اپریل 07, 2020

په هیواد کې د نيالګيو کېنولو په هکله د اسلامي امارت د کرنې، مالدارۍ او عشر و زکات کمېسيون اعلاميه

په هیواد کې د نيالګيو کېنولو په هکله د اسلامي امارت د کرنې، مالدارۍ او عشر و زکات کمېسيون اعلاميه

زموږ د ګران هېواد طبيعت ته په کتو، چې تر ډیره زراعتي دی او ځنګلونه پکې خورا اهميت لري، د بهرنيو يرغلونو له امله زموږ د هېواد زراعت او ځنګلونو سخته صدمه لیدلې.
دا چې زموږ پر خاوره له څلوېښتو کلونو بارود او کيمياوي مواد کاريږي، د وطن ښکلې هوا مو ملوثه او زهرجنه شوې ده. ژوي او مارغان مو يا تلف شوي يا کډه شوي، چې نه جبيره کېدونکی زيان ګڼل کیږي.
د هواء د صفايي، د اکسيجن د سلنې لوړول، په زمکه کې د څښاک وړ اوبو ډېرول، د سېلابونو د زیانونو د کچې ټیټول يوازې او يوازې په زرغون افغانستان باندې کېدلی شي.
دا چې موږ د الله جل جلاله له لوري د ځمکې په ابادۍ مامور يو {هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا} او دا چې زموږ ستر لارښود صلی الله عليه وسلم د ونې کښت جاريه صدقه ګڼلې او د ډېر اهميت له کبله وايي: عن أنس رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “إن قامت الساعة وبيد أحدكم فسيلة، فإن استطاع أن لا يقوم حتى يغرسها فليفعل”. رواه احمد
یعنی که قيامت قايمېده او له چا سره يو بوټی و، که له قايمېدو مخکې يې په کرنه وتوانېد، ودې کري!
همدا ډول د اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله د فرمان له کبله د افغانستان اسلامي امارت، د کرنې، مالدارۍ او عشر وزکات کمېسيون هر کال د مېليونونو افغانيو په لګښت ونې کري.
سږ کال بيا خپله هم ژمن دی او ګرانو هېوادوالو ته هم وريادوي چې د خپل توان په اندازه ونې وکري. له يوه لوري به مو د ځمکې په ابادۍ کې برخه اخیستې وي، د ستر لارښود صلی الله عليه وسلم امر به مو پر ځای کړی وي، اطاعت به مو کړی وي، بل لور ته به مو د ککړې هواء په تصفيه کې برخه اخیستې وي او د صحتمن راتلونکې هڅه به مو کړې وي.
په دې سره به مو هيواد د ابادۍ او ښيرازۍ پر لور پرمختګ وکړي، ان شاءالله.
د اسلامي امارت د کرنې، مالدارۍ او عشر وزکات کمېسيون
۳/۷/۱۴۴۱هـ ق
۸/۱۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/2/27م

Related posts