جولای 23, 2019

د شهید امین شاه “جعفر” (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

د شهید امین شاه “جعفر” (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

نصیب ځدراڼ:

په داسې حال کې چې نړۍ سپوږمۍ ورسېده او تر هغې مخکې مریخ ته د تګ پلانونه جوړوي،هر هیواد په دې لټه کې دی چې د راتلونکي نسل لپاره په تاریخ کې کارنامه ولیکي،خو بل لور افغانان هم لګیا دي چې په تاریخ کې بیا د اتلوالۍ یو نوی باب پرانیزي او خپلو هېوادوالو او نړۍ والو ته د عبرت او زده کړې نمونه په میراث پریږدي.
هغه دا چې د نړۍ د تش په نامه سپر طاقت(امریکا) چې له ډاره یې څوک ظلمونه او بد نشي یادولی؛ خو افغانانو دا کبرجن سپرپاور د ماتې په درشل کې درولی.

افغان ځوانان لګیا دي په خپلو وینو داسلام او د وطن دفاع او د ازادۍ ګټلو تاریخ لیکي . غواړو د همدې ځوانانو د قطار څخه امین شاه(جعفر) چې د اسلام او وطن په دفاع کې یې د شهادت لوړ مقام وګاټه، ستاسو سره یې د ژوند په اړه څو کرښې شریکې کړم.

په ورورڼو کې تر ټولو کشر امین شاه چې د پلار نوم یې خالف شاه وو،په خټه ځدراڼ او په ۱۹۹۸ م کال کې یې د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ سوریېخېلو کلي کې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولې وي او په داسې حال او چاپیریال کې راځلمی شو چې پکتیا د سختو جنګونو شاهده وه.څلور کاله یې د خپل کلي “سورېخېلو” کې د “نور المدارس” دیني مدرسې نه دیني زده کړي وکړي.

امریکایانو په پکتیا کې یو ځانګړی ځواک ځای پر ځای کړ چې د” کمپاین” په نوم یادیده،د نورو امنیتي ځواکونو غوندي یې د دولت تر قوماندې لاندي جنګ نه کولو، بلکې قومانده، اسلحه، معاش او هدف مستقیماً د امریکایانو له طرفه ورکول کیدل، که لنډ ووایو چې دا عسکر داخلي امریکایان دي؛ نو هم غلطه به نه وي.

د کمپاین عسکرو به د طالبانو سره د همکارۍ په شک خلک په خپلو کورونو کې په شهادت رسول، هدفي وژني، د بندي کولو نه پس ځای پر ځای مرګونه د کمپاین د عسکرو اصلي دنده ده.

که حقیقت ولیکم نو د سیمې د یوه اوسیدونکي په توګه یې وایم چې عام خلک یې سخت وځپل،د پوهنتون محصلین،د مدرسو طالبان او استاذان، دوکانداران، تاجران ان د کرکټ نړیوال لوبغاړي او ښځې یې هم په شهادت ورسول،کومه حربه یې پرینښوده چې د مجاهدینو د فعالیتونو مخه ونیسي،خو د الله تعالي نصرت وو،د افغان اولس د قربانۍ جذبه وه چې کمپاین وحشیانو خو ظلم وکړ خو د مجاهدینو مخه یې ونه نیوله.

اته کاله مخکې د آمین شاه یو ورور “سید شاه” د پکتیکا ولایت نکې ولسوالۍ سره نږدي د امریکایانو په بمبار کې په شهادت ورسید.

امین شاه چې ځلمی شو،د عادي ځوانانو غوندي یې ژوند پیل کړ،د سورېخېلو بازار کې یې د دوکان جوړ کړ او کورنۍ لپاره یې حلال رزق ګټلو،خو په خپله سیمه کې یې چې د کمپاین د عسکرو او امریکایانو مظالم ولیدل ؛نو د اسلامي امارت د مجاهدینو سره یو ځای شو او وسله واله مبارزه یې پیل کړه،په ویلو او لیکلو آسانه ده خو عملاً ډیره سخته ده چې په داسې حال کې چې غریبې هم وي او د کلي او کور هر طرف دي وحشیان اوسیږي،ته داسې لار انتخاب کړي چې ظاهراً ګټه یې نه ښکاري نه دنیاوي مراعات او پیسې وي پکې،صرف د مرګ خطر پکې ښکاري،خو ته بیا هم د دنیا د خوندونو نه تیر شي او خطرونو ته غاړه ورکړي،څلور کاله یې په مختلفو عملیاتو کې برخه واخیسته،او ګرده څیړۍ او اطرافو کې یې خپل شجاعت ښکاره کړ.

د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې په داسې حال کې چې امريکايانو او داخلي همکارانو یې په ټول هیواد کې چاپې او بمبارونه روان کړي او په مقابل کې یې مجاهدینو هر ځای کې چټک غبرګون ښکاره کړ او ډیر ځایونه یې چاپې ماتې هم کړي،د امین شاه ملګری یې کیسه کوي چې امین شاه په دي ورځ یوه ملګری ته ویل چې یو کال وشو چې ستا دوه زره افغانۍ پوروړی یم،هیرې مې نه دي،چې مزدورې وکړم دا قرضه به بیرته درکړم.

د همدې میاشتې په ۲۸ نیټه د کمپاین عسکر د چاپې لپاره د سوریېخیلو کلي ته راغلل، مجاهدین چې په سیمه کې یې پیره کوله سهار وختي یې په عسکرو جنګ پیل کړ،عسکرو سره د خارجیانو هوایی کومک هم وو،کومو چې په مجاهدینو بمبار پیل کړ،جنګ تر مازدیګره دوام وکړ،د عسکرو چاپه ماته او د ناکامۍ سره مخ شول،آزادو رسنیو خبر نشر کړ چې تر شلو زیاتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د مجاهدینو څخه یو مجاهد شهید شوی و.

هو هغه شهید آمین شاه و ،چې د سخت بمبار له امله یې جسد ټوټې ټوټې شوی وو.په خپلو شیندل شویو غوښو او هډوکو یې یو ځل بیا دا تعهد تازه کړ چې عصري ټیکنالوژي به ستړې او ختمه شي خو د ایمان د خاوندانو سینې به نشي ختمې،بالاخر به فتحه د هغو وي چې په الله تعالي یې توکل کړی او د نړۍ د تش په نوم سپر پاور د څملولو په اراده راوتلي دي
وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا.

د واده یې څلور کاله شوي وو،دوه کوچني زامن مزمل او فیض محمد یتیمان تر پاتي شول.

الله دې يې د نيمګړي دنیاګۍ نیمه خوا ارمانونه د جنت د نعمتونو په بدرګه ور پوره کړي. آمین

Related posts