اپریل 07, 2020

“وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ ۚ “…!!

“وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ ۚ “…!!

د ورځي خبره:

تېر ۲۰۱۹م کال کې په همدې میاشتو کې کله چې د «الفتح» په نوم د نوي کال لپاره مجاهدینو خپل جهادي عملیات اعلان کړل؛ همغه مهال تر پورتني سرلیک لاندي موږ ولیکل چې دا عملیات به وروستي عملیات وي، او مسلمانانو ته به له سوله ایزو بریاوو، فتحو او نصرتونو سره د تفاؤل زیري راوړي.

او دا ځکه چې، «وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ…» د الله تعالی پر وعده مو سل سلنه ایمان درلود چې د حق د لارویانو مرسته به ضرور الله تعالی کوي.

همغه و چې د آزادۍ د لاري د سپیڅلو مجاهدينو د قربانیو په برکت نن افغان ولس پر یو داسي سټیج ولاړ دی چې جهادي او سوله ایزو هڅو یې ښه رنګ راوړی.

موږ ویلي وو، ډېره ممکنه ده چې الله تعالی به د مسلمانانو د نیکپالۍ همدا امیدونه مړاوي کیدلو ته نه پریږدي، بلکي په سترو، عظیمو او مبینو فتوحاتو به یې ونازوي…« وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ ….الآیة» یوازي الله تعالی د خپلو مؤمنو بندګانو نصرت کوي.

نن چې د جنګ ځپلي افغان ولس سترګي راتلونکې تاریخي معاهدې ته دي؛ چې په پایله کې به یې د هیواد د آزادۍ له ستر نعمت څخه دا ویاړلی ولس برخمن کیږي، او د یو سوکاله راتلونکي د زیری اوریدلو ته سترګي په لاره دی؛ دا د الله تعالی یو عظیم مرحمت او بې ساری نصرت دی او د نصرت تقاضا دا ده چې مسلمانان به د الله تعالی شکر اداء کوي. « لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ…» د شکر اداینه دا ده چې په راتلونکي کې د هیواد د جوړولو په تکل د اسلامي امارت ترشا کلک ودریږي، ترڅو په ګډه د یو مستحکم اسلامي نظام د بنسټ ایښودو لپاره کار وکړي.

برعکس دا به لویه ناشکري وي چې د قدرت غوښتني او خپلو نفسي خواهشاتو په طلب کې د دغه ستر نعمت ناقدري وشي، او د بیا لپاره دا ځوریدلی ولس د بهرنیو د یرغل او یا د کورنیو بدمرغیو ښکار وګرځول شي.

پای …………..!
د ورځي خبره
2020 – 2 – 26

Related posts