جولای 23, 2019

غزني مرکز کې ۲ موټر تخریب، قومندان او د استخباراتي شبکې ۷ ګوډاګیان ووژل شول

غزني مرکز کې ۲ موټر تخریب، قومندان او د استخباراتي شبکې ۷ ګوډاګیان ووژل شول

په چاپه وهونکو ګوډاګیانو د ځانګړو بریدونو په لړ کې تیره ورځ مازدیګر۵ بجې مجاهدینو د غزني مرکز قلعه جوز سیمه کې  مجاهدینو د مزدور رژیم د استخباراتو د ګزمې په  رینجرموټر د ځمکني ماین چاودنه وکړه، چې په ترڅ کې یې رینجر تخریب او ۵ تنه مزدور عسکرځای پر ځای ووژل شول.

همدازار کمینوالو مجاهدینو هغه مهال د قومندان غفار په فلډر موټر د ماین چاودنه وکړه چې د وژل شوو ټوپکیانو د انتقال په موخه د جګړې سیمې ته روان وو، چې په ترڅ کې یې د دښمن موټر په مکمل ډول تخریب، قومندان غفار له ۳ ساتونکو سره ځای پر ځای ووژل شو.

وژل شوی ګوډاګی قومندان د غزني ولایت، ناوې ولسوالۍ اوسیدنکی او د اسدالله خا لد له نیزدې ملګروڅخه ؤ، چې  فعلا د استخباراتو په قطعه کې د کندک قومندان ؤ.

2019/7/10

Related posts