جولای 23, 2019

کندز: امام صاحب ۲ بیسونه، ۱ قرارګاه او یوه پوسته فتحه، ۱۱ عسکر قتل، ګڼې وسلې او مهمات ونیول شول

کندز: امام صاحب ۲ بیسونه، ۱ قرارګاه او یوه پوسته فتحه، ۱۱ عسکر قتل، ګڼې وسلې او مهمات ونیول شول

د الفتح عملیاتو په لړ کې تیره شپه یوځل بیا مجاهدینو د کندز ولایت، امام صاحب ولسوالۍ په یوشمیر سیمو کې د مزدور دښمن په قرارګاوو او پوستو پراخ تعرضي عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې تردې دمه د قرغان تیپې محاصره بیس، د زینب تیپې لویه قرارګاه، د معلم ترک د مکتب بیس او د شریر اربکي قومندان محمد پاچا پوسته په بشپړه توګه فتحه شول.

همداراز پراخې سیمې، لکه:  تاجکی قشلاق، اب فروش، قرغان تپه ترکمنیه، اوبخمل کوچه هم د مجاهدینو په کنټرول کې راغلې او مجاهدین د یادې ولسوالۍ مرکزښار څنډوته رسیدلي.

په دې برسېره د دښمن ۱ ټانک ویجاړ، ۱۱ تنه مزدور عسکرټپیان شوي، ۱ ټانک او پریمانه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي. بزدله دښمن په سیمه کې درنې بمبارۍ کړې دي، خولله الحمد چاته پکې کوم، زیان ندی اوښتی.

10/07/2019

Related posts