اپریل 03, 2020

د شهید ملا محمد داود (نسیم) ژوند ته کتنه

د شهید ملا محمد داود (نسیم) ژوند ته کتنه

لیکنه: قاري سعید

شهید ملا محمد داود نسیم چې د اسلامي امارت په جهادي صفوفو کې په ( حاجي نسیم) سره شهرت لري، د امریکا پر ضد د روان جهاد یو له مخکښو، زړورو او مخلصو قائدینو څخه و، چې بالاخره یې د جهاد په مقدسه لار کې خپل ځان فداء کړ. په دې کرښو کې له ابتدائي ژونده بیا د شهادت تر وخته د نوموړي د ژوند او مبارزې  په اړه درسره معلومات شریکوو، هیله ده چې جهادي تنده مو پرې ماته شي.

پيژندنه

شهید ملا محمد داود د مرحوم حاجي موسی ګل زوی د مرحوم حاجي اختر محمد لمسی په قوم کاکړ موسی خیل په ۱۳۴۷ هجري شمسي کال کې یې د غزني ولایت د زنه خان ولسوالۍ د عالم خیلو په کلي کې په یوه دینداره کورنۍ کې دې فاني دنیا ته سترګې غړولې وې.

شهید ملا محمد داود له کوچنیوالي څخه دیني زده کړو ته مخه کړه. پخوا چې د افغانستان په اطرافي سیمو کې د منظمو زده کړو مراکز او تعلیمي ادارې ډيرې نه وې، نو مسجد د ماشومانو لومړنی د درس ځای ګڼل کیده. ملا محمد داود هم د زده کړو بهیر د خپل کلي له مسجد څخه پيل کړ. وروسته یې د زنه خان ولسوالۍ د خواجه خیلو په کلي کې د ملا صاحب عجب ګل مدرسې ته لاړ او ورپسې يې د زنه خان د پردل کلي  په مدرسه او د زنه خان په بهلولیه مدرسه کې ابتدائي دیني کتابونه ولوستل.

ملا محمد داود د قرائت او تجوید علم د غزني د رامک له قاري عطاء ګل صاحب څخه ترلاسه کړ، وروسته د دیني علومو په حصول پسې نورو سیمو ته لاړ،  د پکتیا په زرمت کې یې د ګورجي د کلي له مدرس عالم عبدالله جان اخندزاده صاحب نه درسونه وویل. بیا د علم په حصول پسې د میدان وردګو جغتو ولسوالۍ ته لاړ. په دې وخت کې چې د شوروي یرغلګرو پر خلاف جهاد هم جریان درلود. نوموړي د علم سره سره جهاد هم پيل کړ.  هغه وخت د پکتیا او غزني په سیمو کې شهید مولوي نصر الله منصور د جهاد له مخکښو قائدینو شمیرل کیده. شهید ملا محمد داود د شهید منصور صاحب تر قیادت لاندې جهاد پیل کړ، چې په دې لړ کې یې د  پکتیا په ګردیز، زرمت او د غزني په زنه خان، دهیک او مرکز کې په جهادي عملیات کې ګډون کاوه. د شوروي اشغالګرو او کمونیستانو پر ضد د جهاد په وخت نوموړي په غزني ولایت کې د قومندان قاري عبدالله تر مشرۍ لاندې جهادي فعالیت کاوه، کله چې د افغانستان له ازادۍ وروسته په تاجکستان کې جهادي پاڅون وشو، شهیدملا  محمد داود له څو تنو نورو مجاهدو ملګرو سره تاجکستان ته هم په یوه جهادي سفر تللی و.

د شوروي پر خلاف  د جهاد له بریا وروسته نوموړي په ګردیز کې د مولوي عارف الله عارف صاحب په مدرسه ( نور المداس الفاروقیه) کې درسونه پیل کړل. کله چې طالبانو د ظلم او فساد پر خلاف قیام وکړ، نوموړی په غزني ولایت کې له دې تحریک سره ملګری شو، د غزني او میدان ښار په فتوحاتو کې یې بارز نقش درلود او د میدان ښار د کوه قورغ په جنګي کرښه کې یې مسؤلیت هم ترسره کړ.

د اسلامي امارت د واکمنۍ په کلونو کې نوموړي له دیني تعلم سره یو ځای جهادي نظامي وظائف او ملکي مسؤلیتونه هم ترسره کول. په دې موده کې د غزني ولایت د شهید ملا محمد ګل د محاذ مرستیال او د هرات ولایت په اسلام قلعه کې د کمیسار په حیث مسؤلیتونه ترسره کړل.

نوموړي د غزني ولایت په عمریه مدرسه، د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني صاحب په منبع العلوم مدرسه، همدا راز د کندهار په جهادي مدرسه کې درسونه وویل. وړه دوره یې له ستر عالم او د حقانیه مدرسې له اوسني شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس ترنګزي صاحب سره وکړه او د لویې دورې لپاره یې په ۱۳۸۰ هـ ش کال کې د کابل په جامعه فاروقیه کې داخله وکړه، تر څو له فاضل مظاهر علوم سهارنپور مولانا حمدالله جان داجوي صاحب څخه د احادیثو د علم ترلاسه کړي. مګر د جهادي ضرورتونو له امله یې د احادیثو دوره نیمګړې پاته شوه او د علم سفر یې انجام ته ونه رساوه.

په لوړو یادو شویو علماء کرامو سربیره نور هغه علماء کرام چې شهید ملا محمد داود نسیم یې د شاګردۍ افتخار لري او علمي استفاده یې ترې کړې نومونه یې په دې ډول دي.شیخ الحدیث مولوي عبدالعلي دیوبندي صاحب، صدر المدرسین مولوي عنایت الله (د غبرګي اخندزاده صاحب)، مشهور عالم مولوي راز محمد صاحب د پکتیکا، مولوي صاحب عبداللطیف د غزني د شلګر، مولوي عبدالمالک صاحب د غزني د دهیک، مولوي عبدالحمید صاحب او داسې نور . . . دغه راز یې  د طریقت بیعت د وخت له ستر صوفي او بزرګ د نقشبندیه مجددیه طریقې لوی مرشد د وردګود جغتو اوسیدونکي مرحوم خلیفه صاحب احمد ضیاء صاحب سره کړی و.

د امریکا پر خلاف جهادي مبارزه

د امریکا پر خلاف د جهاد لومړني کلونه له سختو ازمویښتونو ډک وو. ابتلاء دومره درنه وه چې ډیرو خلکو روحیات وبایلل او د امریکایي استکبار پر ضد دریدل ورته محال ښکاریدل. خو الله تعالی د خپل قدرت عجائب وښودل، په هماغو سختو شرایطو کې یې د ځینو خلکو ایمانونه ډیر مضبوط کړل، هغوی ته یې د نړیوال دجالي طاغوت په وړاندې په تش لاس د دریدو عزم ورکړ او په دې ډول د جهاد توره له شرنګه ونه غورځېده.

د غزني ولایت په زنه خان ولسوالۍ او ورڅیرمه سیمو کې د جهاد د پیل افتخار الله تعالی د دوو تنو( داود نامو) په برخه لیکلی و. شهید ملا محمد داود نسیم چې موږ یې سوانح لولو او شهید ملا محمد داود ثابت چې د جهاد په لومړیو کلونو کې یې د شهادت جام نوش کړ.

ملا محمد داود نسیم هغه وخت په سختو شرائطو کې جهادي کارونه پیل کړل. ملګري یې وایي نوموړي به د غزني تر لرې پرتو ولسوالیو پورې پیاده او یا پر بایسکل تګ راتګ کاوه. له مجاهدینو او علماء کرامو سره به یې د جهاد عملیاتو او تشکیلاتو په اړه مشورې کولې، تر دې چې د نوموړي او همداسې نورو مخکښو مجاهدینو په هڅو په غزني ولایت کې لومړني جهادي تحرکات پیل شول. د لومړنیو جهادي تشکیلاتو له مخې مولوي محمداسمعیل د غزني عمومي جهادي مسؤل او ملامحمد ناصر یې مرستیال وټاکل شو . ورپسې غزني په دریو محاذونو وویشل شو: دناوې، ګیلان، مقر، آب بند، دایه او قره باغ ولسوالیو دمحاذ مشر ملا عبدالحق وټاکل شو. د ګیرو، اندړو، دهیک او زنه خان ولسوالیو د محاذ مشر ملا محمد داود نسیم وټاکل شو او د غزني د مرکز، واغز، خوګیاڼو، خواجه عمري او رشیدانو ولسوالیو د محاذ مشر ملارحمت الله نجیب وټاکل شو.

ملا محمد داود نسیم په خپلو مربوطو ولسوالیو کې د جهادي محاذ مشري په پوره اخلاص او متانت ترسره کړه. د ځایي مجاهدینو اوډلګۍ مشرانو په همکارۍ او د الله تعالی په نصرت په یادو ولسوالیو کې جهادي خوځښت ډير ژر علني او اطرافي سیمو د دښمن له شتون څخه تصفیه شوې. شهید ملا محمد داود نسیم وروسته درې کاله د غزني ولایت دجهادي چارو مرستیال و. ورپسې د اندړو ولسوالۍ د نظامي مسؤل په حیث وټاکل شو. د غزني اندړو ولسوالۍ د جهادي تحرکاتو او فتوحاتو له درکه د افغانستان د مرکزي سیمو یوه له مشهورو جهادي سیمو ګڼل کیږي. په اندړو ولسوالۍ کې له څه موده مسؤلیت وروسته د غزني ولایت د کمیسیون عضو او بیا ددوهم ځل لپاره د غزني ولایت مرستیال مقرر شو. چې د مسؤلیت په دې ټولو مراحلوکې خپل جهادي وظائف په پوره ایماندارۍ، اخلاص، لوړ عزم او زړورتوب سره ترسره کړل.

نوموړی د جهادي مسؤلیتونو په لړ کې همیشه په تهاجمي عملیاتو کې برخه اخیسته او د تعرض په سر کې به و. نوموړی محنتي، زیارکښ او همتي مجاهد و، چې پیاده مزل، لوږه تیرول، په غرونو او دښتو کې شپه تیرول او د یخ او ګرمیو په شمول د جهاد د لارې مختلف النوع تکالیف تیرول پرې نه بوج کیدل او په لوړ همت یې له ستونزو سره مقابله کوله.

هغه مهال چې نوموړي د غزني ولایت د نظامي مرستیال په حیث دنده درلوده په لاندې فتوحاتو کې نوموړي د مشر او یا هم ګډونوال په حیث برخه درلوده.

د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ فتحه، د غزني ولایت د اندړو، زنه خان، واغز، خوګیاڼو، رشیدانو، دهیک او خواجه عمري ولسوالیو د مرکزو او پوستو فتوحات. د لوګر ولایت د خروار اسلام درې ولسوالۍ فتحه. د غزني ولایت په مرکزي ښار فاتحانه عملیات چې د ښار ډیرې سیمې د مجاهدینو تر تصرف لاندې راغلې.

په وروستیو کې نوموړی د اسلامي امارت د زعیم امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب( حفظه الله) په امر د زابل ولایت د مرستیال په حیث تعین شوی و. د الخندق عملیاتو په لړ کې په زابل ولایت کې مجاهدینو د نوموړي تر  سرپرستۍ لاندې د پام وړ جهادي فعالیتونه ترسره کړل. چې له دې جملې د زابل د سیوري ولسوالۍ د پخواني مرکز فتحه، په ارغنداب ولسوالۍ کې د ګڼو  پوستو فتحه، په مرکز کلات کې د لویې قرارګاه فتحه،  په شینکۍ ولسوالۍ کې د مهمې پوستې فتحه او په دایچوپان ولسوالۍ کې د دښمن د پوستو فتوحات د یادونې وړ دي.

زخمي کیدل او بیا شهادت

ملا محمد داود نسیم په جهادي ژوند کې څو ځله زخمي شوی و. د اسلامي امارت په اوله دوره کې یو ځل د کابل به چهار اسیاب او بیا د میدان وردګو په جلګه ولسوالۍ کې ټپي شوی و، چې بیرته الله تعالی صحت ورنصیب کړ.

په زابل ولایت کې د جهادي مسؤلیت په لړ کې نوموړي په څو سیمو کې د هم مهاله بریدونو پلان ترتیب کړی و. چې له مخې یې په یوه شپه په مرکز کلات او ارغنداب ولسوالیو کې د دښمن په پوستو او په دایچوپان ولسوالۍ کې د دښمن په ستر بېس او پوستو باندې بریدونه ترسره شول. په دایچوپان ولسوالۍ کې د دښمن مرکز په خورا ستراتيژیک ځای پروت و او محکم جوړ شوی و، چې تر دې وړاندې هم ورباندې مجاهدینو بیا بیا بریدونه ترسره کړي وو. ملا محمد داود نسیم د دښمن د دې قرارګاه د له منځه وړلو لپاره خپل دایچوپان ته لاړ او د عملیاتو مشري یې په غاړه واخیسته. برید د شپې ناوخته دوه بجې پیل شو. نوموړی له برید کوونکو مجاهدینو سره د تعرض برخوال و چې سهار پنځه بجې شاوخوا د دښمن په مرمۍ ولګېد. مرمۍ یې په نس کې لګیدلې وه خو تر ملا وتلې نه وه، زخم یې که څه هم ژور و، خو نوموړی په پیل کې بیدار او تکړه و. نوموړی د علاج په خاطر له سیمې انتقال شو. تر دې چې مازدیګر مهال یې ناڅاپي حالت خراب شو او د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې یې د ژور زخم له امله خپل روح ملک الارواح ته وسپاره او د شهادت جام یې نوش کړ. انا لله و انا الیه راجعون.

د نوموړي جسد د غزني په زنه خان ولسوالۍ کې خپل کلي ته انتقال شو او له سترې جنازې وروسته یې په جسد په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

روح دې ښاد او یاد دې تل وي.

 

Related posts