اپریل 07, 2020

په کندز کې ګڼ شمېر مجلې او کتابونه وویشل شول

په کندز کې ګڼ شمېر مجلې او کتابونه وویشل شول

نن د کندز ولایت مرکز په ګډون د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د فرهنګي کمیسیون د مسؤلینو لخوا ګڼ شمېر مجلې او کلیزي وویشلې شوې. د راپور له مخې دحقیقت، شهامت، او څرک مجلو تر څنګ چې په پښتو او فارسي ژبو چاپېږي د یاد کمیسیون لخوا چاپ شوي کتابونه هم د سیمې په علماء کرامو، استادانو، شاګردانو او لوستو ځوانانو ویشل شوي دي. راپور زیاتوي چې خلکو د مجاهدینو دغه کړنه ستایلې او له دوی یې غوښتي چې د ځوانانو د پوهاوي او فکري پوهنې لپاره دي دغه لړۍ دوامداره وساتله شي ترڅو د سیمې خلک ترې په پراخه کچه ګټه واخلي.

2020/2/26

Related posts