جولای 23, 2019

لوګر، خوښۍ ولسوالۍ کې دښونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

لوګر، خوښۍ ولسوالۍ کې دښونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ کې د ښونځي ودانۍ لپاره ولسي خلکو د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د مسئولینو په هڅو دوه جریبه ځمکه ورکړه.

د خوښۍ ولسوالۍ اړوند د کنداب کاریز سیمه کې د اړوند ولسي خلکو او قومي مشرانو په همکارۍ په ګډه سره د ښونځي د ودانۍ لپاره ځمکه ورکړی شوه.
دغه ځمکه چې شاوخوا دوه جریبه مساحت لري او په راتلونکو څو ورځوکې یې د تعمیر جوړونې‌ چار‌ې هم پیل شی.

په دې اړه یاده سیمه کې غونډه وشوه چی د خوښۍ ولسوالۍ لپاره د تعلیم او تربیې مسئولینو په شمول علماء کرامو قومي مشرانو او د سیمې خلکو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کی د یادې ولسوالۍ لپاره د تعلیم او تربیې مسئول خبرې وکړې او
په اسلامي ټولنه کې د ښوونې او روزنې ارزښت بیان کړ.

په خبرو کې دوی وویل چې په کومه ټولنه کې چې د اسلامي ښوونې او روزنې کچه لوړه وي په هغې کې د ژوند معیار برابروي او ولسونه یې په یوې با امنه، آزاده او خپلواکه فضا کې ژوند کوي همدارنګه د پردیو استعماري افکارو څخه لری او هیڅ کله هم د باطلو افکارو او دودونو تر تاثیر لاندې نه راځی، دا ځکه چې د یوې ټولنې پوهه طبقه د آزاد او خپلواک ژوند کولو په ارزښت پوهیږي او د خپل انساني مقام سره برابر ژوند کوي او په ټولنه کې بې ځایه کړنو او د پردیو افکارو مخه نیسي.
د غونډې په بهیر کې د یادې سیمې قومي مشرانو هم خبرې وکړې او کلک هوډ یې څرګند کړ چې د تعلیم او تربیې لپاره به له هیڅ ډول همکاریو څخه سرغړونه نه کوي او د تعلیم او تربی د کمیسیون دلایحې او اصولو مطابق خپل تعلمي مرکزونه عیاره وي.
9/7/2019

Related posts