سپتمبر 19, 2019

له قاري صلاح الدين ایوبي سره چې په دې وروستيو کې د دښمن له زندان څخه په تېښته بريالی شو، د حقيقت مجلې ځانګړې مرکه

له قاري صلاح الدين ایوبي سره چې په دې وروستيو کې د دښمن له زندان څخه په تېښته بريالی شو، د حقيقت مجلې ځانګړې مرکه

ترتیب: ابو حفص هروی

يادونه:

د قاري صلاح الدين صاحب له خلاصون وروسته (چې رښتيا هم د خوښۍ خبر و) د فرهنګي کميسيون مخکښو همکارانو (محترم وثيق صاحب او محترم قاري سعيد صاحب حفظهم الله) په خوښه وروسته له هغه چې د فرهنګي کميسيون د مرستيال په زيات زيار او هڅو له جناب قاري صلاح الدين صاحب سره د ليدني کتني اسانتيا برابره شوه د (۲۰۱۹زېږديز کال د جون مياشتي پر۲۰) مه د هغې په ضمن کې له زندان څخه د نوموړي د خلاصون، د زندان د حالاتو او د خلاصون د څرنګوالي په اړه جالبي او د اورېدو څرګندوني لرلې چې د اخلاص او دوستۍ په فضاء کې ترتيب او همدا اوس لوستونکو ته وړاندې کېږي.

سعید هروی:

قاری صاحب! ښه راغلاست! که په پيل کې د ويلو  څه لری نو درنو لوستونکو ته يې و وايئ؟

قاری صلاح الدین:

لومړی د اللّٰه سبحانه وتعالی ډېر زيات شکر ادا کوم چې زما غوندې ناګاره يې د دين او هېواد د دښمنانو له منګولو خلاص کړ او بياهم د جهاد او مبارزې په سنګر کې قرار لرم، رښتياهم که په شپو ورځو الله تعالی ته په سجده سر کېږدم بيا به هم د هغه د دې ټولو لورېينو قدرداني ونکړای شم.

او بيا د ټولو مخلصينو که علماء کرام دي، که سپين ږېري نېکان او ياهم عام خلک دي قدرداني کوم چې زما د خلاصون په پار يې شپه ورځ د کابل رژيم ور وټکاوه او ځانونه يې ستړي کړل، زما د پرېښودلو په برخه کې که هرڅومره ياد رژيم د دوی خبري ونه منلې خو بيا هم د دوی ستړياوي او تکليفونه د تقدير وړ دي، الله تعالی دې ورته ډېر زيات اجرونه ور کړي.

سعید هروی:

قاری صاحب ! رښتياهم دا دوهم ځل دی چې تاسو د دښمن له لوري نېول شوي ياست؟

قاری صلاح الدین:

هو! څو کاله مخکې هم د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو په وړاندې زموږ د مبارزې په لومړيو وختو کې د خدای پاک پرېکړه داسي شوې وه چې د بادغيس ولايت په مربوطاتو کې ونېول شوم، چې څو کاله د فارياب، جوزجان، او د کابل څرخي پله په زندانونو کې مي ډول ډول رواني او بدني تعذيبونه وګالل چې بيا د بند د مودې له پوره کېدو سره راخلاص شوم.

سعید هروی:

 قاری صاحب! که د نېول کېدو په اړه مو څه راته و وايی؟

قاری صلاح الدین:

هغه مهال چې د فارياب جهادي مسئوليت را له غاړي و، د څه ناروغۍ د تداوي په نيت ګاونډي هېواد پاکستان ته تللم چې د هرات ولايت په لاره د دښمن له خوا ونېول شوم او کابل ته نقل کړل شوم، له درۍ کاله زياته موده وشوه چې د دښمن په بند کې وم، ځيني خلک په دې باور و چې نور نو صلاح الدين ايُّوبي نشته، يابه اعدامېږي او يا به هم پاتې ژوند ټول د دښمن په بند کې تېروي، ځينو بيا نور څه ويل، خو زه ټول الله تعالی ته سپارم او د خدای ج په دې ژمنه باندې په پوره باور چې څوک په هغه توکل وکړي الله تعالی يې چاره کوي، الله تعالی فرمايي «وَ مَنْ یَتَوَکَّلْ عَلَى اللّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ»، ما هم پر الله تعالی باندې توکل و چې په پايله کې يې هغه زما ټولي ستونزي حل او اسانه کړې او زه يې د دښمنانو له بنده ازاد کړم.

قاری سعید:

محترم قاری صاحب ! که دا راته و وايی چې څومره موده مو په بند کې تېره کړه او په کومو زندانونو کې؟

قاری صلاح الدین:

ما له بندي کېدو راسي د بند موده په بېلابېلو زندانونو کې تېره کړه، شپږ مياشتي په توقيف خونو کې، نهه مياشتي په باګرام کې وم، بيا يې نوېيم رياست/رياست(۹۰نود) ته يوړم، هلته يې ډېرزيات بنديان تعذيبول چې د برېښنايي شاټونو په ګډون ډول ډول تعذيبونه روان و، زياتو بنديانو ته يې بدني او رواني تکليفونه ورکول او له هرډول ظلمونو څخه يې پکې کار اخيست، له هغه ځايه يې څلوېښتم رياست(رياست چهل)ته يوړم او تر يونيم کال پوري هلته وم او بيا يې بېرته توقيف خونو ته راوستلم چې يوڅه د ژوند اسانتياوي يې لرلې او تر راخلاصېدو پوري همغلته وم.

قاری سعید:

د کابل نوېيم(۹۰)رياست په اړه ويل کېږي چې بنديان پکې ډېر زيات شکنجه کېږي او هرډول تکليفونه ور کول کېږي، نو که د سترګو لېدلي حال يې راته و وايی؟

قاری صلاح الدین:

هو! په خواشينۍ سره چې په نوېيم(۹۰)رياست کې بنديان ډېر زيات شکنجه کېږي او په بنديانو هر ډول بدني او روحي تکليفونه روان وي، دولتي کارمندان او نور بد رد، ښکنځل او ناوړه خبري ډېر کوي، خو زه يې په رواني لحاظ ډېر زيات تکليف کولم، د بنديانو د شکنجه کولو غږ صفا اورېدل کېده. کله به يې راته ويل ته وينې ټول دلته شکنجه کوو، ته څه خيال کوې چې تابه شکنجه نکړي؟ مابه ورته ويل ماته په لوح محفوظ کې ستاسو وهل نه دي ليکل شوي، لا د نورو بنديانو په سر به مي پرلپسې ډول ورسره لانجه کوله، په هغه ورځ چې زه يې ترې اېستلم نورو بنديانو ډېر په ژړا او خفه و چې قاري صاحب چې تاسو وای ښه به و، تاسو به پرې نېوکه کوله او ستا له وجې به يې موږ يا نه شکنجه کولو او يا به نسبتاً شکنجه کمه وه، اوس چې تاسو ځی زموږ غم به څوک خوري!

وثیق صاحب:

له تاسو پوښتني اشغالګرو کولې او که ګوډاګيانو يې؟ او اغلب به يې د څه په اړه پوښتني وې؟

قاری صلاح الدین:

زما د بندي کېدو په لومړيو کې خو خارجيانو پوښتني رانه کولې چې تاسو ولي طالبانو ته ورغلي ياست لامل يې څه و؟ او په دې ستونزو دي ولي په لوی لاس ځان اخته کړی دی؟ خو ما به ورته دا دليل پېښ کړ چې دوستم او د هغه ملېشو زموږ په سيمه کې ډېر زيات ظلمونه کول، پر موږ او زموږ پر مظلومو خلکو د هغوی د ظلم له لاسه مجبور شوو چې وسلې ته لاس کړو، د کابل رژيم په وړاندې ودرېږو او ورسره وجنګېږو.

وثیق صاحب:

له ځيني رسنيو او ټولنېزو پاڼو څخه اورېدل کېږي چې ستاسو په خلاصون کې د کابل رژيم له غړو سره کومه معامله ترسره شوې، په دې اړه تاسو څه واياست؟

قاری صلاح الدین:

دا بالکل درواغ دي، رسنيو که داسي څه ويلي وي، يا پر فيسبوک او ياهم په ټولنيزو پاڼو کې زما د خلاصون په اړه دا ډول خبرونه خپرېږي په ټوله مانا درواغ دي، زما خلاصون د الله تعالی له غيبي مرستي پرته هېڅ نه و، زما د خلاصون په ټول جريان کې يو يا دوه انصار کسان و چې مرسته يې وکړه، الله تعالی دي خير ور کړي، نور هيڅ نه و، له دې زيات او کم هرڅه چې ويل شوي يا اورېدل شوي وي د دښمن تبليغات دي، دا چې دښمن زما د خلاصون په برخه کې يوه ډېر لويه ماتې وخوړه نو ځکه داسي بې بنسټه افواوي کوي، په خواشنۍ سره دښمن مو د بدنامۍ په لټه کې دی چې ګني زما په خلاصون کې کومه سياسي معامله رامنځته شوې، دا ډول تبليغات محض درواغ دي.

دا چې زما له خلاصون سره هممهال دښمن د شپې په وخت د قيصار ولسوالۍ په شاخ سيمه کې د مجاهدينو په يو زندان چې ورکې نږدې۸۰سياسي او جنايي بنديان و بريد وکړ او هغه يې خلاص کړل ځېنو په ټولېزو پاڼو کې داسي وځلوله چې ګواکې قاري صلاح الدين د همدې بنديانو په بدل کې خلاص کړل شو، دلته به نو کومه معامله شوې وي او زه پر خدای ج قسم کوم چې هيڅ معامله نه وه او نه زه د معاملې سړی يم، دومره به تاسو هم اورېدلي يا لېدلي وي چې د ښمن په هلمند، بغلان او کندوز کې هم د مجاهدينو په زندانونو بريدونه کړي و.

قاری سعید:

د باګرام د زندان په اړه ويل کېږي چې پکې پر بنديانو ډېر زيات ظلم او شکنجې رواني دي، نو که د سترګو لېدلي حال يې راته و وايی؟

قاری صلاح الدین:

هو! په خواشينۍ سره چې د باګرام په زندان کې هم هر ډول روحي او بدني شکنجې رواني وي، زموږ ځيني ملګري به يې د ورځي له مخه وړل او ماښام به يې بېرته راوړل او ډېر زيات به يې شکنجه کول، تشنابونو ته به يې په تړلو سترګو بېول او ډېر زيات روحي تکليف به يې ور کاوه، شپه، ورځ او هيڅ وختونه سړي ته نه مالومېږې او له ناوسۍ يې په تړلو سترګو او تړلو لاسونو تېروي، د لمانځه هم هيڅ وخت نه مالومېږي، د قرآنکريم په تلاوت کې خنډونه پيدا کوي، ځيني وختونه به يې قرآنکريم نه را کاوه او د بنديانو په وهلو ټکولو به لګياو.

قاری سعید:

د کابل رژيم د ظلمونو په وړاندې د مجاهدو بنديانو روحيه څنګه وه؟

قاری صلاح الدین:

داسي مجاهدين ډېر کم لېدل کېدل چې روحيه يې ښه نه وي، نور ټول مجاهدين حتی د شکنجې او روحي تکليف په مهال به هم خوښ او خوشاله و، د الله تعالی د دين په خاطر دغه هر ډول شکنجې او تکليف يې خپل وياړ ګڼل او لکه څرنګه چې مجاهدين د عقيدې پر بناء جهاد کوي، نو د زندان له ناوړه اغېزو هم خوندي وي.

وثیق صاحب:

قاری صاحب ! تاسو خپل حال و وايئ ! په بند کې مو وخت څنګه تېرېده، يا په بل عبارت کومه خاطره که لری ويې وايئ؟

قاری صلاح الدین:

دا سمه ده چې زندان ځانګړې ستونزي لري، مګر الحمدلله ! زه د خدای ج شکر ادا کوم، تاسو يقين وکړئ داسي انګېرم لکه دا څلور کاله راسي چې په کوم پوهنتون کې وم، هم مي تجربه زياته شوه، هم مي د خدای ج شکر پوخ شو او هم د وضعيتونو څرنګوالی راته ښه مالوم شو.

دښمن او په ځانګړي ډول د دوستم مليشې زيات په دې لټه کې و چې په ژمنو او ګواښونو مي و وېروي، خو پر خدای ج پر توکل مي نا اميده کړل، هغو بيا بيا له ما وغوښتل چې که له دوستم سره يو ځای شې د جنبش ډلي مرستيالي به درکړو، يا به د فارياب ولايت درکړو، يا به دي ترکيې ته په سياسي پناه ولېږو او۶۰۰۰ډالر يا له دې زيات به مياشتنی معاش هم درکوو او داسي نور، خو که نه راسره يو ځای کېږي همدا حال او بدي ورځي به دي وي، له طالبانو څخه دي يو هم نه غم خوري نه دي پوښتنه کوي او… خو ما به يې په ځواب کې ويل موږ د خدای ج د رضا لپاره را وتلی و، ستاسو دا ټولي ژمني مو شاته پرېښودلې او ستاسو له ګواښونو هيڅ وېره نه لرو، زموږ ملاتړ به خدای ج کوي او هغه مو يواځي نه پرېږدي.

خو دعاګاني او استخارې مو زياتي کړې، د راخلاصېدو په شپو ورځو کې ما، زما کور او کورنۍ مي دعاوي او استخارې زياتي کړې، په همدې کې زما کور و ويل يوه شپه مي خوب ليده ته خلاص شوې، فارياب ته لاړې، هلته يو اوږد کتار مجاهدين تاسو ته انتظار ولاړ دي او وايي امیرالمومنین شیخ صاحب هبه الله اخندزاده حفظه الله ستاسو مبارکۍ ته راځي، خدای ج دغه خوب رښتيا کړ او زه يې د ظالمانو له زندانه را خلاص کړم.

زما خلاصون په عقلي او منطقي لحاظ نه سمېږي، خو څوک چې دې ډول مسئلو ته له اېماني منظره وګوري ورته مالومه بشي چې خدای پاک د کوم کار کول وغواړي اسانتياوي يې هم برابروي.

هر اميد چې مي درلود الله تعالی پوره کړ، تر اوسه مي يواځي د شهادت ورځي هيله نه ده پوره شوې، له الله تعالی څخه د شهادت هيله لرم او د هغه د راضي کولو په انتظار يم.

وثیق صاحب:

مسلمان ملت او مجاهدينو ته څه پيغام لری؟

قاری صلاح الدین:

خپل مسلمان او مجاهد ملت او ټولو مجاهدينو ته مي پيغام دا دی چې د دښمن افواوو او پروپاګندونو ته دي نه ګوري، همدارنګه د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګيانو پر وړاندې دي جهاد ته ادامه ور کړي، په دې دي و پوهېږي چې برياليتوب له پيله ترپايه د مسلمانانو او مجاهدينو دی او هره خبره يا څرګندونې چې اوري په ژوره څېړنه دې يې ځان له حقيقته خبروي، لکه چې په اياتونو کې يې تاکېد شوی دی، د حجرات په ۶ ايات کې فرمايي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ» او په۱۲ ايات کې يې فرمايي: أ«َیا يُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ …» چې خدای مکړه د شيطان په لومه کېنوزي.

د مجلې همکاران: قاری صاحب ! مننه چې وخت مو راکړ!

قاری صلاح الدین: موږ هم ستاسو مننه او قدرداني کوو چې مجاهدينو او مسلمان ملت ته زموږ غږ رسوی او اميد لرم چې تل به په خپلو چارو کې موفق اوسر لوړي و اوسی.

Related posts