۍ چاپه کې په شهادت ورسېدل، د فروري پر۱۳مه د پنجشنبې په ورځ د خوست په نادرشاه کوټ کې د بې پيلوټه الوتکو د بمبارۍ له أمله پېنځه تنه هېوادوال په شهادت ورسېدل او د فروري پر۱۸مه د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ۱۲تنه وګړي د اشغالګرو په هوايي بريدونو کې شهيدان شول.
د دې پېښو، بريدونو او ولسي زيانونو بشپړ راپور د اسلامي امارت په رسمي وېبپاڼه کتلای شی.

مجاهدېنو ته تسليمۍ:
د فروري پر۱۹مه د چهارشنبې په ورځ مجاهدېنو د يوه اعلان له مخې وويل چې په تېره يوه مياشت کې ورته د دښمن له ليکو۷۰۰تنه را جلا شوي دي، د تسليمي لړۍ د فروري په مياشت کې هم دوام درلود او د دښمن ګڼ شمېر افراد له موکې په استفاده له مجاهدېنو سره يوځای شول چې ځېني يې په لاندې ډول يادولای شو:
د فروري پر۳مه د دوشنبې په ورځ د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې اووه تنه پوليس او په سبا ورځ د بغلان په پلخمري ولسوالۍ کې اووه عسکر له مجاهدېنو سره يوځای شول، د فروري ۶مه د پنجشنبې ورځ د بلخ ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د مزدوري ادارې د۵۴تنه عسکرو د تسليمۍ شاهده وه، د هغه په سباورځ د بغلان په ولايت کې د کابل مزدوري ادارې۴۸تنه له مجاهدېنو سره يوځای شول او په همدې لړ کې د فروري پر۲۴مه د دوشنبې په ورځ د بلخ زارع او چهار بولک ولسواليو څخه۹۰تنه له مجاهدېنو سره يوځای شول.

الفتح عملیات:
د فروري پر۴مه د سې شنبې په ورځ د مجاهدېنو د بريد په ترڅ کې د مرکزي بغلان اړوند د دښمن يوه پوسته فتحه شوه، د فروري پر۶مه د پنجشنبې په روځ د کندز ولايت په مرکز کې د اسلامي امارت مجاهدېنو يو تن قوماندان له دريو تنو عسکرو سره ژوندي ونېول، په همدې ورځ د لغمان په عليشنګ ولسوالۍ کې د مجاهدېنو له لوري د دښمن يوه بې پيلوټه الوتکه را نسکوره کړل شوه، د فروري پر۱۱مه د سې شنبې په ورځ د پېنځمي اومنيتي حوزې اړوند د دښمن نظامي اکاډمي د فدايي مجاهدېنو تر بريدونو لاندې راغله چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر د دښمن افراد مړه او ژوبل شول او د فروري پر۱۵مه د هفتې په ورځ د بلخ په زارع ولسوالۍ کې د دښمن۱۵تنه عسکر د مجاهدېنو د بريد له أمله ووژل شول.

د سولي (اشغال خاتمې) تړون:
د فروري پر۱۵مه د هفتې په ورځ د سولي خبرو دواړو لوريو د يوې هفتې لپاره د بريدونو پر کمولو د هوکړي خبر ورکړ او د فروري پر۱۷مه د دوشنبې په ورځ د اسلامي امارت سياسي معاون ملا برادر آخند خبر ورکړ چې د فروري مياشتي په وروستيو کې به تړون لاسلي شي، ورپسې د فروري پر۲۱مه د جمې په ورځ اعلان وشو چې د بريدونو کموالي موده به د نن شپې له نېمايي پيل کېږي او ورپسې د پرېکړه ليک د لاسليک کولو اعلان هم وشو چې د دواړو لوريو ترمنځ به د فروري پر۲۹مه تر سره کېږي او بالآخر د پر همغه نېټه چې د کب مياشتي۱۰مه وه تړون لاسليک شو چې له مخې به يې اشغالګر د۱۴مياشتو په موده کې پشپړ له هېواده وزي، د دې تړون پر بنسټ د هغه له لاسليکولو وروسته تر۱۰ورځو موده کې د کابل مزدوري ادارې له زندانونو بايد د اسلامي امارت۵۰۰۰تنه بنديان د امرېکايانو تر نګراني لاندې خلاص شي.

جعلي ټاکني:
د فروري پر۱۸مه د سې شنبې په ورځ د جعلي ټاکنو له ترسره کېدو له څلور نيمي مياشتي زيات ځنډ وروسته تش په نوم د ټاکنو مستقل کمېسيون د هغو پايلي اعلان کړې چې له مخې يې اشرفغني له يو ميليون کمو رايو پر وړلو د۳۵ميليونه نفوس لرونکي هېواد د ټاکنو ګټونکی اعلان شو، د ټاکنو ګډون کونکي نوماندانو دغه پايلي رد کړې او د شمال ټلوالي د ډاکټر عبدالله موازي حکومت اعلان کړ.
دواړو د خپلو ناندريو له أمله غوښتل چې د خپلو موازي جمهموريتونو د لوړي مراسم ترسره کړي، خو د امريکايې بادارانو مداخلې او لاسوهني د دغو مراسمو دوه اونۍ ځنډولو ته اړ اېستل.

Related posts