اپریل 06, 2020

نورستان: وانت وایګل کې ۱ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شو

نورستان: وانت وایګل کې ۱ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شو

نن سهار د نورستان په وانت وایګل ولسوالۍ کې د مندیش کلي یو تن اوسیدونکی عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شو. د غلام قادر ولد نعمت الله په نوم دغه عسکر چې د یادې ولسوالۍ په دفاعي پوسته کې یې دنده درلوده د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ له مزدوري ادارې څخه را جلا شوی او مجاهدینو سره یو ځای شوی دی.

مجاهدینو د ده راتګ ته هرکلی ویلی او د باورلیک په ورکولو سره یې ازاد ژوند ته ورګرزولی دی.

پاته دي نه وي چې په دې وروستیو کې د مزدور رژیم له لیکو د عسکرو د راوتلو لړۍ ګړندۍ شوې او د یادې ادارې ګڼ شمېر کارمندان له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي.

2020/2/25

Related posts