اپریل 06, 2020

هیوادوال باید د دښمن منفي تبلیغاتو ته اهمیت ورنکړي!

هیوادوال باید د دښمن منفي تبلیغاتو ته اهمیت ورنکړي!

عنایت الله خاموش:

د اسلامي امارت او امریکايي لوري ترمنځ، د توافقنامې د لاسلیک لپاره د ارامي فضاء د رامنځته کولو په موخه، د جګړې پر کموالي هوکړه سوي او دواړه لوري به یې مراعتوي. دا مرحله به د اوو ورځو لپاره وي او له هغه وروسته به توافقنامه د نړیوالو په حضور کي لاسلیک کیږي.
دا چي د اسلامي امارت دریځ د اشغال خاتمه او په افغانستان کې د امن او اسلامي نظام رامنځته کول دي او د دې لپاره یې ۱۹ کاله مبارزه کړي. نو دې موخي ته د رسیدني لپاره یې له مقابل لوري سره تعهد کړی او تعهد ته ژمنتیا به هیڅکله ماته نه کړي او نه به هم له مقابل لوري سره کړی تعهد مات کړي. ځکه د دوی موخه د اشغال خاتمه او د واحد اسلامي نظام رامنځته کول دي.
اوس مهال ځیني کړۍ د عقدې په اساس او یا هم د نورو بهرنیو او کورنیو جګړه خوښو په اشاره کوښښ کوي، تر څو د خلکو ذهنیت منفي او د جګړې د دوام لپاره پر نویو پلانونو کار وکړي.
نو ټول هغه هیوادوال چي د اشغال خاتمه او د افغانستان ازادۍ یې موخه ده، باید په دې پوه وي چي د دغه ډول کسانو د منفي تبلیغاتو او پیغورانه کړنو تر اغیز لاندي رانسي او همدارنګه له هغوی سره له بېځایه بحثونو څخه ډډه وکړي او د هغوی منفي تبلیغاتو ته اهمیت ورنکړي.
ځکه هغوی یا خو د عقدې له مخي دا ډول کړني ترسره کوي او نه غواړي اسلامي نظام قائم سي او یا هم د نورو څخه مادي امتیازونه اخلي او د هغوی لپاره تبلیغات کوي.
نو تاسو ټولو درنو مسلمانانو ته ډاډ درکول کیږي چي د دښمن دغه ډول حرکات د زړه بړاس ایستل دي، په حقیقت کي هیڅ نسته او انشاءالله العزیز په افغانستان کې به اسلامي نظام راځي او موږ به خپله ازادۍ او خپلواکۍ ترلاسه کوو.
درنښت

Related posts