مارچ 30, 2020

د جعلي انتخاباتو په نتیجه کي د اشرف غني د بريا د اعلان په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د جعلي انتخاباتو په نتیجه کي د اشرف غني د بريا د اعلان په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د راپورونو له مخې په اصطلاح د انتخاباتو کمیسیون یوځل بیا اشرف غني د کابل ادارې د مشر په توګه معرفي کړ.
اسلامي امارت لکه څنګه چي یې د اشغال تر سیوري لاندي د انتخاباتو جعلي او نمايشي پروسه رد کړې وه همداسې د تش په نامه انتخاباتو په نتیجه کې دا بې معنا ټاکنه ردوي او د ملت په سترګو کې یې د خاورو شیندلو ناکامه هڅه بولي.
افغان مسلمان ملت به د اشغال تر پایته رسیدو وروسته د داخلي مسائلو په اړه تصمیم نیسي او خپل سیاسي برخلیک به معلوموي، هغه مهال به د یو قوي اسلامي نظام په حاکمیت سره خپلو رښتینو آرمانونو ته رسیږي.
د اشغال تر چتر لاندې ټاکنې او ځان ولسمشر معرفي کول، لکه په تیرو نولسو کلونو کې يې چې د افغان مسلمان ملت ستونزه نه ده حل کړی، له دي وروسته يې هم نشي حل کولای.
څرنګه چې د جعلي ټاکنو په اساس د اشرف غني بیا ټاکنه غیر قانوني ده او مشروعیت نه لري، همداسې د افغانستان د قضیې موجوده حساسو شرایطو ته په پام سره د سولې د روانې پروسې له محتوی سره هم په تضاد کې ده.
زموږ مقدس جهاد به د تیرو ۱۹ کالو په څیر ترهغو روان وي تر څو چې اشغال پای ته ورسیږي او ټول افغانان د وروڼو په شان د یوه خپلواک او سوچه اسلامي نظام تر سیوری لاندي د امن او سوکالۍ ژوند پیل کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۴/۶/۱۴۴۱هـ ق
۲۹/۱۱/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/2/18م

Related posts