اپریل 03, 2020

د غني بیا ټاکل به اشغالګر نور هم منفور کړي…!!

د غني بیا ټاکل به اشغالګر نور هم منفور کړي…!!

د ورځي خبره:

د غني په مشرۍ د موجوده رژیم تېرو پنځه کلنو جنایاتو چې څومره امریکایی یرغلګر په ولسي او نړیواله کچه بدنام کړل؛ ښایی تردې وړاندي په دومره کچه نه وو بدنام.
حقیقت دا دی چې د دوه سري رژیم تاریخي جنایاتو افغان ولس ترپوزي راوستی، خو ولس په دې هم پوهیږي چې دا هرڅه جنایات مستقیماً د یرغلګرو په قومانده او د هغوی په ملاتړ ترسره کوي.
یاد رژیم نه یوازي دا چې په زرګونو بې ګناه ولسي خلک یې قتل عام کړي، بلکي د افغان ولس هیڅ معنوي، ملي او دیني ارزښت یې نه دی پري ایښی چې متضرر کړی یې نه وي.
په دې تېرو پنځو کالو کې یې بې شمېره جنایات ترسره کړي، د پنځه څلویښت زره عسکرو د وژل کیدو اعتراف یې پخپله خوله کړی. سربسته کلي، کورونه، شخصي شتمنۍ، عامه تأسیسات، روغتونونه، دیني مراکز، مساجد او مکاتب په ټوله کې د مسلمانانو د خوښۍ او جنازو مراسم او اجتماعات يې بمبارد کړي او له منځه وړي دي.
اختلاس، فساد، غلاوي یې په رژیم کې هغه حد ته ورسولي چې هیواد ته یې لومړی نړیوال ریکارډ وګاټه، ټوپکیانو يې په عامو لاروکې د افغانانو عزتونو او ناموسونو ته لاس واچاوه.
همدا پرون پرون چې غني ځان ولمشر اعلانوي، د هرات ولایت په رباط سنګي سیمه کې د رژیم او یرغلګرو الوتکو د ولسي خلکو هغه موټر درې ځله بمبارد کړی چې ۳ ښځې، ۷ ماشومان او ۲ نارینه ځای پرځای شهیدان شوي او دا ټول ۱۲تنه د یوې کورنۍ غړي وو.
تر دې څلور ورځي وړاندي د ننګرهار د سرخ رود په ککړک سیمه کې هم همدې ګډو ځواکونو د سورلۍ یو موټر بمبارد کړ چې یوولس تنه یې ځای پرځای په شهادت ورسول.
دا چې اوس یوځل بیا غني د پنځو کلونو لپاره د جعلي انتخاباتو په مټ یرغلګرو ولسمشر اعلان کړ؛ دا په دې مانا دی چې یرغلګر د افغان دښمنۍ او افغان انسان وژني لړۍ ته نورهم هوډمن دي، چې دوام به ورکوي.
له دې نه ښکاري چې د بشردوستۍ او سوله ساتي ځواک په نوم راغلي دا بهرني اشغالګر هیڅکله پر افغان ولس د نسبي سوکالۍ او رحم اراده نلري.
که چیري بهرنیان د دغه رژیم په بیا انتخاب کې لاس نلري؛ ولس ته دې څرګنده کړي، ترڅو ولس وپوهیږي چې په افغان دښمنۍ کې د دوی ونډه ترکومي کچي ده.
یرغلګر باید په دې ځان پوه کړې چې دا رژیم نور په افغان ولس کې دومره منفور دی چې تصور یې نه کیږي، نو که یرغلګر بیا هم د داسي جنایت کاري ډلګۍ ملاتړ ته دوام ورکوي؛ نو مطلب دا چې یرغلګر به نور هم په نړیواله او ولسي کچه ځان د کرکي او نفرت وړ وګرځوي، او هغه ادعاوي به یې مطلق دروغ ثابتي شي چې ویل یې موږ د دمکراسۍ، عدالت او د افغان ولس د سوکالۍ لپاره د یو سوله ساتي ځواک په توګه راغلي یو.

پای …….!

Related posts