جولای 23, 2019

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمیسیون اعلاميه

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د کمیسیون اعلاميه

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسواوتخصصاتو د  کمیسیون تراشراف لاندې د افتاء او دقضاء د تخصص اداره ( مدرسه ) لکه څرنګه چې په جنوب لویدیځ حوزه کې فعاله ده، دغه راز په شمال ختیځ حوزه کې هم افتتاح کیږي، چې دافتاء اوقضاء درسونه به په ښه مسلکي توګه په کې جریان ولري، دوه کلن جامع او معياري نصاب ورته ترتیب شوى، چې د دغه فن د ماهرو، تکړه، تجربه لرونکو علماء کرامو او استاذانو لخوا به ورته تدریس کیږي، د ځاى، إعاشې، إباتې او نورو ټولو ضرورياتو بشپړ انتظام شوی دی.

د دغه تخصص دداخلې لپاره لاندې شرائط او ضوابط په پام کې نيول شوي دي:

(١) ـ په دغه تخصص کې به صرف هغه اشخاص برخه اخیستلی شي چې د کومې معلومې ديني مدرسې څخه په اعلى درجه فارغ التحصيل وي، او د دې ترڅنګ په علم فقه او علم اصول فقه کې د ښه استعداد درلودونکي وي، همدا راز د ښه ليکلو او انشاء صلاحيت هم ولري.

(٢) ـ په تخصص کې د شاملېدونکي شخص لپاره لازمي ده چې د کومې مدرسې څخه فارغ شوى وي د هغې مدرسې د مهتمم يا ناظم لخوا د خپل اخلاقي او تعليمي حالت تصديق نامه له ځانه سره ولري.

(٣) ـ کوم شخص چې د بشپړ وخت تيرولو (يعنې د تخصص ترپايه د پاته کېدلو) پخه امادګي ظاهره کړي هغه ته به داخله ورکول کېږي، او د پوره وخت تيرولو تحريري ضمانت به يې يو مشر عالم کوي.

(٤) ـ په لاندې کتابونو کې به د داخلې تقريري امتحان اخيستل کېږي:

صحيح البخاري، بيضاوي ياجلالين، هدايه کامل، نورالانوار يا حسامي، شرح العقائد، مختصرالمعاني، مقامات حريري، سلم العلوم او ميبذي.

او ددې څخه علاوه د ليکلو او انشاء د صلاحيت امتحان به هم اخيستل کېږي.

(٥) ـ کوم کسان چې د مذکوره شرائطو سره برابر وي او د داخلې په امتحان کې کامياب او داخله ورکول شي هغوى ته به دإعاشې او إباتې څخه علاوه په میاشت کې يو مقدار نقدي مرسته هم ورکول کېږي.

(٦) ـ د تخصص د شاګردانو د مشاغلو تقسيم أوقات به د نورو طلباؤ په شان نه وي؛ بلکه د ضروري آرام او د صلوة او طعام د اوقاتو څخه غير به نور ټول اوقات د تخصص په درس، مطالعه او د إفتاء په تمرين کې تیروي.

(٧) ـ د تخصص شاګردان به د تخصص په درس او مطالعه کې په شاملو کتابونوکې، د هرې درې میاشتنۍ مودې په پای کې د امتحان په ورکولو مکلف وي.

(٨) ـ د تخصص شاګردانو ته به په آخري کال کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسواودتخصصاتو د  کمیسیون لخوا موضوعات او عنوانونه انتخابېږي، دوى به هر يو په جلا جلا موضوع او عنوان مقاله ليکي.

(٩) ـ په پاى کې به کاميابو شاګردانو ته د افتاء او د قضاء د تخصص ښه معتبر او معياري سندونه

(شهادت نامې ) ورکول کېږي.

داخله : داخله به همدا نن د۱۴۴۰هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې له ( ۲۹ ) مې، د ۱۳۹۸هـ ش کال د سرطان د میاشتې له (۱۱) او د ۲۰۱۹م کال د جولای د میاشتې له دوهمې نیټې د سه شنبې له ورځې څخه شروع کیږي.

إفتتاح : د اسباقو افتتاح به د روان کال د ذوالقعدة الحرام د میاشتې په (۷ ) / د سرطان په ۱۹ / د جولای په ۱۰ د چهارشنبې په ورځ کیږي ان شاء الله تعالی.

د داخلې إراده لرونکي وروڼه دې له همدا اوس څخه په لاندې نمبرونو رابطه وکړي اوخپل شهرت دې ثبت کړي.

ش دکتور :  (۰۰۹۳۷۸۰۱۴۰۳۸۷)

ش دکتور :  (۰۰۹۳۷۹۷۲۹۲۲۱۲)

مخابره نمبر: تعلیم (۵۶۹۲۰۰ )

Related posts