اپریل 06, 2020

لغمان: دولت شاه کی ستره غونډه ترسره شوه

لغمان: دولت شاه کی ستره غونډه ترسره شوه

نن غرمه ۱۱ بجې لغمان دولت شاه ولسوالۍ دړا باغ سیمه کې شانداره غونډه ترسره شوه، دغه غونډه کې د سیمې جیدو علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون درلود. دغه غونډه کې وینا والو د روانو حالاتو په اړه کټورې ویناګانې وکړې او مجاهدین یې د خپلو امیرانو اطاعت او له اولس سره د غوره اسلامي چلند ته متوجه کړل.

د غونډې په پای کې د سیمې خلکو د مجاهدینو د هڅو ستاینه وکړه او له خپل لوري یې د هرډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل شوې دغه غونډه په ګران هیواد کې د اسلامي نظام او ارامۍ په دعا سره پای ته ورسېدله.

2020/2/23

Related posts