اپریل 03, 2020

د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د راپور په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د راپور په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په کابل کې د یوناما دفتر په هیواد کې د تیرکال د ملکي تلفاتو په اړه بیا هم له انصاف څخه لرې راپور خپور کړ.
د یوناما په راپور کې راغلي چې د تیرکال ملکي تلفات ډير وو؛ خو امریکايي اشغالګر د دغو درنو تلفاتو ایله د ۸ سلنې، د کابل اداره ۱۶، داعش ۱۲ او د اسلامي امارت مجاهدین بیا د ۴۷ سلنې مسئولیت لري.
که هر آزاد او د عقل خاوند افغان د یوناما راپور او پورته د ړندې محاسبې فیصدي وګوري، له ورایه ښکاري چې یوناما د امریکايي اشغالګرو لپاره په کمپاین بوخته ده او هغوی ته له بشري مکرر او پرلپسې جنایاتو څخه د برأت ورکولو دلایل تراشي.
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او پيښ ناورین لومړۍ درجه عامل امریکايي اشغال دی چې نولس کاله کیږي زموږ په خاوره هرکال زرګونه ټنونه باروت اوروي او خلک وژني.
په تیر کال کې د امریکايي اشغالګرو لخوا په ملکي خلکو د بمبارونو او چاپو شمیر په بې ساري ډول زیات وو چې د پنټاګون پخپل اقرار دوی له ۷۰۰۰ زیات بمونه په افغان خاوره اورولي دي.
که فرض کړو چې د هر امریکايي بم وزن اقلا ۵ کیلوګرامه وي، نو مجموعا (۳۵۰۰۰) کیلو ګرامه باروت کیږي چې له فضا څخه په ړانده شکل په افغان بې دفاع ولس، ښځو، ماشومانو او عامو کورونو اورول شوي دي.
همدا ډول په تیرکال کې د شپنیو چاپو، د سي آی ای اړوند د (صفریک، صفردو، صفرسه، ضربتیانو او په کندهار کې ځانګړي ځواک) لخوا چې په ملکي افغانانو کوم وحشت شوی، ټول اولس يې شاهد دی او وخت په وخت رسنیو هم راپورونه پرې درلودلي دي.
د امریکايي اشغالګرو له دومره ستر وحشت سره سره بیا هم هغوی په ټول کال کې ایله د ۸ سلنې ملکي پيښو مسئول بلل څرګندوي چې د یوناما راپور د امریکا چارواکو تر نظارت لاندې ترتیبیږي او د افغان ولس په سترګو کې د خاورو شیندلو هڅه ده.
افغانان پخپله پوهیږي چې په تیرکال کې همدا ډول په تیرو نولسو کالو کې څوک د ملکي خلکو ښځو اوماشومانو دښمنان دي، څوک دې چې زموږ په فضا کې يې الوتکې ګرځي، بزګر، کاریګر، موټروان، دوکاندار، کلینیک، مکتب، مدرسه، مسجد، کلي او بانډې تر اور لاندې نیسي او له یوې مخې خلک وژني.
په دا نیږدې ورځو کې موږ د ننګرهار سره رود او د هرات کشک کهنه ولسوالیو کې په عامو هیوادوالو د امریکايي بمبارونو شاهدان وو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون له شلو ډير ملکي خلک په کې شهیدان شول.
اسلامي امارت د یوناما په نوم د دا ډول یو لوریز دريځ په نیولو باندې تأسف څرګندوي او دا راپور په کلکه ردوي.
اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د پيښو د ثبت او راجستر لپاره ځانکړی کمیسیون لري چې د هغو د دقیقو محاسبو له مخکې په تیرکال کې امریکايي او د کابل ادارې عسکر په هیواد کې د ۸۳ سلنې ملکي تلفاتو مسئول دي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۸/۶/۱۴۴۱هـ ق
۳/۱۲/۱۳۹۸هـ ش ـــ 2020/2/22م

Related posts