اپریل 06, 2020

نورستان: کامدیش کې په چاپه وهونکو اربکیانو برید وشو

نورستان: کامدیش کې په چاپه وهونکو اربکیانو برید وشو

تېره شپه مجاهدینو د نورستان ولایت، کامدیش ولسوالۍ اړوند منډګل کلي ته څېرمه په هغو اربکیانو برید وکړ، چې کلي ته د چاپې لپاره روان ول.

برید هغه مهال ترسره شوی چې لا دښمن خپل هدف ته نه وو رسیدلی، د راپور له مخې دښمن په تېښته مجبور کړل شوی او د تلو پر مهال د اولسي خلکو په لاس ورغلي مالونه یې هم له ځان سره وړي دي.

2020/2/25

Related posts