اپریل 06, 2020

د الاماره وېبپاڼې د اونۍ تبصرې مهم ټکي

د الاماره وېبپاڼې د اونۍ تبصرې مهم ټکي

تحلیل او شننه: عزام حقاني

د اونۍ په نوم تبصره چې د طالبانو رسمي نظر او موقف څرګندوي د (تاریخي شیبې او عامه مسؤلیت) تر عنوان لاندې چې اوس تازه نشر شوې، یو لړ مهمو مساﺉلو ته یې په دقیق او معقول انداز اشاره کړې ده.
په دې سیاسي مقاله کې څو ټکي ډیر اهم او د پام وړ دي چې په لاندې ډول ورته اشاره کیږي:
یادونه: د تبصرې ژبه صلیقوي، نرمه، په عقل او خیر خواهۍ ولاړه، د نزاع د حل غوښتونکې او په ټوله کې د افغان ولس د راتلونکي په اړه پکې معقول دیني تجویزات شوي دي او ټول افغاني جهتونه پکې د تعقل او تفاهم سیاست غوره کولو ته رابلل شوي دي.
لومړی: افغان ولس ته یې د ١٨ کلنې سختې جګړې چې د اشغال په وړاندې د آزادۍ او اسلامي نظام د اقامې تر شعار لاندې پیل شوې وه د پای ته رسولو څرګند پیغام ورکړی او هم یې ورته د ګټلو مبارکي ویلې ده.
دویم: د دې حساسې او ټاکوونکې مرحلې اهمیت ته یې ولس په ښه منطقي، تاریخي او ادبي انداز متوجې کړی دی، چې ستاسو نیکونو او پلرونو هم د وخت د تیریګرو په مقابل کې ورته ویاړونه خپل کړي وو. چې دلته یې د دوی له نسلي میړانې څخه قدرداني کړې ده.
دریم: ولس ته یې په رسا الفاظو ویلي چې ننۍ سوبه او بریا ستاسو د استقامت، صبر، مشقاتو او تکالیفو په زغملو او د دښمن په وړاندې د قیام او تبارز نتېجه ده چې نن ستاسو کبرجن دښمن د تیښتې لپاره ځانته د اوړو پزه ږدي.
څلورم: لیکلی یې دي چې عزت، آزادي او د خپلو ارمانونه ترلاسه کول په سوال او زاریو نه په تاریخ کې چا ګټلي او نه یه یې هم وګټي، که مو شهیدان ورکړي، زخمیان او بې کوره شوي یاست، که مو ښارونه، کلي، کورونه او مقدسات متضرر شوي دا د آزادي خواهانو او عزتمنو ولسونو عادات او هم طبعي غوښتنه ده.
پنځم: څرنګه چې دا ټولنه عقیدوي او په الله جل جلاله ایمان لرونکې ټولنه ده، نو په هر لوی او واړه نعمت شکرګذاري الله جل جلاله ته دی او هم په ابتلاء او ازمایښت کې راتلل د الله جل جلاله له لورې دی. نو بنآء مؤمن ولس دې د دې ستر نعمت په حصول له کبر، معصیت او غرور نه په جدي توګه ځان وژغوري او د متعال رب د ځانګړي نصرت او فضل حمد او ستاینه دې وکړي.
شپږم: هیوادوال یې اګاه کړي دي چې تاسو د تاریخ په ویاړمن او ټاکوونکي تماځای کې قرار لرﺉ، اوس هغه وخت دی چې تاسو د الله په رسۍ قرآن باندې منګولې ولګوﺉ او د اخوت، میني او وروګلوۍ اړیکي نورې هم مضبوطي کړﺉ، د نفاق، شر اچونې او ویشنې مؤضر افکار او خبرې له خپلو منځونو ورکې کړﺉ څو الله جل جلاله تر دې ستر انعامات درکړي او هم د بعدي اقداماتو لپاره په پوره تدبر، اخلاص او صمیمیت سره د سولیز او پر امن لرونکي افغانستان لپار کار وکړﺉ.
اوم: د خارجي عسکرو له وتلو وروسته چې د افغانستان د قشالې داخلي اړخ پیلېږي، دلته ټول کارونه د افغانانو پر اوږو دي باید دا مسؤلیت په سهي توګه ترسره کړای شي او هیچا ته اجازه ور نه کړﺉ چې ستاسو ارمان او هدف د اسلامي نظام تحقق او د امنیت تأمینول د خپلو شیطاني هوسونو ښکار وګرځوي.
بلکې د هر خنډ په وړاندې په زغرده ودرېږﺉ.
اتم: ټول متنازغ او مخالف جهتونه یې په ډېر معقول او ښه انداز د کتاب الله او سنت الرسول په منځګړېتوب جوړجاړي ته رابللي، څو په ګډه د زورېدلیو او په تکلیف شویو افغانانو هیلي او ارمانونو ته کار وشي او د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره اړین ګامونه واخستل شي.
نهم: د افغان ولس اګاه او پوه قشرونه په ټوله کې عام افغانان یې تاریخي پېښو ته په کتلو تنبیه کړي چې خدای مه کړه یو ځل بیا دلته د هوس او قدرت مینان ستاسو په قربانیو او اهدافو لوبې وکړي.
له تاریخ نه په استفاده هیچا ته اجازه مه ورکوﺉ چې ستاسو بریا او سوبه په یو بل ناورین او بحران بدل کړي،
بلکې د افغان ملت مشترک هدف د اسلامي نظام تحقق باید صورت ومومي.
چې په دې کې مهم کردار د ولس د اشرافو او پوهانو دی چې باید متوجې وه اوسي.
لسم: افغانان مخاطب کړل شوی دي چې تېرې ١٨ کلنې کامیابه مبارزې ته په کتلو سره اسلامي امارت په پوره اخلاص او استقامت سره په هر ډګر کې قرباني ورکړې ده څو ګران هېواد د یرغلګرو له وجود څخه پاک او د افغان ولس د عقیدې او ارادې ممثل نظام قاﺉم کړي چې دا دی د بریا تر درشله رسیدلی دی.
نو بناء ستاسو دیني او اخلاقي مسؤلیت جوړېږي چې د اسلامي نظام د تحقق او امنیت د تأمین په مخکي د ټولو شیطاني او نفسیاتي خنډونو په وړاندې له صادق او مخلص لورې سره ودرېږﺉ.
یولسم: اسلامي امارت به د افغانانو د هیلو او ارمانونو لپاره تر تر هغه وخته د شر او فساد په ضد جګړه کوي څو تحقق پیدا کوي.
د اسلامي سبا په هیله!

Related posts