اپریل 03, 2020

د ګڼو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اسلامي امارت له مرستیال محترم ملا برادر اخند سره جلا جلا لیدنې وکړې

د ګڼو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اسلامي امارت له مرستیال محترم ملا برادر اخند سره جلا جلا لیدنې وکړې

نن مازدیګر د قطر مرکز دوحه کې له امریکا سره د اشغال د خاتمې د تړون د غونډې په څنډه کې د ګڼو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند سره په جلا جلا توګه لیدنه وکړه، هغه ته يې د تړون د لاسلیک په اړه مبارکي وویله او خپلې نیکې پيرزوينې يې وړاندې کړي.

په دغو وزیرانو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو، د ترکې هیواد د بهرنیو چارو وزیر، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، د ناروې د بهرنیوچارو وزیر، د روسې ځانګړې استازي ضمیر کابلوف او د ګڼو نورو هیوادونو راغلو استازي شامل وو.

هغوی په افغانستان کې د سراسري سولې د تأمین، د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ په برخو کې خپلې خپلې ژمنې وکړې او له امریکا سره د نن ورځې لاسلیک شوی تړون يې یوه ستره او تاریخي بریال وبلله.

محترم ملا برادر اخند هم د یادو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او سیاسي استازو څخه یوځل بیا غونډې ته راتګ په اړه مننه وکړه او د هغوی د مبارکۍ پیغامونه يې ومنل.

 

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۵/۷/۱۴۴۱هـ ق

۱۰/۱۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/2/29م

Related posts