نوومبر 21, 2019

د پوهنې مسئولینو د امام صاحب ولسوالۍ د نویو فتحه شویو سیمو له ښوونيزو ادارو لیدنه وکړه (انځوریز)

د پوهنې مسئولینو د امام صاحب ولسوالۍ د نویو فتحه شویو سیمو له ښوونيزو ادارو لیدنه وکړه (انځوریز)

د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند ځینې مهمې سیمې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت تر ولکې لاندې راغلي، د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسیون مسوولین د پوهنې د بهیر د ارزونې او د ښوونيزو ادارو د ليدنې په موخه فتحه شوې سیمې ته ورغلي وو.

یادو مسوولینو د سیمې له ښوونيزو ادارو ليدنه وکړه، د تعلیمي او اداري کارونو اروزنه يې وکړه، د هغوی ستونزې یې واورېدې، د ستونزو د حل په لارو چارو يې خبرې وکړې او د ښوونیز بهیر د چټکتیا او پرمختګ په موخه يې غونډه هم وکړه.

دغې غونډې ته د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې پر مسئولینو بر سېره علماء کرام، قومي مشران، د سیمې اوسېدونکي او استاذان را بلل شوي وو.

د یادې غونډې ګډونوالو ته د وینا پر مهال د تعلیم او تربیې رئیس د یاد کمیسیون د لایحو او مقرراتو پر تطبیق ټينګار وکړ، د ښوونيزو ادارو د نظارت او د ستونزو د حل ژمنه يې وکړه، همدا راز د غونډې نورو ویناوالو او قومي مشرانو هم مننه وکړه او د هغوی هڅې یې د ستایلو وړ وبللې او له خپل لوري یې د هر راز ممکنه مرستو ژمنه وکړه، غونډه چې د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شوې وه، د دعا په غوښتلو سره پای ته ورسېده.

10/7/2019

Related posts