اپریل 06, 2020

د اشغال خاتمه، د سولې کیلي!!

د اشغال خاتمه، د سولې کیلي!!

د ورځي خبره:

د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د اوږدو مذاکراتو په جریان کې د دواړو لورو تر منځ توافق وشو چې د فبروري له ۲۲ تر ۲۹/ د کب له ۳ تر ۱۰ پورې په عملیاتو کې تخفیف راولي، تېره شپه د همدې پریکړې عملي کیدل پیل شول او د کب تر ۱۰ مې / د فبروري تر ۲۹مې نیټې به همدا بهیر روان وي.
اسلامي امارت تل سولې ته پر جګړې ترجیح ورکړې او همېشه یې په اثبات رسولې چې د مظلوم ولس هوسایې او امنیت یې لویه غوښتنه او ارزو ده، ممکن ځینې کسان ووایي چې همداسي ده نو اسلامي امارت ولې سوله نه کوي؟ دلته یوه واقعیت ته اشاره پکار ده، هغه دا چې جنګ زموږ انتخاب نه دی، بلکې پر جګړه پر موږ تحمیل شوې ده، زموږ هیواد اشغال شوی، ولس مو په بیلابیلو بڼو ځورول شوی، عزت یې تر پښو لاندې شوی او شتمنۍ یې لوټ شوې ده ، اسلامي امارت د اسلامي مقدساتو څخه د دفاع ،د ګران هیواد د خپلواکۍ، د مظلوم ولس د عزت، سر او مال د ساتنې په موخه له دښمن سره جګړې ته مجبور شوی دی.
اشغال د بدمرغیو اصلي جرړه ده، له امریکایي اشغال څخه وړاندې افغانستان کې مثالي امنیت وو، د هیوادوالو سر، عزت او مال محفوظ وو، قاتلانو، داړمارانو او مفسدینو ته لازمه سزا ورکول کیده، ځوانانو د دیني ارزښتونو او افغاني فرهنګ د تقویې او عملي کولو سیالۍ کولې؛ خو اشغال دا هر څه پر بل مخ واړول!!
د اشغال په سیوري کې ادارې او اخلاقي فساد اوج ته ورسید، قاتلان او غله په رڼا ورځ دکابل په ګډون په لویو ښارونو او لارو کې بې دفاع ولسي وګړي شهیدانوي او مالونه یې لوټي، د پولسیو او اردو په یونیفورم کې وسله وال هر ځای او هره شېبه د ولس سر او مال ته ستر ګواښ دی، خلک هیڅ ځای دامن او راحت احساس نه کوي، په کور کې دننه او بهر له خطر سره مخامخ دي.
له روان ناورین څخه د وتلو تر ټولو ښه او منل شوې لار له افغانستانه دیرغلګرو ځواکونو یو مخیز وتل دي، زموږ باور دی چې اشغال ختم شي، سولې ته به لار هواریږي، له نیکه مرغه اکثریت افغانان دهیواد پر ازادۍ او داسلامي نظام پر قیام یوه خوله دي، اسلامي امارت دواک د انحصار فکر نه لري، ټول وروڼه قومونه او قشرونه به راتلونکي نظام کې برخوال وي، د اشغال خاتمه دافغان ولس مشترک هدف دی او سوله مو مشترکه هیله او لومړیتوب دی.

Related posts