اپریل 06, 2020

د اسلامي امارت سياسي او نظامي ځواک متحد دی!

د اسلامي امارت سياسي او نظامي ځواک متحد دی!

د ورځي خبره:

د اشغال له پيله دښمن د اسلامي امارت د مثالي وحدت د له منځه وړلو لپاره بېلابېلې هڅې وکړې، خو د الله تعالی په فضل دې هڅو نه یوازې د اسلامي امارت وحدت ته زیان ونه رساوه؛ بلکې نور یې هم مجاهدين يووالي او وحدت ته ځير او وهڅول.

اسلامي امارت د اشغال پر وړاندې د ۱۹کلن مقاومت پرمهال دا ثابته کړه چې متحد دي، د اسلامي امارت مشران په ټولو افراد کنټرول لري او افراد ټول اجرآت د يوې قوماندې لاندې ترسره کوي.

له کومې ورځې چې اسلامي امارت د اشغال پر وړاندې د نظامي مقاومت سره سره سياسي هلې ځلې پيل کړي دي؛ دښمن د رسنيو له لارې تبلیغات شروع کړي وو چې ګویا د امارت مشران پر خپلو افرادو بشپړ کنټرول نه لري، دغه راز دښمن هڅه وکړه، چې افغانستان کې له امارت پرته مختلفې نورې ډلې فعالې وښیي، ترڅو د طالبانو ځواک تر پوښتنې لاندې راولي او امريکايانو ته ثابته کړي چې که له امارت سره تړون لاسليک هم کړي هغوی خپلې کړې ژمنې نه شي پوره کولی؛ خو اسلامي امارت په خورا تدبير او ځیرکتيا سره د دښمن دسیسې شنډې او ملت او نړۍ ته څرګنده کړه چې دا يوازې پروپاګند دی او حقيقت نه لري.

« د عملياتو د تخفيف اوونۍ » دوه ورځې تېرې شوې خو په ټول افغانستان کې مجاهدینو د خپلو مشرانو له لاښوونو سره سم په عمل کولو سره وښودل چي د اسلامي امارت صف متحد او مجاهدين د اطاعت اصل ته پابند دي.

Related posts