مارچ 30, 2020

کورونا ويروس د وهان ښار د روغتون رئیس وژلی، د مړو شمېر يې ۱۸۶۸ تنو ته رسېدلی

کورونا ويروس د وهان ښار د روغتون رئیس وژلی، د مړو شمېر يې ۱۸۶۸ تنو ته رسېدلی

چین کې چارواکي وایي، د وهان ښار د مرکزي روغتون رئیس ليو ژيمینګ د کورونا ويروس له امله وژل شوی، ۵۰ کلن ليو د کورونا ويروس تر ناکامې درملنې لاندې روغتون کې ومړ.

د چارواکو په خبره، تر ۱۷۰۰ ډېر ډاکټران او روغتياپالان پر کورونا اخته شوي دي.

په ورته مهال د چین د روغتیا ملي کمېسیون ویلي، کورونا خونړي ويروس تېره ورځ ۹۸ کسان وژلي چې په دې سره د ټولو هغو کسانو شمېر چې د کورونا له امله وژل شوي، ۱۸۶۸ تنو ته رسیږي.

پر ليو ژيمینګ برسېره شاوخوا ۱۷۰۰ ډاکټران او روغتیا پالان پر کورونا اخته دي

د یاد کمېسیون په خبره، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۸۶ کسان په دې نوي ويروس اخته شوي او پر دې ويروس د اخته کسانو شمېر ۷۲۴۳۶ کسانو ته رسېدلی دی.

د کورونا له امله د وژل شویو او اخته شویو کسانو ډېره برخه په هوبي او په ځانګړې توګه ددې ايالت په مرکز وهان ښار کې دي.

رسمي شمېرنې ښيي چې وروستیو څو ورځو کې د کورونا پېښې او له امله یې د وژل شویو شمېر راښکته شوی دی.

احمد ظريف

Related posts