اپریل 03, 2020

د را روانو ۷ ورځو د جریان په اړه د اسلامي امارت د ویاند لخوا ټولو مجاهدینوته لازمې څرګندونې

د را روانو ۷ ورځو د جریان په اړه د اسلامي امارت د ویاند لخوا ټولو مجاهدینوته لازمې څرګندونې

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله تعالی مو پخپلو کارونو او خدمتونو کې بریالي لره.
تاسو به په جریان کې یاست چې اسلامي امارت له امریکایې جهت سره د توافقنامي د لاسلیک لپاره د مناسبي فضاء د رامنځ ته کولو موافقه کړي چي د راتلونکو ۷ ورځو لپاره به مجاهدین د ورکړل شوي پروګرام له مخي عمل کوي.
په دې تړاو تاسو ټولو ته د مشرانو لخوا هدایت دی چې که له چاسره په دې اړه کوم سوال پيدا کیده، له مشکل او عدم پوهاوي سره مخ کیده، د مراتبو د تسلسل په اساس دې هرڅوک له خپلو مافوق مسئولینو څخه هدایت اخلي.
بله خبره دا چې ټول مجاهدین به په راتلونکو ۷ ورځو کې پخپلو ور سپارل شویو وظایفو کې مشغول او د مقابل لوري لخوا د احتمالی نقض په صورت دفاع ته اماده وي، د دښمن ساحوته د مجاهدینو ورتګ جدا منع دی.
د اسلامي امارت لخوا چي له مقابل لوري سره کوم عهد شوی، تاسو ټول پوهیږئ چې په عهد باندې وفا کول او تر خپله وخته پورې د وعدې پوره کول واجب دي، ټول مجاهدین دې په دې برخه کې د اطاعت اصل ته جدي متوجه وي.
له اوو ورځو بعد چي په اتمه ورځ موافقتنامه لاسلیک شي له هغه وروسته به ټولو مجاهدینو ته د توافقنامي مطابق معلومات او هدایت ور کول کیږي او په هغو به عمل پيل کیږي. والسلام

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۷/۶/۱۴۴۱هـ ق
۲/۱۲/۱۳۹۸هـ ش ـــــ 2020/2/21 م

Related posts