اکتوبر 24, 2019

د ولس له قاتلانو انتقام

د ولس له قاتلانو انتقام

نن داسلامي امارت د استشهادي کنډک اتلو مجاهدینو کابل کې درژیم د دفاع وزارت دلوجستیک او انجنیرینګ مرکزونه په نښه کړل،تراوسه لا جګړه پای ته نه ده رسېدلې،خو دولس د لسګونو قاتلانو او دامریکایي ګټو د ساتونکو وژل تائید شوي، برید دومره دقیق و چې په کورونو کې دشیشو له امله د سرسري زخمیانو پرته یو ملکي هیوادوال هم تلف شوی نه دی.

په ډير تاسف سره زیاتره رسنۍ په ننني برید کې د شیشو له امله د ژوبلو شوو ملکي هیوادوالو او دښوونځي د زده کونکو انځورونه خپروي، خو په پیښه کې د لسګونو وژل شوو ټوپکیانو په اړه هیڅ هم نه وای. رسنۍ په دغه ډول چلن سره نور هم خپل حیثیت ته زیان رسوي او دمظلوم ولس سره ستر ظلم تکراروي.

دې وروستیو کې یرغلګرو او کابل رژیم د مظلوم ولس پر ضد خورا وحشیانه عملیات پیل کړي،هره ورځ ښځې او ماشومان شهیدانوي، مسجدونه، مدرسې او کلینیکونه ویجاړوي او په سستیماتیک ډول د ملکي هیوادوالو کورونه، دوکانونه او بازارونه لومړی لوټ کړي او بیا یې وسوځوي. دا ډول وحشت نه په یوه ولسوالي او یو ولایت کې روان دی، بلکې د ګران هیواد په ټولو سیمو او سمتونو کې هره ورځ ولس دهمدې ډول بربریت او ظلم څخه کړیږي.

داسلامي امارت اتلو مجاهدینو دخپل مظلوم ولس د عزت، ځان او مال د ساتنې لپاره ډيرې قربانۍ ورکړي او ژمن دي چې خپلې پاکې مبارزې ته به دوام ورکوي،ددین، وطن او محبوب ولس بهرني او داخلي دښمنان به په نښه کوي او دخپلو خلکو غچ به ځني اخلي.

دولس له قاتلانو څخه  دغچ اخیستنې په لړ کې دوې ورځې وړاندې اتلو مجاهدینو دکندهار ولایت دمعروف ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه ونیو، لسګونه دامریکایي ګټو مدافعین یې ووژل او خورا ډیره سپکه او درنه وسله مجاهدینو غنیمت کړه.

همداراز په بادغیس، فاریاب، فراه، بلخ، کندز، غزني، زابل،کندهار، لوګر،میدان وردګ،ننګرهار، کونړ، تخار، بدخشان، بغلان او….. کې پراخې سیمې او ولسوالۍ  د دښمن له وجود څخه پاکې شوې،خلک د رژیم د ټوپکیانو له وحشت او فساد څخه خلاص شول او دامن او شریعت سپین بیرغ په سیمه کې رپاند شو.

د امریکایي ګټو پر ساتونکو افغان وژونکو به نننی اتلوال برید وروستنی نه وي، مجاهدین به همداډول نور بریدونه هم د دښمن پر مهمو مرکزونه ترسره کوي، د میرمنو، ماشومانو او په ټوله کې دمظلوم ولس اجرتي قاتلان به پر ارامه نه پریږدي.

د رژیم وسله وال چې په هر یونیفورم کې دامریکایي ګټو ساتنه کوي، باید متوجه شي، که داشغال له ملاتړ او دولس له ځورولو لاس وانخلي، هر څومره سمیټي دېوالونه چې پر ځان ورتاو کړي، د قهرمانو مجاهدینو څخه به خلاص او پټ نشي،مجاهدین به یې له پټنځایونو راباسي او دخپل ولس غچ به ترې اخلي.

ان شاءالله العزیز

Related posts