اپریل 06, 2020

نورستان: منډول کې ۵ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

نورستان: منډول کې ۵ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

له مجاهدینو سره د پیوستون په لړ کې تازه د نورستان ولایت، منډول ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۵ تنه عسکر د کابل رژیم له لیکو را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱: شفیع ولدرجب، کلی کوراج

۲محمدعلی ولد غلام علی کلی اریشوک

۳: شیرعلي ولد عبدالغفور، کلی انیش

۴: غلام قادر ولد غلام صدیق کلی کویش

۵: امان الله ولد محمد کلی کویش

د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ له مزدور رژیم څخه را جلا شوو دغو کسانو ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د مزدور رژیم لپاره هیڅ ډول فعالیت نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل رژیم ګڼ کارمندان له مزدوري ادارې را جلا شوي او دغه لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.

2020/2/25

Related posts