نوومبر 21, 2019

د ۳۳ زره بندیانو نامعلوم برخلیک

د ۳۳ زره بندیانو نامعلوم برخلیک

په افغانستان کې د امریکایي اشغالګرو او د هغوی تر حمایه لاندې د اجیرې ادارې زندانونه او په هغه کې د لسګونو زره بندیانو نامعلوم برخلیک یوه داسې مهمه او حساسه بشري موضوع ده چې باید د جنګ او د سولې د مباحثو په شان ورته اساسي توجه وشي او په بیلابیلو ابعادو یې غور وشي.
له هغه وخته چې افغانستان د بهرنیو یرغلګرو لخوا اشغال شوی دی، هره ورځ د هیواد په کلیو او ښارونو کې عام وګړي د سیاسي مخالفت په تور نیول کیږي، په میاشتو او کلونو په زندانونو کې ساتل کیږي او د پردیو اشغالګرو او اجنبي ګوډاګیانو لخوا یې په خپل کور کې د آزاد ژوند تیرولو حق سلب کیږي.
تر اوسه د اشغالګرو او ګوډاګۍ ادارې د زندانونو په اړه هیڅ خپلواکه پلټنه او سروې نه ده شوې،تر څو په دې اړه پټ پاته حقائق روښانه کړي. خو څو ورځې وړاندې د ګوډاګۍ ادارې د کورنیو چارو وزرات د محابسو د ریاست سلاکار جنرال حبیب الله رضواني رسنیو ته وویل چې همدا اوس له دوی سره ۳۳ زره افغانان بندیان دي چې له دې جملې ۲۲ زره په محابسو کې او ۱۱ زره تنه یې په بیلابیلو توقیف خانو کې ساتل کیږي.
دغه ۳۳ زره تنه یوازې هغه بندیان دي چې د محابسو ریاست اړوند زندانونو او توقیف خانو کې محبوس دي. دا چې دلته بهرني اشغالګر هم پوځي اډې او زندانونه لري، دغه راز محلي زورواکي او جنګسالاران هم شخصي زندانونه لري معلومه نه ده چې په دغو مخفي او شخصي محابسو کې به څومره هیوادوال بې سرنوشته پراته وي.
همدا اوس چې په چاپو، شپنیو عملیاتو او د لارې پر سر تلاشیو کې د عامو وګړو نیول او قید کول جریان لري، نو دغه موضوع نوره هم بوږنوونکي حد ته رسیږي. ځکه د دومره زیات شمیر بندیانو ساتل او د حقوقو رعایتول د کابل د فاسد او ناتوانه رژیم له وسه وتلی کار دی، چې په دې ډول د عمدي حق تلفۍ نه علاوه خپله د بندیانو د کثرت له امله د بشري فجائعو احتمال زیاتیږي، بندیانو ته د اوسیدو، خوراک، علاج، ملاقات او قضایي بهیر اړوند حقوق نه رسیږي او په دې ډول یې ټول انساني حقوق حتی ژوند له خطر سره مخامخ کیږي.
موږ په نړیوالو بشري سازمانو غږ کوو چې په افغانستان کې د لسګونو زره بندیانو، پټو او ښکاره محابسو او د دې مهمې موضوع د ټولو اړخونو په اړه تحقیقات وکړي.د افغان اولس دغه لسګونه زره وګړي چې مطلق اکثریت یې بې ګناه دي باید ژوند یې وژغورل شي او تلف شوي حقوق یې اعاده شي.
د افغانستان اسلامي امارت چې همیشه یې په خپلو محابسو کې له بندیانو سره د نرمۍ او بخښنې چلند کړی، له مقابل اړخ څخه هم په دې برخه کې د ورته چلند غوښتنه کوي. ځکه د لسګونه زره ولسي وګړو بندیانول له دې پرته چې اشغالګر او ګوډاګیان د یوه ظالم، جابر او مستبد دښمن په حیث معرفي کړي بله نتیجه نلري. تاریخ شاهد دی چې درې لسیزې وړاندې کمونیست رژیم تر اوس زیات افغانان زندانونو ته اچولي وو خو په آخر کې د اولس په وړاندې همدا ظلم د کمونیست رژیم د زوال او سقوط سبب شو.

Related posts