اپریل 07, 2020

د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د اشغال د خاتمې د تړون د لاسلیک د مراسمو برخوالو ته د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال محترم ملا عبدالغني‌برادر د وینا متن

د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د اشغال د خاتمې د تړون د لاسلیک د مراسمو برخوالو ته د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال محترم ملا عبدالغني‌برادر د وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلي علی رسوله الکریم، اما بعد:
له تاسې ټولو معززو میلمنو او حاضرینو څخه چې زمونږ د هیواد په اړه پدې تاریخي غونډه کې مو ګډون کړی، مننه کوم او ښه راغلاست درته وایم.
د افغانستان اسلامي امارت او امریکا ترمینځ کامیاب مذاکرات او توافق د افغانستان د مجاهد ولس او نړۍ په ګټه یو مثبت اقدام دی اوټولو ته یې مبارکي وایم.
د افغانستان اسلامي امارت له امریکا سره د شوې توافقنامې عملی کولو ته ژمن دی. همداشان غواړي دیوه منظم نظامي او سیاسي قوت په توګه له خپلو ګاونډیانو، د سیمي او نړۍ له هیوادونو سره مثبتې اړیکې ولري او په سیمه او نړۍ کې رغنده رول ترسره کړي.
د افغانستان ولس د تیرو څلورو لسیزو راهیسی ډیر کړاوونه ګاللي دی. زه هیله لرم له افغانستان څخه د ټولو خارجي قواوو په وتلو سره افغان ولس د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ارام ساه واخلي او سوکاله ژوند پیل کړي ، ټول د هیواد آبادي او ملي یووالي ته متوجه شي. له همدې کبله، په ټولو افغاني جهتونو ژغ کوم چي په صادقانه ډول سره، د یوه خپلواک، قوي اسلامي نظام لپاره د مذاکراتو میز ته را وړاندی شي ترڅو په اتفاق سره په اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو راټول شو.
په پای کي د قطر هیواد له محترم امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، له خارجه وزیر او د صدراعظم له مرستیال محترم محمد بن عبدالرحمن آل ثانی او د قطر هیواد له نورو چارواکو څخه چي د مذاکراتو په اوږده بهیر کي یې د سولې د پروسې سره مرسته کړي، سهولتونه یې برابر کړي او په دې لاره کي یې زحمت ایستلی مننه کوم. همداشان د پاکستان هیواد له هلو ځلو او هڅو څخه چې د سولې په برخه کې یې کړې مننه کوم همدا رنګه د چین، ازبکستان، ایران، روسیې، انډونیزیا، ناروې او نورو ټولو هیوادونو څخه چې د سولې د پروسې سره یې مرسته کړې مننه کوم. هیله لرم چې د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

Related posts